لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو پر ضد احتجاجي پرلت په 25مه ورځ هم روان دی


ډېره اسماعیل خان ـــــ د پښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو پرضد احتجاجي پرلت نن په 25مه ورځ هم روان دی، احتجاج کوونکي وايي د لکي مروت او بنو سیمې مشرانو منځګړتوب حکومت سره مزاکرات ناکامه شوي دي.

خو د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر ډپټي کمشنر شاهد علي دفتر چارواکي وایي حکومت د دوی په غوښتنو منلو کې سنجیده دی او د دوی سره دې مرسته وکړي.

بل لور ته تېره ورځ په شمالي وزیرستان کې شوي خانمرګي برید کې د پاکستان پوځ د څلورو عسکرو وژنه تایید کړې ده.

د اتمانزو د قامي جرګې مشر ملک ربنواز وایي د لکي مروت او بنو سیمو مشرانو جرګې ته د رویاتو سره سم 24 ساعته وخت ورکړل شوی وو چې حکومت دې دوی ته په علاقه کې د امن د پر ځای کولو ډاډ ورکړي .

هغه وویل د دغې جرګې د غړو په منځګړیتوب د حکومت سره درې ورځې خبرې شوې دي خو د دوی د امن غوښتنې په منلو کې پاته راغلي دي.

هغه وویل د خبرو پرمهال دوی ته د امن دد پر ځای کولو او په بشپړه ډول د هدفي وژنو د مخنیوي ډاډ نه دی ورکړل شوی.

هغه زیاته کړه جرګې د خبرو ددې عمل په ځنډولو سره د احتجاجي پرلت د لا غزولو پریکړه کړې ده چې پکې په علاقه کې سړکونه، بازارونه او مارکیټونه د تېرې یوې اونۍ نه تړل شوي دي.

خو د شمالي وزیرستان د انتظامیې د مشر شاهد علي دفتر چارواکي وایي حکومت د دوی د غوښتنو په منلو کې سنجیده دی او د ناامنۍ ختمولو په اړه ژمن دي خو دوی دې حکومتي چارواکو سره مرسته وکړي او احتجاج دې ختم کړي د دوی ټولې غوښتنې به منل کیږي.

په شمالي وزیرستان کې دا پرلت په داسې حال کې روان دی چې تېره ورځ د پاکستان د پوځ په کاروان باندې میر علي سیمه کې ځان مرګی برید شوی وو.

د پاکستان پوځ دا ځانمرګی برید تایید کړی او ویلي یې دي‌ ې د برید په نتیجه کې څلور پاکستاني پوځي عسکر وژل شوي دي.

د پوځ په بیان کې ویل شوي په وژل شوو پوځي عسکرو کې 22 کلن لانس نايک شاهزيب د مانسهرې اوسېدونکی، 26 کلن لانس نايک سجاد د غیزر اوسېدونکی، 25 کلن سپاهي عمير د کوهاټ اوسېدونکی او 30 کلن سپاه خرم د پنجاب د نارووال اوسېدونکی وو.

په بیان کې د ځانمرګي بریدکوونکي او د هغه د مرسته کوونکو د معلومولو او پلټنو ویل شوي.

په بیان کې د ترهګرۍ ختمولو هوډ ښکاره کړی شوی او ویل شوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د خطر د له منځه وړلو لپاره ژمن دی او "د عسکرو دا ډول قربانۍ" به له لاسه ورنه کړي.

تر اوسه د دې برید زمه واري چا پر غاړه نه ده اخستې خو د ملک وزیراعظم شهباز شریف او صدر اعظم ډاکټر عارف علوي دا پیښه غندلې او د عسکرو په تاوان یې د افسوس څرګندونه کړې ده.

د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې په امنیتي ځواکونو بریدونه او له مشکوکو ترهګرو سره نښتې په وروستیو میاشتو کې ډېرې شوي دي.

او تر دغو پیښو وروسته ځایي خلک د علاقې په امنیت پوښتنې راپورته کوي خو د پاکستان په مطبوعاتو کې دا نه ښودل کیږي.

په شمالي وزیرستان کې دا تازه او وخت په وخت بريدونه په داسې حال کې کيږي چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان تر منځ ډز بندي روانه ده او د ټي ټي پي یو مهم مشر عمر خالد خراساني په هوایي برید کې وژل شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG