لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور بي ار ټي منصوبه کې د۴۷ روپو د درغلۍ رپورټ مخې ته راغلی


د خېبرپښتونخوا اډيټر جنرل ايشيايي ترقياتي بينک ته د پلټنو يو رپورټ جمع کړی چې پکې د پيښور بس ريپډ ټرانزټ يا (بي آر ټي) منصوبه کښې ۴۷ اربو روپو غبن ښودل شوی دی.

د ۷۱ پاڼو په دې رپورټ کې ويل شوي چې د بي ار ټي منصوبې په بېلا بېلو برخو کې مالي بې ضابطګۍ یاغبن شوی دی او د خېبر پښتونخوا د قانون محکمې له منظورۍ پرته ۴۷ اربه روپۍ خرچ کړی شوي دي۔

حکومتي چارواکي وايي په دغه رپورټ کې چې د بي ار ټي په څومره د بې ضابطګیو خبرې شوي هغوي په دې لړ کې جواب جمع کوي۔

د بي ار ټې منصوبه د خېبر پښتونخوا د پاکستان تحريک انصاف حکومت د نزدې نهه کالو دحکومت تر ټولو لويه منصوبه ګڼل کيږي.

په دې منصوبه په اربونو روپۍ مصرف شوي خو وخت په وخت پکې د غبن او درغليو خبرونه مخې ته راځې۔

په دې اډټ رپورټ کې ويل شوي کنټريکټرانو یا ټیکدارانو ته زياتې پېسې ورکړل شوي، د ګاډو په استعمال او نورو مدونو کې له ضابطو پرته پیسې لګول شوي دي چې د درغلیو ټول ماليت اووه څلويښت اربه روپۍ ښودل شوی دی۔

په دې اړه خبريال جمشېد باغوان وايي تر څو چې د بي ار ټي په اړه ازادې پلټنې نه وي تر هغې به پرې د درغليو تورونه لګي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي په کال دوه زره نولسم کي د پېښور هایکورټ مشر جج وقار احمد سېټهـ وفاقي تحقيقاتي ادارې ايف ایي ای ته امر کړي ؤ چې د بي ار ټي په اړه پلټنې وکړي او عدالت ته دې رپورټ جمع کړي خو صوبایي حکومت بيا دغه پريکړه په سپريم کورټ کې چېلنج کړي وه او سپريم کورټ دغه پلټني ودرولې وې،

صوبایي حکومت وايي د بې ضابطګيو دموجوده رپورټ به سپيناوي کوي.

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړا ډیوه ته ویلي دا د پېسو په مصرفول پوښتنې راپورته شوي، دا د غبن په معنا نه دي اخستل پکار، کله چې د محکمې دننه په دې بحث کيږي نو نزدې د ټولو سوالونو جوابونه به ورکړل شي۔

هغه وایي"که کومه بې ضابطګي شوي وي، مونږ به یې نه پريږدو، د دې پروسې مونږ مرسته کوو، زما په خيال دا داسې وړاندې کول زياتی دی"

څيړونکي وايي دغه رپورټ باندې به په محکمه کې دننه هم بحث کېږي او پس له هغې امکان شته چې پبلک اکاونټس کميټۍ ته د غوڅې پرېکړې يا فيصلې د پاره وړاندې کړی شي دکومې مشري چې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيکر کوي۔

دڅيړونکو په وېنا د بې ضابطګيو د سمې کچې پته به هغه وخت معلوميږي چې د محکمې دننه پريکړې پرې راشي او بيا پبلک اکاونټس کمېټۍ ته وړاندې شي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG