لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې دبارانونو اؤ سیلابونو له امله نور 14 کسان مړه شوي


Pakistan Monsoon Rains
Pakistan Monsoon Rains

په خېبرپښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له امله نور ځاني او مالي تاوانونه اوښتي، او په تیر یو شوا روز کې د صوبې په چترال، خیبر، جنوبي وزیذستان او ډیره اسماعیل خان ضلعو کې 14 تنه مړه شوي دي.

دسیلابونو له امله د بلوچستان، سيند او پنجاب صوبو سره تړلې دخیبر پښتونخوا ټولې لارې د اغېزمنې شوي او بندې شوي دي.

دخېبر پښتونخوا د افتونو په وخت د نظم اداره( پي ډي ايم ای) وايي په صوبه کې د بارانونو او سېلابونو له امله نهه تنه نور مړه شوي او 17 زخميان دي.

دپي ډي ایم ای له مخې د سیلابونه له امله دمړو شوو کسانو شمیره په یو شواروز کې 14 ته رسیدلې ده.

د پي ډي ايم لخوا جاري کړل شوي بیان کې ویل شوي چې دبارانونو او سېلابونو له امله چترال، خیبر، جنوبي وزیرستان او ډیره اسماعیل ضلعو کې په متاثره علاقو کې امدادي سامانونه ویشل شوي دي .

پي ډي ایم ای ویلي ډیره اسماعیل ضلعه چې تر ټولو زیاته متاثره شوې د سیلاب ځپلو د مرستو د پاره په فوري توګه درې کروړه روپۍ ددغه ضلعې انتظامیه ته ورکړل شوي دي.

د ډیره اسماعیل خان د انتظامیې مشر مرستیال کمیشنر نصرالله یوسفزی ددفتر چارواکي وایي پرواه تحصیل سیمه کې تر 50ؤ زیات کلي د سیلاب اوبو متاثر کړي او د سیلاب ځپلو خلکو د مرستو د پاره څلور کیمپونه لګول شوي چې پکې خلکو ته د خوراک څښاک سره د روغتیاو انتظام شوی دی.

د دفتر چارواکي وايي اغېزمنو علاقو ته يې امدادي ټېمونه ليږلي او د اغېزمن شوؤ خلکو هر قسمه مرستې کوي۔

هغوی ویلي په ډي ایي خان کې څلور تنه مړه شوي، لسګونو کورونو ته نقصان اوړیدلی چې پکې څه کورونه په مکمله توګه ړنګ شوي دي.

د پراوه تحصیل یو اوسیدونکی خالد ارشد وایي سیلابي اوبو د علاقې ټوله ابادي متاثره کړې او د خوراک څښاک سره دسر سیوري ته اړتیا لري .

هغه وایي په کورونو د سیلاب اوبه راغلي اؤ دا دکچه خاورو کورونه دي ټول خلک د کورونو په پریښولو مجبور شوي او د سر پټولو بندوبست نه لري.

دهغه په وینا "دا مرستې د نشت برابر دي،مونږ ته دې سر د سیوري او خوراک څښاک انتظام وشي"

د خېبر پښتونخوا د موسمياتو محکمې چارواکي وایي د صوبې په جنوبي ضلعو کې په راتلونکو څو نورو ورځو کې هم د بارانونو امکان شته .

د جنوبي وزیرستان دسراروغه تحصیل د وچه خواړه سیمې اوسیدونکی ګل امین وایي دوی د راه نجات عملیاتو وروسته د مرستو په پیسو کورونه جوړ کړي چې ددې بارانو له امله بیا زیانمن شوي .

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل تر اوسه دوی سره هیڅ مرستې نه دي شوي.

خو د جنوبي وزیرستان د پي ډي ایم ای چارواکو وويل تراوسه د ضلعي انتظاميي چارواکي د شوي زيان دمعلوماتو په راټولولو بوخت دي، او د ویجاړو شوؤ کورونو او دکروندې زمکې ته داوښتي نقصان په اړه یې هم لا کره معلومات نه دي راټول کړي ۔

بلخوا دجنوبي وزیرستان سره تړاو لرونکی خبر یال نور علي وایي د سیلاب اوبو د خلکو کورنو سره فصلونو او دمیوې باغونو ته زیات زیان اړولی چې د خلکو د معاش یوازینۍ سرچینه ده.

هغه وویل په علاقه کې د اوبو په لارو کې واړه ډيمونه نه دي جوړ شوي چې ددغسې سيلابونو دباو کم کړي، نو هم دغه وجه ده چې نقصانات زيات کيږي .

د خېبر پښتونخوا حکومت د وزير اعلا د اطلاعاتو معاون برسټر محمد سېف يو بيان کې ويلي صوبایي حکومت د سېلاب ځپلو د مرستې د پاره ټول وسایل کاروي.

نوموړي ويلي د ژغورنې ادارې 1122 او ضلعې انتظاميو ته يې ويلي چې د سيلاب نه داغېزمن شوو خلکو سره هر قسمه مرسته وکړي.

پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې اېن ډي ايم ای خپل رپورټ کې ويلي د 14م جون نه تر دې مهاله په ټول هیواد کې د بارانونو او سېلابونو له امله 700 تنان مړه شوي او او سلګونه نور پکې زخميان شوي دي.

ادارې ویلي سیلابونو تر ټولو زیات بلوچستان صوبه متاثره کړې هم دغسې دپشکال بارانونو کې په زرګونه کورونه په مکمله او يا جزوي توګه زيانمن شوي دي،

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG