لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده کې دسیلاب ځپلو سرپناه دپاره عارضي کیمپ جوړ کړی شوی


پېښور - د سېلاب ځپلو د پاره په چارسده کې دعبدالولي خان د لوبو میدان کې یو عارضي دسرپناه کیمپ جوړ کړل شوی چې دغه مېدان ته د خيالي په ورځ ناوخته پورې د سېلاب نه اغيزمنې شوې کورنۍ راروانې وې.

په سیلاب ځپلو کې ګڼ شمېر زنانه او ماشومان شامل دي اؤ حتی زیاتره کورنۍ داسې هم دي چې دچارسدې سره نزدې یې په موټروی (ستر سړک) خپلې کډې اړولي اؤ خپل څاروي یې هم موټروی ته خیژولي دي.

دعبدالولي خان په نوم دلوبو میدان ته د ورټولو شوؤ سیلاب ځپلو وینا ده چې د سوات سيند په غاړه کلیو ته اوبه ختلي، دوي نه په کورونو کې خوراکي توکي، څاروي او نور د استعمال څيزونه پاتي شوي دي اؤ د سېلاب نه یې يوازې خپل بچي او ښځې بچ راويستلي دي.

مريم بي بي د زړه ناروغه ده، وايي بچي يې کور کې نه وو موجود، او پخپل سر يې اينګور او نمسي د سېلاب نه بچ کړي او کېمپ ته راغلې ده۔

"اوبه د کوټو چتونو ته رسېدلې دي، کټونه، د خوراک سامان هر څه اوبو کې ډوب شوي دي، هر څه سېلاب وړي دي"

د صوبایي حکومت چارواکي وايي په چارسده کې د يو لک اتيا زره پورې ابادي د سېلاب نه متاثره شوې ده اؤ دې اغیزمنو خلکو ته ولس پخپلو ځايونو کې عارضي د پناه اخستو مرکزونه جوړ کړي دي۔

د خيالي دسيند په غاړه اوسيدونکي په کال دوه زره لسم کې هم دسېلاب له امله بې کوره شوي وو او اوس يو ځل بيا یې کورونه پريښي او خېمو ته راغلي دي۔

قمر علي سره دښځې او څلورو ماشومانو بچو په خېمه کې پناه اخستې وايي، بېلا بېلو مرستندويه ادارو لخوا ورته خوراک او اوبه ورکړل کيږي، خو خېمې په ډاکه لګیدلي او ګرمي پکې زياته ده۔

"چائ او ډوډئ ميلاويږي، خو خيمه په ډاګه ده او ډيره ګرمي ده، تير ځل سېلاب کې هم بې کوره شوي وؤ اوس يو ځل بيا خېمو ته راغلو"

دې عارضي کېمپونو کې د اغيزمن شوو خلکو نوم لیکنه کيږي اؤ دسیلاب ځپلو سخته ګڼه ګڼه پکې ليدل کيږي.

د صوبې اعلا حکومتي چارواکي وايي ټولو متاثره خلکو ته به مرستې رسوي.

د خزانې صوبایي وزير تېمور سليم جهګړه وويل په صوبه کې د سيلابونو له امله په بېلينونو روپو نقصان شوی دی، کورونه وران شوي، سړکونو، څاروؤ او فصلونو ته نقصان رسېدلی دی.

نوموړي وويل اغيزمن شوؤ خلکو ته د مرستې رسولو د پاره د وزير اعلا لخوا صوبایي وزيرانو او دضلعي انتظاميو چارواکو ته احکامات ورکړل شوي دي۔

" په دې سېلاب کې د اربونو روپو نقصان شوی دی، خو اوس موجوده حالاتو کې مونږ خلکو ته مرستې رسوؤ، ټول صوبایي وزيران او د انتظامې چارواکي په مرستو رسولو کې بوخت دي"

ضلعي انتظاميي چارواکي وايي د سوات سيند په غاړه چې کوم کلي اباد دي هغې کې اوس هم اوبه ولاړي دي خو خلک ترې راويستل شوي دي، په سيند کې د اوبو کچه کمه شوې ده خو د کلو نه د اوبو کوزيده به وخت وغواړي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG