پېښور ــــ د اېشیا کپ د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله دخپلې وړومبۍ بریالۍ لوبې نه وروسته نن دبنګله دیش دکرکټ لوبډلې سره سیالۍ ته اوځي.
دا ننۍ سیالي چې دمتحده عرب امارات په شارجه ایالت کې کیږي دپاکستان پر وخت به ماښام اووه اؤ دافغانستان په وخت به شپږنیمې بجې پیل کیږي.
تر دې وړاندې دافغانستان لوبډلې دایشیا جام پخپله وړومبۍ سیالۍ کې دسریلنکا لوبډلې ته په اتوؤ وکټونو ماتې ورکړې وه.
په اسيا جام کې شپږ لوبډلې برخه لري چې پکې په ګروپ ای کې هند، پاکستان او هانګ کانګ او ګروپ بي کې سري لنکا، بنګله دېش او افغانستان شامل دي.
د دواړو ډلو دسر دوه بوبډلې به دسپرفور پړاؤ لپاره ځانونه وباسي چې د دریم ستمبر نه به پیل کیږي.
دسپر فور د سر د وؤ لوبډلو ترمنځ به فاینل یا پائ لوبه په ۱۱م ستمبر کیږي.
دايشيا کپ یا جام په روانو سياليو کې د هند لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړې ده، دا په ايشيا کپ کې د پاکستان او هند لوبډلو لومړۍ سيالي وه.