لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د سېلابونو تاوانونه روان دي، نور ۳۶ تنه یې وژلي


پاکستان کې سږ کال د پشکالي بارانونو سره راغلي سېلابونه لا هم روان دی او تاوانونه اړوي، په ملک کې په تازه پېښو کې نور 36 مړه شوي دي، په ملک کې د بارانونو او سېلابونو سره په بېلابيلو پېښو کې د مړو ټوله شمېره 1162 ته رسېدلې ده.

د افتونو په وخت قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] تيره شپه په خپرو کړو تازه شمېرو کې ويلي، پرون د نهې/سه شنبې په ورځ [30 اګست] په ملک کې نور 36 کسان مړه شوي دي، 19 په پنجاب، نهه په خېبرپښتونخوا اورې درې تنه په سيند صوبه کې مړه شوي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه په ملک کې د 15 جون راهسې د بارانونواو سېلابونو په پېښو کې د مړينو زياتې پېښې په سيند صوبه کې شوي 405 کسان مړه شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې 257، بلوچساتان کې 249 او پنجاب کې 187 کسان په باراني او سېلابي اوبو کې مړه شوي دي.

اېن ډي اېم اې ويلي د ملک په 76 ضلعو کې د 33 لکه زیات خلک اغېزمن شوی يو لک 18زره نه زیات ژغورل شوي او دا وخت څلور لکه 62 زره نه زیات په کېمپونو کې دي.

د اېن ډي اېم اې په رپورټ کې ویل شوي په زرونو اېکړه سړکونه، په سوونو پلونه، او ټول لس لکه کورنه چې پکې د درېو لکو نه زيات په مکمله توګه تباه شوي، د بارانونو او سېلابونو له امله اغېزمن شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د اوبه خور د محکمې ترمخه دا وخت په صوبه کې یواځې په نوښار کې د لوړې درجې سېلاب دی په نورو ځایونو کې سيندونه خپل عادي حالت ته راغلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG