لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرات: جومات کې چاودنې د امام مولانا مجیب الرحمان انصاري په ګډون 18 تنه وژلي دي


د هرات د «ګذرګاه» جومات مشهور امام او د طالبانو ملاتړی مولانا مجیب الرحمان انصاري
د هرات د «ګذرګاه» جومات مشهور امام او د طالبانو ملاتړی مولانا مجیب الرحمان انصاري

واشنګټن ـــــ د افغانستان د هرات ولایت په یوه جومات کې چاودنه شوې چې د طالبانو د یو پلاوي دیني عالم په ګډون پکې د ګڼ شمېر خلکو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.

د طالبانو د واکمنۍ په تېر څه دپاسه یو کال کې نن په لومړي ځل په لوېدیځ ولایت هرات کې یوه زوروه چاودنه شوې چې د طالبانو یو بل پلوی دیني عالم پکې وژل شوی دی.

د هرات د پولیسو ویاند محمد شاه رسولي وي او اې ته وویل چې دغه چاودنه نن د جمعې د لمانځه پر مهال د «ګذرګاه» په نوم جومات کې په داسې وخت شوې ده چې جومات له خلکو ډک وو.

د هرات په ایمبولینس مرکز کې د روغتیا یوه چارواکي محمد داود محمدي اسوسیېټیډ پریس ته ویلي، په چاودنه کې لږ تر لږه 18 تنه وژل شوي او 21 ټپیان شوي دي. وایي په پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول روغتونونو ته وړل شوي دي.

د طالبانو د پولیسو ویاند محمود شاه رسولي وایي په چاودنه کې د طالبانو ملاتړی او د دې جومات امام مولوي مجیب الرحمان انصاري او د هغه پنځه ساتونکي هم وژل شوي دي.

د اسوسیېټیډ پریس په وینا مولانا مجیب الرحمان انصاري په تېرو شلو کلونو کې پر بهرنیو ځواکونو د نیوکو له کبله په ټول افغانستان کې ډېر زیات پېژندل کېده.

نوموړی د طالبانو کلک ملاتړی وو او په تېره جون میاشت کې یې په کابل کې د طالبانو یوې لویې غونډې ته ویلي وو، څوک چې د طالبانو د حکومت مخالفت کوي باید په سختۍ سره و وژل شي.

د نوموړي دې وینا ته هغه وخت پر ټولنیزو رسنیو خلکو سخت غبرګون ښکاره کړی وو او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د خپلو مخالفینو لپاره د «عامې بخښنې» پر اعلان یې شک څرګند کړی وو.

پر ټولنیزو رسنیو د چاودنې د ځای یوه وېډیو خپرې شوې ده چې په پېښه کې وژل شوي او ټپیان یوې بلې خوا ته پراته دي او خلک په زوره زوره چیغې وهي او ژاړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پېښه تایید کړې او پر ټویټر یې لیکلي دي چې په دې چاودنه کې لاس لرونکي کسان به "د خپل ګرغېړن عمل سزا وويني". مجاهد د دیني عالم مولانا مجیب الرحمان انصاري پر وژل کېدو "ژوره خواشیني" ښکاره کړې ده.

ذبیح الله مجاهد د چاودنې په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی او د اسوسیېټیډ پریس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند هم ورته ویلي چې په چاودنه کې ګڼ شمېر کسان وژل او ټپیان شوي دي خو کره شمېر او نور معلومات یې نه دي ورکړي.

د طالبانو په وینا مجيب الرحمن انصاري نن تر غرمې مخکې هغې غونډې ته هم ورغلی وو چې د طالبانو د حکومت د وزیراعظم یا ریس الوزراء مرستيال ملا عبدالغني برادر هم پکې ګډون کړی وو.

وایي مولانا انصاري له دې غونډې غرمه په دې نیت را وتلی وو چې خپل جومات ته د جمعې د لمانځه لپاره لاړ شي او شاوخوا نیمه ګنټه وروسته په چاودنه کې ووژل شو.

د دې چاودنې ذمه واري لا تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د تېر اګست میاشتې پر 11مه هم د کابل په ششدرک سیمه کې پر یوه دیني مدرسه ځانمرګی برید شوی وو، چې پکې د طالبانو یو پلوی دیني عالم رحیم الله حقاني، د هغه ورور او درې نور طالبان وژل شوي وو. د دې برید ذمه واري داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې وه.

په تېرو میاشتو کې د پایتخت کابل په ګډون په شمالي ولایتونو بلخ، کندوز او همدارنګه په ځینو نورو ولایتونو کې پر جوماتونو، د شیعه مسلمانانو په عبادتځایونو او مدرسو کې په خونړیو بریدونو کې په سلګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي‌ وو، چې د اکثرو ذمه وارۍ داعش خراسان ډلې منلې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG