لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشد خان:په سپرفور پړاؤ کې هم دښې لوبې د دوام ولوله لرو


Afghanistan Cricket
Afghanistan Cricket

دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې وتلی اسپنر راشد خان وایي تر اوسه افغان لوبډلې دایشیا جام په سیالیو کې ښې لوبې کړې دي اؤ اوس یې خپل ټول پام سپر فور پړاؤ ته اړولی اؤ افغان لوبډله هوډ لري چې دې پړاؤ کې هم دخپلې غوره لوبې لړۍ دوامداره وساتي.

دایشیا جام په سیالیو کې د افغانستان، هند او سري لنکا لوبډلې د سُپر فور پړاو ته رسېدلې دي اؤ ټاکل شوې ده ددې پړاؤ سیالۍ نن پیل دخالي / شنبې په ورځ پېليږي چې پکې به د افغانستان او سري لنکا لوبډلې يو بل ته مخامخ کيږي.

دپاکستان شخصي ټيلي ویژن جیو نیوز سره خبرو کې راشد خان ویلي د وړومبي پړاؤ په سیالیو کې دافغانستان لوبډلې ټولو لوبغاړو په بشپړ مسولیت سره لوبه کړې ده اؤ په سپر فور پړاؤ کې به یې هڅه وي چې په وړومبي پړاؤ کې ترې کومې تېروتنې شوې وې چې هغه په دې پړاؤ کې تکرار نه کړي.

راشد خان ویلي ټولو ایشیایي لوبډلو په دې وضعیت اؤ چاپېریال کې ډيرې لوبې کړې دي ځکه نو دافغانستان دلوبډلې په ګډون هیڅ یوه لوبډله دلته نابلده نه ده .

دهغه په وینا هیڅ یوه لوبډله دلته له اروپا نه ده راغلې ، ټولو ته ددې ځائ دموسم اؤ دلوبو دمیدانونو په اړه معلومه ده ځکه نو هیڅوک دلته کوم مشکل نه لري.

هغه ویلي زمونږ د ټولو هڅه داده چې په بشپړې تیارۍ سره میدان ته کوز شو، ښه لوبه وکړو اؤ د ټیم په توګه دایشیا کپ په سیالیو کې سل په سلو کې نتیجه ورکړو.

هغه ویلي زمونږ د بولنګ یا توپ اچونې اړخ دپیل راهسې ښه پاتې دی ، دوضعیت مطابق لوبه کوؤ ، تیز توپ اچوونکي فضل حق فاروقي په هندي لیګ کې هم غوره لوبه کړې ده ،هغه ډاډامن دی اؤ کوم معیار چې یې قایم کړی دی ټول هغې معیار ته رسېدل غواړي.

هغه ویلي هڅه مو وي چې په فاسټ بولنګ کې اټیک وکړو تر څو بیا په مډل کې د اسپینرانو لپاره لږه اساني وي.

له دې وړاندې په ګروپ سياليو کې د افغانستان لوبډلې په 27 اګست د سري لنکا او په 30 اګست د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان به نورې دوه سيالۍ په اووم ستمبر د پاکستان سره او په اتم ستمبر د هند سره کوي.

بل لور ته پاکستانۍ لوبډله به سبا د هند سره، په دوېمه سيالۍ کې په اووم ستمبر د افغانستان سره او په نهم ستمبر د سري لنکا سره کوي.

پاکستان د ګروپ په سيالیو کې په 28 اګست د هند نه ماتې خوړلې وه.

د ایشيا کپ فاينل يا پايلوبه به په 11م ستمبر کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG