لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ افغانستان کې د اساسي قانون په نشتوالي اندېښنه ښودلې


افغانستان کې دملګرو ملتونو دسیاسي استازولۍ یوناما د دفتر مرستیال مارکس پوټزل دغه هیواد کې داساسي قانون په نشتوالي اندېښنه ښکاره کړې اؤ د یو ټول شموله حکومت په رامنځته کولو یې ټینګار کړی دی.

دافغانستان طلوع نیوز سره مرکه کې دیوناما ددفتر مرستیال ویلي دطالبانو د سرپرست حکومت کابینه ټول ګډونه نه ګڼي او زیاته کړې یې ده چې سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې لپاره لومړی کورني مشروعیت ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نه نړیوالې ټولنې په کراتو،کراتو دټول شموله حکومت غوښتنه کړې ده اؤ امریکا هم وایي چې دقطر د سولې تړون کې طالبانو دټولشموله حکومت ژمنه کړې وه خو طالبان دنړیوالې ټولنې دا غوښتنه پرله پسې ردوي اؤ وایي د دوئ حکومت ټولشموله دی.

د طلوع نیوز د رپورټ له مخې په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرست مارکس پوټزل ورته ویلي "له تولو مخکې مهمه ده چې حکومت د افغانستان کورنۍ مشروعیت ولري، یعنې د ټاکنو په توګه، د ریفرنډم په توګه لویه جرګه یعنې خلک راشي او رایه ورکړي"

په دې مرکه کې هغه افغانستان کې د اساسي قانون پر نشتوالي اندېښنه ښکاره کړې او دطالبانو سرپرست حکومت یې پر اوسنیو ستونزو د غور په برخه کې د پلان په نه لرلو تورن کړی.

دمارکس پوټزل په وینا "موږ وینو چې هېڅ پروګرام شتون نه لري او همدارنګه اساسي قانون هم نشته او نور قوانین هم شتون نه لري اساسي قانون د اقتصادي بیارغونو لپاره ډېر مهم شرایط لري"

د ملګرو ملتونو دسیاسي استازولۍ مرستیال مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې سږکال دجولایي په میاشت کې د افغان طالبانو مشر هبت الله اخند په افغانستان کابل کې دعلماؤ راجوړې شوې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وؤ چې که پرې اټوم بم هم استعمال شي خو حکومت به یې د شریعت له لارې یو قدم هم شاته لاړ نه شي.

همد دجولایي په میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر تېره په خپل یو رپورت کې ويلي وو چې که څه هم په جنګ ځپلي هېواد افغانستانکې د امنيت وضعه ښه شوې خو بیا هم په افغانستان کې 700 کسان وژل شوي او تر 1400 پورې نور ژوبل شوي دي۔

پروسکال د اګست په مياشت کې د امريکايي‌ پوځونو د وتلو سره سم په واک کې د راتلو وروسته تر اوسه د نړۍ يو ملک هم د طالبانو حکومت نه دی تسليم کړی او اکثر ملکونه د طالبانو د حکومت په اړه داسې اندېښنې لري چې د نړۍ سره د خپلو هغو وعدو نه په شا شوي چې ټولشموله حکومت به جوړوي،د افغان ولس د بشري حقونو احترام به کوي او د القاعده په شمول به ټولې ترهګرې ډلې د افغانستان د خاورې نه په نړۍ بريدونو ته نه پرېږدي.

نړۍ د طالبانو په کابينه چې ټول په ټوله نارينه دي،‌ نيوکې کوي چې پکې د افغانستان نورو سياسي او قامي ډلو ته برخه نه ده ورکړل شوې.

خو دطالبانو دحکومت چارواکي وایي د دوئ حکومت کې د ټولو قامونو استازولي شته او وایي حکومتي چارې دشریعت اؤ دافغان ټولنې دعنعناتو په رڼا کې پرمخکې وړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په خېبرپښتونخوا کې د ماهیانو د ښکار ځایونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG