لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې په پولیسو د ټي ټي پي پرله پسې حملې،ایا حکومت سره یې ډزبندي ماته شوې ده؟


Pakistan Taliban militant , TTP , Pakistan North Waziristan
Pakistan Taliban militant , TTP , Pakistan North Waziristan

دپاکستاني طالبانو تحریک د ډيره اسماعیل خان نه وروسته په پېښور اؤ لکي مروت کې هم په پولیسو د شوؤ بریدونوذمه واري پغاړه اخستې ده اؤ ویلي یې دي دا بریدونه یې پخپله دفاع کې کړې دي.

په عین حال کې پاکستان کې ایکسپریس ټربییون نومې انګریزي ورځپاڼې د ‌ټي ټي پي د ویاند محمد خراساني له خولې ویلي چې دحکومت اؤ طالبانو ترمنځ اوربند مات شوی دی خو په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي هغه طالب مشرانو سره په دې اړه خبرې کړې دي اؤ طالبان وایي چې اوربند لا پځائ دی.

طاهر خان وایي هرڅو که طالبان دا نه وایي چې د پاکستان سره یې ډزبندي ماته شوې ده خو په نزدې ورځو کې چې یې په ډیره اسماعیل بیا پېښور اؤ لکي مروت کې په پولیسو دشوؤ بریدونو کومه ذمه واري قبوله کړې ده نو دې نه به خلک هم دا مطلب اخلي چې دا اوربند په یو لحاظ سره مات شوی دی.

ټي ټي پي د روان کال د مئ په مياشت کې د وړوکي اختر په مهال حکومت سره د ډز بندي اعلان کړی او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د بل اعلان پورې غځول شوې وه چې تراوسه یې يې ټي ټي پي، د پاکستان حکومت او پوځ د ختمېدو په اړه څه نه دي ويلي۔

دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ دخیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د وسله والو په برید کې دیو پولیس عسکر د وژل کیدو پړه ټي ټي پي پغاړه اخستې وه ، پرون دخالي په ورځ یې دپېښور ریګي سیمه کې په پولیسو دشوي برید پړه منلې وه اؤ نن داتوار په ورځ یې لکي مروت کې په پولیسو دشوي هغه برید ذمه واري منلې ده چې یو پولیس افسر پکې وژل شوی اؤ یو بل عسکر پکې ژوبل شوی دی.

پاکستاني طالبانو ددې بریدونو د ذمه واریو اخستو په اړوند خپلو اعلامیو کې ویلي چې بریدونه یې پخپله دفاع کې کړې دي.

خو داتوار په ورځ دپاکستان ایکسپریس ټرییبون انګریزي ورځپاڼې دطالبانو د ویاند محمد خراساني له خولې پاکستان سره د اوربند ماتولو اعلان کړی دی.

د اوربند ماتېدو په اړه ددې اعلان پخلی له یو لوري هم نه دی شوی اؤ دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وي او ای ډیوه ته وایي هغه دطالب مشرانو سره په رابطه کې دی اؤ طالبانو ورته ویلي چې اوربند لا هم په هغه بڼه پرځائ دی لکه څنګه چې ؤ.

طاهر خان وایي طالبانو چې په نزدې ورځو کې په پولیسو دشوؤ بریدونو په اړه کومې اعلامیې خپرې کړي نو هغې کې یې دریځ خپل کړی چې پخپله دفاع کې یې دا بریدونه کړي دي.

خو دطاهر خان په خبره "خو بیا هم که دوي ورته ددفاع نوم ورکوي اؤ که هرڅه خو دا تازه درې کومې حملې چې په پولیسو وشوې اؤ طالبانو یې ذمه واري ومنله ،نو اوس که طالبان دا وایي هم چې ډزبندي پځاي ده اؤ ماته شوې نه ده خو له دې به خلک هم دا مطلب اخلي چې دا ډز بندي په یو لحاظ سره ماته شوې ده"

طاهر خان زیاتوي له کله راهسې چې دحکومت اؤ‌ ټي ټي پي ترمنځ دنامعلومې مودې پورې د اوربند اعلان شوی ؤ نو طالبانو یا خو حملې نه وې کړې اؤ که کړې یې هم وې خو دحملو ذمه واري یې پغاړه نه وه اخستې خو اوس چې ذمه واري اخلي نو معنا دا چې دهغوئ په تګلاره کې یو بدلون راغلی.

دطاهر خان په خبره که "اوس هغوئ(طالبان) وایي هم چې ډزبندي پځاي ده نو بیا خلک خو به پوښتنه کوي چې ډزبندي هم شته نو ولې بیا درې حملې په دې تېرو دریوؤ ورځو کې وشوې؟"

د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب په (درېم جون) اسلام اباد کې د خبرې غونډې په مهال ويلي وو، "د کال 2021 د اکتوبر په مياشت کې دا خبرې پېل شوې وې، دا خبرې په حکومتي کچه روانې دي د افغانستان حکومت يې سهولت کاري کوي په دې کې حکومتي او پوځي استازي شامل دي".

بيا د خېبرپښتونخوا نه د ملاکنډ ډويژن او قبايلي ضلعو د مشرانو 50 کيسزه جرګه، بيا د علماو او بيا يوه بله جرګه هم کابل ته تللې او د ټي ټي پي سره يې خبرې شوې وې. ټي ټي پي هم دغه خبرې کېدل تاييد کړي وو خو تراوسه د دې خبرو کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلې.

ټي ټي پي ويلي وو په بنيادي غوښتنو کې يې د قبايلي ضلعو پخوانی حيثيت بحالول او د تنظيمي ډهانچې سره خپلو سيمو ته واپسي ده.

خو د جولايۍ په مياشت کې د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه ويلي وو، "د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات په خپله طريقه کيږي، خو د ټي ټي پي سره د مذاکراتو بنياد دا دی چې هغه به د ايين لاندې کيږي".

رانا ثناالله ويلي وو "د ايین پرته به د ټي ټي پي سره هیڅ مذاکرات نه کيږي او نه به ورسره معاهده کيږي".

ټي ټي پي د پوليس اهلکارو د وژلو زمه واري په داسې حال کې منلې چې لس ورځې وړاندې په 25 اګست د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په جنرل هېډ کوارټر کې د کور کمانډرانو غونډې ته په وېنا کې لارښوونه کړې وه چې فارمېشنونه/تشکیلات دې عملياتو ته چمتو وي او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې دې د ترهګرۍ پرضد عمليات دوامداره وساتل شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په خېبرپښتونخوا کې د ماهیانو د ښکار ځایونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG