لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه:دپاکستان سېلاب ځپلو سیمو کې پینځه لکه امیندواره مېرمنې روغتیایي مرستو ته اړتیا لري


دملګرو ملتونو د پاپولیشن فنډ، چې دصنفي او تولیدي روغتیا اداره ده، وايي د سیلابونو له امله په سیلاب ځپلو سیمو کې تر پنځوؤ لکو زیاتې امیندواره یا حاملې میرمنې د ماشومانو د زېږیدون په اړه روغتیایي اسانتیاؤ ته سخته اړتیا لري او ډیرې نورې ښځې او نجونه د جنس پر بنسټ د تاوتریخوالي د زیاتیدونکي خطر سره هم مخ دي.

په پاکستان کې ۳ کروړ اؤ ۳۰ لکه خلک د وروستیو طوفاني بارانونو اؤ سیلابونو له امله اغيزمن شوي
چې بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دوي کې ۱۶ لکه ښځې او نجونې دي.

دملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې ویل شوي تمه کیږي چې په راتلونکې میاشت کې به تر 73,000 پورې میرمنې ماشومان وزیږوي، د دوې لپاره د تربیه شوؤ دایانو سره سره دروغتیا نورو اسانتياؤ ته ضرورت دی، او د نوؤ زیږېدلو یا زېږیدونکو ماشومانو پاملرنه ډیره مهمه ده.

د ملګرو ملتونو پاپولیشن فنډ وايي چې ډیرې ښځې او نجونې دصنفي توپیر په پر بنسټ د تاوتریخوالي له خطر سره مخ دي.

د UNFP په راپور کې ویل شوي چې امیندواره میندې او د ماشوم زیږونه د بیړني طبیعي پیښې انتظار نه شي کولی او دا یو داسې حالت دی چې مور او ماشوم دواړه ډیره پاملرنه غواړي .

د ملګرو ملتونو د پاپولیشن فنډ زیاته کړې چې په پاکستان کې د دوې اداره په ډيرو سختو شرایطو کې د امیندواره میرمنو او د نوو زېږیدلو ماشومانو د ژوند ژغورنې خدماتو ته دوام ورکوي.

د رپورټ ترمخه دسېلابونو له امله په سندهـ صوبه کې څه دپاسه زر روغتیایي مرکزونه په جزوي یا مکمله توګه تباه شوي او د بلوچستان په متاثره شوؤ سیمو کې هم ۱۹۸ د روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي دي.

په بلوچستان کې د روغتیا دنړیوالې ادارې ډبلیو ايچ او یو ماهر ډاکټر رحمت الله وي او ای ډیوه ته وايي دبلوچستان په ۳۱ ضلعو کې لویې لارې او سړکونه اوبو وړې دي اؤ د ښځو او د نجونو د روغتیا تر مرکزونه لاس رسی له ستونزو سره مخ دی.

هغه وایي هغه ښځې چې ماشوم یې په نس وي،د ضلعې او د تحصیل تر روغتون هم ځان نه شي رسولی.

د ملګرو ملتونو دپاپولیشن فنډ استازي ډاکټر قادروف ویلي چې د دوي اداره د یو شمیر چلنجونو سره سره د بشري مرستې او روغتیایی اسانتياؤ د ورکولو تکل کوی.

د ملګرو ملتونو د پاپولیشن فنډ وايي چې د پاکستان په سیند، بلوچستان، خیبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې یې د 8,311 د ښځو دکټونو، د 7,411 د نوؤ زیږیدلو ماشومانو د کټونو، او 6,412 د کلین ډیلیوري یا پاکې زېږیدنې دکټونو ویش پیل کړی دی.

د پاکستان ۲۰۱۹ ډیموګرافک سروی وايي چې په بلوچستان کې په یو لک ښځو کې دماشومانو د زېږېدو په مهال ۲۹۸ ښځې د روغتیایي اسانیو د نه لرلو له امله خپل ژوند دلاسه ورکوي خو د طب ماهرین بیا دغه شمیره ۸۰۰ ښایي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG