لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: ښکاري د ټي ټي پي او پاکستان مذاکراتي عمل ځنډېدلی دی


لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان پرون ويلي چې د ګل/ دوشنبې په ورځ [5 ستمبر] په شمالي وزیرستان کې د پوځ سره د شوې نښتې زمه واري من، په دغه نښته کې د پاکستان د پوځ په وینا د يو پوځي افسر [کپتان] په ګډون پینځه عسکر وژل شوي وو.

ټي ټي پي، د پاکستان حکومت او پوځ د خبرو ختمېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي خو څیړونکي وایي دا اوسني بریدونه څرګندوي چې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره د پاکستان د حکومت د خبرو پروسه ځنډیدلې او ټي ټي پي په حکومت د فشار زیاتولو د پاره به بیا بریدونو ته دوام ورکړی.

د پاکستان پوځ د ګل/ دوشنبې په ورځ ورځ ویلي وو امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په بویا سیمه کې د وسله والو خلاف د استخباراتي معلوماتو په بنیاد عملیات کول چې وسله والو پرې ډزې شروع کړې.

او د ډزو په تبادله کې پېنځه عسکر او څلور وسله وال ووژل شو.

خو د تحریک طالبان ویاند محمد خراساني دعوه کړې چې په نښته کې يې پينځه پاکستاني پوځيان چې پکې کپتان شامل دی وژلي او څلور ژوبل کړي دي. ټي ټي پي په نښه کې د خپلو دوه وسله والو وژل هم تاييد کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پوځ او ټي ټي پي ترمینځ دا تازه نښته په داسې حال کې شوې چې د حکومت سره د خبرو پرمهال ټي ټي پي د مې میاشتې نه بلې اعلامې پورې ډزبندۍ ويلي وو.

د شمالي وزیرستان سره تړاو لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي د حکومت او د تحریک طالبان ترمینځ په درې نکتو خبرې ولاړې دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، یو دا چې طالبان د قبایلي ضلعو پخوانی حثیت په ځای کولو غوښتنه کوي، بل دا چې دوی به وسله نه ږدي او د وسلې سره به خپل تنظیم بحال ساتي، او درېیمه غوښتنه چې د تحریک طالبان پرضد به بيا ځمکني او هوایي عملیات نه کیږي.

هغه وویل د ډزبندۍ پرمهال طالب وسله وال نور مضبوط شوي د قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډویژن سره د صوبې په نورو سیمو کې لیدل شوي دي.

هغه وویل دا تازه بريد د پاکستان حکومت ته واضح پېغام دی او د فشار زیاتولو د پاره به نورو بريدونو ته دوام ورکړي.

د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان سره وروسته له هغې خبرې پېل کړې چې تیر کال افغان طالبانو د کابل واک نیولو وروسته ورسره په پاکستان کې وسله وال بریدونه سیوا شوي وو.

د پاکستان حکومت ویلي وو د افغان طالبانو په مینځګړیتوب یې ټي ټي پي سره خبرې پېل کړی شوې وې.

د عسکري چارو کارپوهه او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر محمد سعد وایي دا بریدونه څرګندوي چې د حکومت او ټي ټي پي ترمینځ د خبرو پروسه ختمه شوې او دواړه خواوې یو بل پرضد بریدونو ته اړ شوي دي.

هغه وویل یواځې پاکستان ته به د ناامنۍ مخه نیول مشکل وي او په دې اړه د افغان طالبانو سره خبر کول پکار دي چې دوی هلته هم حالات قابو کړي.

هغه وویل حالت انتهایي کړکېچن دي او هره ورځ په ملک کې د ترهګرۍ پیښې کیږي او د ترهګري پرضد مرکزي او صوبې حکومتونه يوه خله نه دي او دا به نور مشکل جوړ کړي چې بیا به پوځ په عملیاتو کولو مجبور وي.

د پاکستان پوځ د کال 2004 نه په قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډویژن کې وخت په وخت د وسله والو پرضد په پراخه کچه پوځي عمليات کړي او بیا په 2017 کې دا عملیات د ردالفساد په نوم ټول هیواد ته غځول شوي وو.

د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي چې د ترهګرو ملا ماته کړی شوې خو په ملک کې بيا هم وخت په وخت د وسله والو بريدونه دوام لري.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي].

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG