لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني روپۍ بیا مخ په ښکته روانه شوې ده،د ډالر نرخ کې تر څلورو روپو زیاته اضافه


PAKISTAN-STOCKS/
PAKISTAN-STOCKS/

د پاکستاني روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ نور هم په بره تللی دی اؤ دجمعې په ورځ دپاکستان دننه بینکونو کې یو ډالر په 229 روپۍ اؤ 50 پیسو تبادله شوی دی.

دکاروباري هفتې په وروستۍ ورځ پاکستاني روپۍ خپل ارزښت بایللی اؤ ډالر روپۍ اؤ 8 پیسې په بره تللی دی.

دپاکستاني رسنیو په وینا دا مهال دپاکستان په خلاص مارکیټ کې یو ډالر په 234 روپۍ خرڅیږي.

تر دې وړاندې تېره ورځ هم په بینکونو کې د ډالر بیه دوه روپۍ لوړه شوې وه.

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحادیې مشر ملک بوستان وایي، د مالیاتي اداري ایي ایم ایف څخه یو ارب ډالرہ قسط ترلاسه شوی خو په ملک کې د سېلابونو له امله ولاړ‎و فصلونو ته 20 اربه روپۍ ډالرہ تاوان اوښتی چې له امله یې پاکستان د ګاونډي هېوادونونه خوراکي توکي په خصوصي توګه سبزیانې راغواړ‎ي د کوم سرہ چې د پاکستان درامدي بل سېوا کيږ‎ي او د هغې په وجه روپۍ د فشار ښکار دہ.

ملک بوستان وایي بله دا چې په ایران د نړ‎یوالو بندېزونو له امله د دغه هېواد سرہ په نغدو پېسو تجارت کيږ‎ي او د هغې له امله د ډالر طلب هم سېوا شوی دی.

د نوموړ‎ي په خبرہ د عمرې دپاره هم خلک سعودي عرب ته ځي په روپۍ د هغې فشار هم دی او بله دا چې د متحدہ عرب اماراتو قانون جوړ‎ کړ‎ی چې هر مسافر به په هوایي اډہ 5000 درهمه ښکارہ کوي چې له وجې يې د ډالر طلب سېوا شوی دی.

د تېرې میاشتې اګست د 16م راهسې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بیعه د 240 روپو نه بیرته 213 روپو ته راکوزه شوې او د پاکستان دوست هېوادونو سعودي عرب او متحدہ عرب اماراتو ویلي وو چې پاکستان ته به څلور اربه ډالرہ ورکړ‎ي چې د زر مبادله ذخیرہ یې د کمېدو څخه بچ شي خو ويل کيږ‎ي دغه پیسې تراوسه نه دي ورکړ‎ی شوي.

د اګست په 26 د پاکستان سټېټ بېنک ویلي وو د پاکستان غېر ملکي مجموعي زر مبادله ذخیرہ 13اربه او 40کروړ‎ہ ډالرہ دہ او تراوسه پورې د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ 5.29 فیصدہ را غورځېدلې دہ.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG