لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ د يو بې درکه تن نن عدالت ته د وړاندې کولو حکم کړی


د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضى اطهر من الله امر کړی په زوره لادرکه کړی شوي تن دې نن د شورو يا چهارشنبې په ورځ عدالت ته وړاندې کړی شي او که داسې ونه وشو نو د استخباراتي ادارو ايي اېس ايي، اېم ايي، ايي بي چارواکي به عدالت ته وړاندې کيږي او د رياست د ناکامۍ سپيناوی به کوي.

د اسلام اباد څخه د بې درکه شوي تن د اورېدنې په مهال چيف جسټس اطهر من الله د اسلام اباد د پولیسو مشر ته ويلي چې هر څه د زغملو نه وي.

د اسلام اباد هايکورټ د وړاندې نه په يوه فېصله کې ويلي چې د يو تن د بې درکه کېدو زمه واری به پولیس او اړونده لوړ پوړي چارواکي وي.

د بې درکه کسانو وکالت کوونکي وکيل کرنل ريټايرډ انعام الرحيم وايي هغه په دې باور چې د عدالتونو د لارې به د بې درکه کسانو مسله هواريږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي ويلي، عدالت به خپل حکومت په اړونده ادارو مني او چې کله عدالتي حکم منل پېل شي دا مسله به ورسره هوارېدل هم شروع شي.

د نوموړي په خبره د بې درکه کسانو مسله د هیواد او ادارو دواړو دپاره زيانمنه ده، د بشري حقونو ادارې او يورپي اتحاد هم په دې غبرګون څرګند کړی ځکه اېف اې ټي اېف د پاکستان نوم د خړ فهرست څخه نه دی ويستی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ د هیواد دننه په جبري توګه د لادرکه تنانو په مقدمه کې اسلام اباد هایکورټ ته وړاندې شوی او عدالت ته یې باور ورکړی چې په جبر دخلکو دلادرکۍ ستونزه به هواروي.

عدالت په جبري توګه د لادرکه تنانو په اړه مقدمه کې مرکزي حکومت ته د پرمختګ لپاره د دوو مياشتو وخت ورکړی او د نومبر په 14 نيټه یې رپورټ غوښتی دی.

د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله ویلي که د ایین مطابق عمل نه کېږي نو ټولو له کورونو ته تلل پکار دي.

په پاکستان کې د خلکو د لادرکۍ ستونزه نزدې 20 کاله زړه ده او د لادرکه تنانو خپل خپلوان او د بشري حقونو تنظيمونه د دې تور د هېواد د پوځ په طاقتورو خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي.

په پاکستان د لا درکه تنانو د قضيو د هواري حکومتي کمېشن په خپلو جارى کړو وروستیو شمیرو کې ویلي چي د تېر اګست په میاشت کې د 95 نورو کسانو د لادرکۍ قضيې درج شوي او داسې د سږني کال په لومړیو اتوو مياشتو کې د ورکو خلکو شمېر تر 488 رسېدلی دی.

د کمېشن د شمېرو له مخې د کمېشن د جوړښت نه تر اوسه پورې د 8699 کسانو د لادرکه کيدو مقدمې ثبت شوي چې په کې په 6513 کېسونو کار مکمل شوی او د 2000 څخه په زياتو قضيو کار لا هم د ځنډ ښکار دی خو د لادرکه بلوڅانو او پښتنو د حقونو فعالان دا شمېرې له دې هم زياتې ښایي او دعوه کوي چې د 40000 نه زيات کسان ورک دي.

د بلوڅانو او پښتنو د حقونو مبارزين وايي اوس هم د بلوچستان په ګډون د خېبرپښتونخوا د قبایلي ضلعو څخه په مرموز ډول خلک پورته کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG