لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې په ډینګي وایرس داخته ناروغانو شمیر تر3000 اوښتی دی


د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي په صوبه کې د سېلابونو له امله د ډينګي ناروغي زياته شوي ده او په ډینګي ناروغۍ داخته کسانو شمېر دریوؤ زرو ته رسېدلی دی.

د ډینګي ناروغۍ زيات کېسونه په مردان، هري پور، نوښار، پېښور او خېبر ضلعو کې مخې ته راغلي دي۔

خېبر پښتونخوا کې د ډينګي دمخنيوي دپروګرام مشر ډاکټر قاسم اپريدي ويلي په دې پينځوؤ ضلعو کې نوي فيصده کېسونه رپورټ شوي دي، تر ټولو زيات دولس سوه د ډينګي کېسونه په مردان کې مخې ته راغلې دي.

نوموړي وي او ای ډیوه ته ويلي تېر کال 14 زره کېسونه مخې ته راغلي وؤ، سږکال د ډينګي خوريدو کې لا هم دوه مياشتې پاتې دي.

ډاکټر قاسم اپريدي ويلي د تېر کال مقابله کې کېسونه کم دې خو چې موجوده څومره د ډينګي بيماران مخې ته راغلي دا هم د انديښنې وړ خبره ده۔

"ډينګي ماشي په ګرم او تر موسم کې زيات وي، دپشکال موسم کې دا ډير وي، دا ځل سېلاب هم راغلی او د دې له وجې د کېسونو شمېر يو په دوه شو، ددې ماشو پېدوار په اوبو کې زياتيږي او د سېلاب د اوبو د وجې هر اړخ ته اوبه دي او د ډينګي او مليريا د زياتېدو امکان زيات وي"

د مردان دضلعي انتظاميې چارواکي وايي په ضلعه کې يي دفعه 144 لګولې ده۔

ضلعي انتظامي د ټایرونو او دکباړ دسامان په ډاګه اېښودلو باندې بندیز لګولی دی۔

مردان کې د ډينګي ناروغۍ د مخنيوي د پروګرام مشر ډاکټر مصدق خان وايي چې څوک د دې بندیزونو خلاف ورزي کوي د هغوي په ضد قانوني کاروايي کيږي.

"د دفعه 144 په خلاف ورزۍ څه کسان نيول شوي هم دي، دوه يونين کونسلې ډيرې متاثره دي، يو شيرګړهـ او يو بابوزۍ ده، زمونږ د صحت محکمې ټېمونه لګيا دي خلکو ته احتياطي تدابير ورکوي"

د صوبایي حکومت چارواکي وايي په پنځوؤ حساسو ضلعو کې يې د ډينګي ماشي د وژلو د پاره سپری شروع کړي ده، مچردانۍ تقسيموي او د ډينګي ويړيا ټسټونه کوي۔

د پېښور دليډي ريډنګ روغتون وياند محمد عاصم ډيوه ته وويل هسپتال ته د ډينګي مريضانو راوړلو شمېر کې زياتوالی راغلی دی.

"د هسپتال انتظاميې په دې اړه ميټنګ کړی دی، څلیريشت ساعته ماهران ډاکټران موجود وي، او د ډينګي مريضانو د پاره يې يو وارډ هم ځانګړې کړی دی"

ډاکټران وايي ډينګي ناروغي د تېرو څو کالو نه هر کال د ګرمۍ په موسم کې راځې، د دې دمخنيوي يوارینۍ لار احتياط کول دي،د ولاړو اوبو ختمول، په کور کې د اوبو لوخي پټ ساتل، د ماشو نه دبچ کيدو دوايانې لګول، دمچردانۍ استعمال او د ماښام په وخت کې ځان د ماشو د چيچلو نه بچ ساتل کولی شي چې دې کېسونو کې کمی راشي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG