لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاضي فایز عیسا:سوات کې دجینکو په سکولونو برید کوونکو ترهګرو سره مذاکرات دچا په وینا کیږي؟


دپاکستان دسپریم کورټ جج قاضي فایز عیسا ویلي کوم ترهګر چې سوات کې دماشومانو جینکو په اسکولونو حملې کوي هغوي سره دچا په وینا اؤ څه مذاکرات کولی شي؟

اسلام اباد کې نړیوال قضایي کانفرنس ته خپله وینا کې قاضي فایز عیسا ویلي سوات کې چې په کوم اسکول ترهګرو برید کړی ؤ هغه بیا تر پینځوؤ کالو تړلی پروت ؤ ، یو شمیر نورې تعلیمي ادارې هم الوځول شوې دي.

دهغه وینا وه چې دناموس په نوم دښځو وژنه هم یوه ستونزه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال په اکتوبر کې پاکستان دافغان طالبانو په منځګړتوب دپاکستاني طالبانو تحریک سره دسولې خبرې پیل کړي دي اؤ سږکال دمئ په میاشت کې دواړو خواو ډزبندي هم اعلان کړې ده خو ددې باوجود هم پاکستاني طالبان خېبر پښتونخوا اؤ قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو اؤ دامن جرګو په غړو بریدونه کوي اؤ ددغو بریدونو ذمه واري هم پغاړه اخلي.

په میډيا داسې رپورټونه هم مخې ته راغلي چې طالبان یو وارې بیا دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو ته راګرځیدلي اؤ دخېبر پښتونخوا یو شمیر سیمو کې دطالبانو دبیا راپورته کېدو پرضد د ولس لخوا احتجاجونه هم شوي دي.

پاکستان کې سیاسي مشران،دبشري حقونو فعالین ،خبریالان اؤ په کال ۲۰۱۴م کې دپېښور په ارمي پبلک سکول شوي ترهګریز برید کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ هم په دې مذاکراتو نیوکې کوي او وایي پوځ پخپل سر طالبانو سره د روغې جوړې واک نه لري.

قاضي فایز عیسا قضایي کانفرنس ته دخپلې وینا پرمهال پوښتنه کړې ده چې ترهګرو سره د مذاکراتو اجازه چا ورکړې ده اؤ چا دې ترهګرو سره دمذاکراتو کولو وړاندیز کړی دی ؟

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین تیره میاشت پېښور کې دعوامي نیشنل ګوند لخوا رابلل شوې قامي امن جرګې ته خپله وینا کې دعوه کړې وه چې طالبانو سره مذاکرات روان نه دي بلکې شوي دي اؤ سیمې هم طالبانو ته سپارل شوې دي.

خو دپاکستان پوځ بیا په ټولنیزو رسنیو دطالبانو د واپسۍ دعوې بې ځایه بولي اؤ پخپل یو بیان کې یې واضحه کړې ده چې دغه دعوې له مبالغې ډکې دي چې یوازې دپروپیګنډې په توګه کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د فاټا ريسرچ سنټر دشمېرو ترمخه د خېبر پښتونخوا قبايلي ضلعو کې د جون د وړومبۍ نېټې نه تر12م ستمبر پورې په 97 پېښو کې 150 نه زيات تنان وژل شوي دي.

دا شمیرې په ډاګه کوي چې په قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښو کې تر150 زياتو وژل شوؤ کسانو کې 45پينځه د امنيتي ادارو غړي، 54ځايې خلک او د 50 نه زيات وسله وال شامل دي.

د پېښور پوهنتو د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف د ډیوه خبریال ارشد مومند ته ویلي"ښکاري چې بيا دلته حالات د کال 2001 اړخ ته روان دي"

هغه وایي "په سوات کې طالبان وليدلی شول، په وزيرستان کې هدفي وژنې روانې دي او په تېراه کې بيا خلکو کډې وکړې، ګو چې دا واقعات په وړه کچه دي خو دلته خلک وړانډې ترهګرۍ ځپلي، کورونه یې وران شوي او اندېښمن دي"

په میډيا داسې رپورټونه مخې هم مخې ته راغلي دي چې طالبان اوس دپاکستان دپارلیمان دغړو اؤ شتمنو خلکو نه دټیلي فون دلارې دقلنګونو غوښتنې کوي اؤ دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ یو شمیر غړي له ویرې یا خو اسلام اباد ته منتقل شوي دي یا له ملکه وتلي دي.

په تېرو دوؤ ورځو کې هم د پي ټي ایي د یو وتلي مشر اؤ دقامي اسمبلۍ دغړي شهریار اپریدي اؤ دعوامي نیشنل پارټۍ دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ دغړي فیصل زیب په کورونو بمي بریدونه شوي دي.

دمیډیا رپورټونه وایي دا بریدونه دقلنګ نه ورکولو پسر دهغوئ په کورونو شوي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG