واشنګټن ــــ د ایران په شیراز ښار کې د شیعه مسلمانانو په یو مشهور زیارت «شاه چراغ» کې یو وسلوال تن پر خلکو ډزې کړې دي چې د چارواکو په وینا 15 تنه یې وژلي او 40 نور یې ټپیان کړي دي.
د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا د پېښې د عیني شاهدانو له خولې لیکلي چې بریدکوونکي په یو موټر کې راغلي او د زیارت په دروازه کې یې پر زیارت کوونکو او پالونکو ډزې کړې دي.
رپوټونه وایي په وژل شویو او ټپیانو کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ایران عدالت پر خپله رسمي ویبپاڼه ویلي چې د برید په تړاو یې دوه وسلوال کسان نیولي دي او درېیم تن تښتېدلی دی.
د ایران یوې خبري ویبپاڼې- چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا ته نیژدې ګڼل کېږي- ویلي چې برید کوونکي بهرنیان وو، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
د ایران سرکاري ټیلیویژن د برید تور د سني مسلمانانو پر توندرو ډلو- چې په دې هېواد کې "تکفیریان" بلل کېږي- ور اچولی، چې په تېرو وختونو کې یې هم د دې هېواد پر اکثر شیعه مسلمانانو د بریدونه ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي.
ایراني چارواکو دا "د ترهګرۍ برید" بللی دی، خو تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې برید ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې.
دا برید په داسې وخت شوی چې پرون د دې هېواد په ګڼ شمېر ښارونو کې د کردۍ مېرمنې مهسا امنیتي د مړینې څلوېښتي لمانځل کېده او خلک د هغې د قبر په ګډون په نورو ښارونو کې هم احتجاجونو ته را وتلي وو.
د ایران ایسنا خبري ایجسنۍ ویلي، د مهسا امنیتي په هدیره کې شاوخوا لس زره کسان را غونډ شوي وو او وایي هلته د امنیتي ځواکونو او خلکو تر منځ له نښتو وروسته انټرنیټ بند شو.