د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د مخکښ علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه کې کوم پرمختګ نه دی شوی او ځنډول شوې ده.
د علي وزير وکيل شعېب سدوزۍ وي او اې ډیوه ته وويل، پرون د ګل/ دوشنبې ورځ [31 اکتوبر] د پېښور هايکورټ په بنو رجسټرۍ کې د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنې دپاره ټاکل شوې وه خو سرکاري ريکارډ عدالت ته نه وو راوړل شوی ځکه اورېدنه بې د کومې کارروايۍ وځنډول شوه.
هغه وويل، د اورېدنې دپاره بله نېټه نه ده ورکړل شوې خو دوی تمه لري چې په راتلونکې اوونۍ کې به بله نېټه وټاکل شي.
په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نورالله ترين د بنو د اورېدنې په اړوند په ټویټر ويلي، حسب روايت سرکاري وکيل ريکارډ راوړل هېر کړي وو.
د وکيلانو په وينا په بنو کې د علي وزیر د ضمانت په خواست دا درېمه اورېدنه وه، لومړۍ اورېدنه په 29 ستمبر او دوېمه په درېم اکتوبر شوې وه.
علي وزير چې د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، په 25 اکتوبر عدالت په هغه مقدمه کې بري کړی په کومه کې چې هغه نيول شوی وو.
دا وخت په کراچۍ کې د علي وزير پرضد درې نورې مقدمې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې روانې دي، په کوم کې چې د نوموړي ضمانتونه منظور شوي دي.
د هغه د وکیل قادر خان په وينا، په يوه مقدمه کې يې نن په لومړي نومبر، په بله مقدمه کې يې په څلورم او په درېمه کې نهم نومبر د اورېدنې دپاره ټاکل شوي دي.
د علي وزير د ضمانت په خواست چې اوس په بنو کې د پېښور هايکورټ په رجسټرس کې کومه اورېدنه روانه ده دا مقدمه د نوموړي پرضد د کال 2020 د نومبر په 15 نېټه د شمالي وزيرستان د میرانشا په تاڼه کې درج شوې چې پکې 121، 123، 124 A، 504، 505،506 او لوډ سپيکر اېکټ مادې لګول شوي دي. د وکيلانو په وېنا دا مادې د بغاوت، رياست او رياستي ادارو د سپکاوي او په ضد يې د خلکو راپارولو په تور کې لګول کيږي.
د نوموړي وکيلان وايي علي وزير ته چې په بنو کې ضمانت ترلاسه شي، هغه به د زندان څخه خوشی شي.