لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين کې په ويغور مسلمانانو باندې د رياستي ظلمونو پرضد د پنځوسو هېوادونو اعلاميه


پېښور - د ملګرو ملتونو پنځوسو غړو هېوادونو ګډې اعلاميې وروسته بیان چې د کاناډا لخوا د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو ته د عمومي اسمبلۍ د دریمې کمیټې په غونډه کې د اکتوبر په ٣١ مه وړاندې شوی دی، په اعلاميه کې د چين له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د اګست د ۳۱مې نېټې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر رپورټ سپارښتنې عملي کړي.

په هغه رپوټ کې سپارښتنه شوې چې "په سینکیانګ کې د ټولو هغو کسانو د خوشې کولو لپاره ګړندي ګامونه واخيستل شي کوم چې د دوی له ازادۍ څخه بې برخې شوي دي، او په سمدستي توګه دې هغه ورک شوي کورنۍ د غړو ځايونه وښودل شي او د کورنو سره دې د خوندي تماس او بیا یوځای کیدو اسانتیاوې ورکړل شي."

د عالمي اړيکو کارپوهه پروفېسر خورشيد خان وايي، د ٥٠ هېوادونو دغه ګډه اعلاميه يو داسې موثره غږ ګڼل کيږي چې د ويغور مسلمانانو سره د روان ظلم سلوک په اړه په چين فشار راوستې شي.

”د چين ويغور مسلمانانو سره روان سلوک او ظلمونو ودرولو دغه غوښتنې چې نه يوازې نړيوال شري حقونو تنظيمونه او ملګري ملتونه کوي بلکه د غربي نړۍ هېوادونه چې د بشري حقونو په اړه ډېر حايت لري هغوي هم دا غوښتنې کوي. زه ګڼم د دې لارې به په چين فشار زياتيږي او دويمه مرحله کې د دې بشري حقونو سرغړونې لپاره چين د بنديزونو سبب هم جوړېدی شي“.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې مېشل بچلېټ چې د اګست په مياشت کې د ځنډ ښکار رپورټ خور کړی وو چې پکې د پلټنو د مخه په چين کې د لږکيو ډلو بشري حقونه پايمال کړل شوي. دغه رپورټ څرګنده کړی وه “د ويغورو او نورو مسلمانانو ډلو د يو اړخيز او انتقامي کاروايۍ په ترڅ کې نيول او بندي کولو کچه ښايي چې د دغه خلکو بنيادي انساني حقونه پايمال کيږي او دا امکان لري چې د نړيوال جرمونو سره سره په خصوصي توګه د بشري حقونو خلاف يو جرم وګرځول شي”.

د بشري حقونو کمېشن پاکستان د خېبرپښتونخوا پخوانی مشر او د هايي کورټ ريټارډ قاضي شېر محمدخان وايي، هر څو چې دغه د ويغور مسلمانانو پرضد د چين له خوا په رياستي کچ د بشري حقونو سرغړونې د اوږدې مودې روانې دي او نه د مسلمان هېوادونو تنظيم OIC پرې غلی پاتې دی بلکه د پاکستان دننه مذهبي ډلو له خولې پرې هم يو غږ نه اورېدی کيږي، خو اوس ورځ تر بله شعور سېوا کيږي او نړۍ کې په دې اړه راپورته غږونه داسې دي چې راروان وخت کې به نور هم زيات شي ، زکه چې چين يوازينی هېواد دې چرته چې مسلمانان د عقيدې او کلتور په اساس ځورول کيږي خو دا لړۍ اس غندل کيږي او د ويغور مسلمانانو غږونه ورسره مضبوطيږي.

د بشري حقونو نړيوال تنظيمونو رپورټونو تر مخه چين د ١٥ لکه سخه زيات مسلمانان تش د مذهب او کلتور پلوي کولو پر سر په بندي خانو کې ايثار کړي او بيا ددوي سخه حبري مشقت اغيستو تر څنګ د دوی سره جنسي تيری هم تر سره کيږي.

خو چين دغه رپورټونه ردوي او وايي دا ودانۍ چې ويغور مسلمانان پکې ساتل کيږي بندي خانې نه دي بلکې دې خلکو ته د کار هنر د طريقو زده کولو مرکزونه جوړ کړل شوي دي چې د مذهبي تندلارۍ او ترهګرۍ مخه پرې ونيسي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG