لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیره اسماعیل خان کې دڅلورو ترهګرو د وژلو دعوه شوې،دیر کې وسله والو دلیویز ځواک حوالدار وژلی


امنیتي چارواکي وایي دخیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې دپوځ اؤ پولیسو په ګډو عملیاتو کې څلور ترهګر وژل شوي اؤ دهغوئ یو شمیر ځالې له مینځه وړل شوې دي.

په عین حال کې دکوز دیر په اسبڼ سیمه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو د دیر لیوي ځواک یو حوالدار وژل شوی دی اؤ برید کوونکي دپېښې له ځایې څخه تښتېدلي دي.

دا پېښې په داسې حال کې رامخې ته شوي چې په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد اؤ دامن دغوښتنې په پلوۍ د احتجاجونو لړۍ پیل شوې ده اؤ په ریاست تورونه لګول کیږي چې دکله نه یې طالبانو سره مذاکرات پیل کړي نو ترهګر بیا په سیمه کې یوځل بیا فعال شوي دي.

د عوامي نيشنل ګوند صوبايي صدر ايمل ولي خان وايي په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په زياتېدونکو پيښو د صوبایي حکومت خاموشي د جنايت ډک عمل دی.

د نهې یا سه شنبې په ورځ دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو پخپل یو بیان کې ویلي د ډیره اسماعیل خان په مډي سیمه سیمه کې پولیسو داستخباراتي ادارو اؤ سیکورټي فورسز سره په ګډه دترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې څلور ترهګر وژل شوي دي.

پولیسو پخپل بیان کې دترهګرو پېژندګلو نه ده واضحه کړې اؤ دا یې هم نه دي ویلي چې تعلق یې دکومې ترهګرې ډلې سره ؤ خو وایي وژل شوي ترهګر په پوځ اؤ پولیسو بریدونو اؤ دترهګرۍ نورو پېښو کې ککړ وؤ.

دپولیسو په ببان کې ویل شوي په دې عملیاتو کې دترهګرو نه لاسي بمونه، وسله اؤ چاودیدونکي مواد ترلاسه شوي دي اؤ دهغوئ یو شمیر ځالې هم له مینځه وړل شوي دي.

دپاکستان بیلابیلو سیمو کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وخت په وخت عملیاتو کې دترهګرو د وژلو دعوې کوي خو زیاتره وخت بیا څېړونکي په دغو دعوؤ شکونه هم کوي اؤ دعوې کوي چې پولیس اکثره نیول شوي کسان دعدالت پشي شا ووژني اؤ هغې ته بیا دپولیس مقابلې نوم ورکړي.

په عین حال کې د نهې په ورځ امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې دکوز دیر په اسبڼ کالا ډیرۍ سیمه کې نامعلومو وسله والو د دیر لیویز یو حوالدار وژلی دی.

دغه سرچینو د وژل شوي حوالدار پیژندګلو دشیرزلم په نوم کړې ده اؤ وایي په موټر سایکل سورو وسله والو په شیرزلم ناتاره ډزې کړي چې پکې هغه په ټکي مړ شوی اؤ وسله وال دسیمې څخه تښتېدلي دي.

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې چې پکې یو شمیر امنتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

تیره میاشت په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په اړه خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل يو رپورټ کې ویلي وؤ په قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه شوې او د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ په 42 حملو کې د 24 امنیتي اهلکارو په ګډون 40 کسان وژل شوي او ټول 77 کسان پکې ټپيان شوي چې پکې 19 امنیتي اهلکار هم شامل وو.

د رپورټ ترمخه په رېکارډ کړل شوو بريدونو کې د امنیتي ځواکونو د مرګونو کچه 60 فيصدي ته پورته شوې چې ښايې امنیتي ځواکونه د ترهګرو بنيادي هدف وو.

دا په داسې حال کې ده چې دصوبې په بیلا بیلو سیمو کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد داحتجاجونو لړۍ هم روانه ده اؤ په دې احتجاجونو کې سیاسي مشران اؤ ټولنیز فعالان په ریاست نیوکي کوي چې دپردې ترشا دترهګرو سرپرستي کوي اؤ طالبان یې یو ځل بیا دمذاکراتو په نتیجه کې پښتونخوا کې فعال کړي دي.

د عوامي نيشنل ګوند پخپل یو وروستي بیان کې ويلي دي چې په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په زياتېدونکو پيښو د صوبایي حکومت خاموشي د جنايت ډک عمل دی.

هغه ویلي دا د اندېښنې وړ خبره ده چې ترهګر له وزيرستان نه باجوړ، سوات او چترال ته راغونډ شوي دي خو حكومت يې په ضد ګام پورته كولو نه ډډه كوي.

خو بل لوري ته دخیبر پښتونخوا حکومت دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ دصوبایي حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سیف تېره اوونۍ ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ چې حکومت دامن دټینګښت نه غافله نه دی اؤ په سوات کې کوم حالات رامنځته شوي وؤ دهغې مخه نیول شوې ده اؤ طالبان اوس هلته فعالیت نه لري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG