لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت د ټي ټي پي د بیلابیلو ډلو ترمنځ اختلافاتو ختمولو کې د منځګړتوب وړاندیز کړی


دخیبر پښتونخوا حکومت دپاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي دبیلابیلو ډلو ترمنځ اختلافاتو ختمولو ته راوړاندې شوی اؤ په دې لړ کې یې د ثالث په توګه د کردار ادا کولو وړاندیز هم کړی دی.

دصوبایي حکومت ویاند بیرسټر سیف دطالبانو په بیلابیلو ډلو غږ کړی چې دوئ باید معاملې دخبرو اترو دلارې هوارې کړي او دطالبانو نه مرورې دحافظ ګل بهادر ډلې ته یې هم ټي ټي پي اؤ حکومت سره مذاکراتو ته دکښیناستو وړاندیز کړی دی.

خو په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني لیډر سردار حسین بابک دبیرسټر سیف څرګندونو ته خپل غبرګون کې وایي بیرسټر سیف دحکومت نه بلکې دطالبانو ترجمان دی.

وي او ای ډيوه ته سردار حسین بابک ویلي "دا سړی دیوې بین الاقوامي ایجنډې اؤ دجنګي اقتصاد نه دګټو ترلاسه کولو په اساس دلته کېښنول شوی اؤ دپښتنو دلکونو،زرګونو شهیدانو ،دهغوئ د وارثاؤ ،دکونډو،یتیمانو اؤ ماشومانو په زخمونو مالګي دوړوي"

دطالبانو دبیلابیلو ډلو ترمنځ اختلافاتو ختمولو کې دثالث په توګه د رول ادا کولو دا وړاندیز دصوبایي حکومت ویاند دپېښور یوې ځایي رسنۍ وحدت نیوز سره خپله تازه مرکه کې کړی دی.

هغه دټي ټي پي نه دمرورې حافظ ګل بهادر ډلې په مشر حافظ ګل بهادر غږ وکړو "حافظ ګل بهادر صیب ته هم دا ویم چې پرېږده جنګ، راشه کښینه ،خبرې کوؤ، مونږه درته تیار یو،راځه مونږ سره کښېنه"

هغه دحافظ ګل بهادر په مخاطب کولو سره ویلي "ستا چې ټي ټي پي سره څه معاملات دي ،هغه ته پخپله ښه پوهیږې ،هغې کې که مونږ څه کردار ادا کولی شو،ستا اؤ د ټي ټي پي د روغې لپاره ،هغې لپاره هم مونږ تیار یو، اؤ تاسره هم روغې ته تیار یو"

دټي ټي پي په فعالیتونو ژور نظر لرونکی خبریال رفعت الله اورکزئ وایي دحکومت له لوري دطالبانو دبیلابیلو ډلو خپلو کې د رایوځائ کولو لپاره دثالث په توګه دکردار ادا کولو وړاندیز د زیات تشویش خبره ده .

هغه وایي ددې وړاندیز مطلب خپل ځان ته د اور راوړلو په معنا دي.

وي او ای ډيوه ته ښاغلي رفعت الله اورکزي ویلي یو لوري ته حکومت طالبانو ته ترهګر وایي اؤ بل لوري ته دهغوئ د رایو ځائ کولو خبرې کوي .

د ښاغلي اورکزي په وینا "دا چې کومې خبرې کیږي ،دا دکوم پلان برخه ده، ایا بیا ورته پښتونخوا داسې حواله کوي لکه څنګه چې دنن نه پینځلس کاله مخکې یې ورته څنګه سوات حواله کړی ؤ، وزیرستان یې په قبضه کې ورکړی ؤ اؤ دپښتونخوا ټولو ښارونو کې چرته نه چرته به طالبان وؤ"

په دغه مرکه کې چې کله خبریال دصوبایي حکومت د ویاند بیرسټر سیف مخې ته دعوامي نیشنل ګوند دمرکزي سکتر میا افتخار حسین دا پوښتنه کېښوده چې بیرسټر سیف څوک دی اؤ دچا په استازیتوب د طالبانو سره مذاکرات کوي ؟ نو هغه یې په جواب کې وویل:

"زما تپوس دې سراج الدین حقاني نه وکړی شي"

"زه څوک یم ؟ زما باره کې دې، دی (میا افتخار) تپوس وکړي،دی باید دټي‌ټي پي نه تپوس وکړي،دسراج الدین حقاني نه دې هم تپوس وکړي،دنورو خلکو نه دې تپوس وکړي"

هغه وویل افغانستان کې یې مدام یو کردار پاتې شوی دی، اؤ د ډاکټر نجیب دحکومت خلاف یې د حزب اسلامی دبیرغ لاندې دکال 1994نه تر 1999 پورې "جهاد" کړی دی.

بیرسټر سیف وویل کله چې تیره موده کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې دعوامي نیشنل ګوند حکومت ؤ نو هغوئ هم دطالبانو سره مذاکرات کول اؤ په دغه مذاکراتو پسې به سوات اؤ نورې سیمو ته ورتلل نو بیا اوس که دامن له خاطره مونږ مذاکرات کوؤ دوئ ته پرې څه اعتراض دی؟

دمخالفو ډلو غبرګون:

خو خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار بابک حسین بابک وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل عوامي نیشنل ګوند پخپله خاوره د بدامنۍ پرضد مخکې هم په میدان ولاړ ؤ اؤ نن هم پخپله زمکه دناامنۍ پرضد ملاتړلی ولاړ دی.

هغه نیوکه وکړه چې دتحریک انصاف حکومت ټوله صوبه تحریک طالبان ته سپارلې ده اؤ وایي "حکومت خو نن په نظر نه راځي ، وزیر اعلا باید خپله جامع پالیسي په ډاګه کړي اؤ ولس ترې خبردار کړي چې دوي دترهګرۍ پرضد څه تګلاره لري؟"

دښاغلي بابک په وینا" دوئ(حکومت) خو پخپله طالبان دي ، دوئ به چا سره خبرې کوي؟ ځان سره به خبرې کوي؟ بیرسټر سیف خو دحکومت ترجمان نه دی ، دی خو دطالبانو ترجمان دی، دی د جنګي اقتصاد دکاروباریانو ترجمان دی"

هغه په حکومت تور ولګولو چې دطالبانو وکالت کوي اؤ هغوئ ته لارې ورکوي.

"طالبانو په ټوله صوبه باندې قبضه وکړه ، دوئ یې تماشه کوي، دا یو سازباز دی اؤ دوئ دپښتنو دتباهۍ دمنصوبه سازو دلالان دي"

خو دسردار حسین بابک د تورونو برعکس پخپله دغه مرکه کې بیرسټر سیف ویلي ای این پي په خبره ځان نه پوهوي اؤ غیر سنجیده خلک دي.

هغه ویلي" زه خو بیا بیا وضاحت کووم چې ماته دپاکستان ریاست اؤ حکومت طالبانو سره دخبرو واک راکړی‌ ؤ میا افتحار ته که څه ستونزه وي نو دپاکستان د ریاست چې کومې ادارې دي هغوئ نه دې پوښتنه وکړي چې ماته دا واک چا راکړی دی"

هغه وایي کومې ادارې چې دطالبانو پرضد په جګړه بوختې دي هغوي په ده باور لري اؤ هم پرې طالبان هم باور لري" اؤ که میا افتخار حسین غواړي نو زه به ټي ټي پي ته وویم هغوئ به اعلامیه هم جاري کړي"

خو خبریال رفعت اورکزی پوښتنه راولاړوي چې که بیرسټر سیف دعوه کوي چې هغه د ریاست نماینده دی نو ایا ریاست اوس دومره کمزوری شو چې هغه طالبانو ته نورو ګروپونو دپخلاینې خبرې کوي ؟

پخپله دې مرکه کې بیرسټر سیف ویلي چې په لکي مروت کې دطالبانو لخوا دترسره شوي وروستي برید نه وروسته چې شپږ پولیس عسکر پکې وژل شوي وؤ .هم دوي دټي ټي پي مشرانو سره رابطې کړې دي اؤ احتمال یې ښودلی دی چې د روانې میاشتې تر پائ به دټي ټي پي مشرانو سره دخبرو اترو یو بل پړاؤ هم پیل کړي.

د ولسي احتجاجونو په هکله حکومت څه نظر لري؟

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد دسیاسي او ولسي مشرانو له لوري داحتجاجونو اؤ لاریونو لړۍ پیل شوې ده اؤ دوئ تور لګوي چې دکله نه حکومت طالبانو سره مذاکرات پیل کړي نو طالب وسله وال بیا پښتونخوا ته راننوتلي اؤ دلته دترهګرۍ ترڅنګ خلکو نه قلنګونه غواړي.

بیرسټر سیف وایي د ولسونو لخوا کیدونکي دا احتجاجونه یو جمهوري عمل دی اؤ ددې احتجاجونو نه حکومت ته هم پیغام رسیدلی اؤ طالبانو ته هم د ولس دریځ معلوم شوی دی اؤ وایي که له دې وروسته دوئ دطالبانو سره خبرې کوي نو لږ تر لږه طالبان به هم اوس په دې قانع وي چې ولس وسله په لاس دهغوئ واپسۍ منلو ته تیار نه دي.

سوات کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې هغه ویلي ، دا هرڅه دغلط فهمۍ په بنیاد شوي وؤ .

دهغه په وینا کله چې دحکومت اؤ طالبانو ډزبندي وشوه نو طالبانو دا وګڼله چې اوس خو روغه شوې ده اؤ دهغوئ ځینې کسان سوات راغلل خو وایي چې بیا کله بدې پېښې رامنځته شوې نو هغه طالبانو ته سوات نه د وتلو خواست وکړو اؤ هغوئ خپل وسله وال وویستل.

نوموړي ویلي کابل کې یې دمذاکراتو په مهال دټي‌ ټي‌ پي‌ مشرانو ته ویلي وؤ چې دوئ که پاکستان ته راستنیږي نو حکومت به ورته یوه لاره جوړوي ترڅو دقانوني مشکلاتو سره مخ نه شي ځکه چې دهغوئ ډله دلته کالعدم ګرځول شوې ده خو وایي طالبان نه وؤ پوهه شوي اؤ همداسې راغلي وؤ خو اوس دا معامله هواره شوې ده.

خبریال رفعت الله اورکزی وایي دپاکستان ادارې د تیر قابو یو نیم کال نه لګیا دي ټي ټي پي سره دسولې هڅې کوي اؤ په دې کې نه کامیابیږي نو بیا بیرسټر سیف څنګه دطالبانو په منځ کې دثالثۍ خبرې کوي.

هغه پوښتنه راولاړه کړه چې په کال 2014 کې دپېښور په ارمي پبلک سکول دترهګریز برید نه وروسته دترهګرۍ په ضد کومه بیانیه ریاست خپله کړې وه ،هغه بیانیه څه شوه؟ اؤ ایا ریاست بیا هم هغه زوړ ډګر ته وګرځيدو؟

بیرسټر سیف د پخواني پوځي امر جنرل پرويز مشرف په کابينه کې پاتې شوی او په کال 2020م کې چې کله د ايم کيو ايم سینیټر و د پاکستان په سینیټ کې یې په نورو سینیټرانو غږ کړی و چې په افغانستان او کشميرکې جهاد وکړي نو د پاکستان پوځ به يې ملګری وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG