لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې لخوا د ټي ټي‌ پي اؤ القاعده د مشرانو نومونه د نړیوالو ترهګرو نوملړ ته اچول به څه اغېز ولري؟


امریکې د القاعده شبکې څلور مشران اؤ د ټي ټي‌ پي مرستیال مشر د نړيوالو ترهګرو په حيث نومولي دي اؤ څېړونکي وایي دامریکې دغه ګام څرګندوي چې دترهګرۍ زياتيدونکي خطر باندې يې نظر ساتلی دی او په پاکستان کې زياتېدونکي ترهګریز فعالیتونه داندېښنې وړ ګڼي۔

دامریکې لخوا ترهګر نومول شوؤ کې دالقاعده دخودساخته مشر یا "امیر" اسامه محمود ترڅنګ د پاکستاني طالبانو دوهم مهم کمانډر مفتي حضرت(مشهور په قاري امجد) هم شامل دی چې تېر کال یې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د تاوتریخوالي 15کلن کمپاین چټک کړی دی.

د دفاعي چارو څېړنکار جنرل رېټايرډ طلعت مسعود دامریکا په دغه ګام وي او ای ډیوه ته خپله تجزیه کې وایي د امريکې دغه ګام څرګندوي چې د ترهګرۍ په زياتيدونکي خطر يې نظر ساتلی او په پاکستان کې زياتېدونکي دترهګرۍ فعاليتونه تر څومره حده د اندېښنې وړ دي۔

هغه وايي ، دا وليدلی شول چې څنګه د پاکستاني طالبانو ترهګر پاکستان راننوتل او په سوات او پخوانیو قبايلي سيمو کې او بيا په بلوچستان کې يي خپل ترهګریز فعاليتونه چټک کړل ۔

دنوموړي په وینا "دا په يقيني توګه چې نه يوازې د امريکې بلکې د پاکستان دپاره هم د تشويش وړ خبره ده او پکار ده چې په دې اړه د امريکې اوپاکستان د استخباراتي معلوماتو شريکولو په اړه همکاري هم نوره زياته شي"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه بیان کې ویلي، دا نومونه "زموږ د نه ستړي کېدونکو هڅو یوه برخه ده ترڅودا ډاډ ترلاسه شي چې ترهګربيا افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ لپاره د پلیټ فارم په توګه نه کاروي۔

د امريکه له خوا تر دې وړاندې هم يو شمېر ترهه ګر وخت په وخت د نړيوالو ترهه ګرو په نوملړ کي اچول شوې دي خو په پېښور کي مېشت خبريال مشتاق يوسفزيي وايي دا يو علامتي پرېکړه وي چې ددې سره د دغو ډلو په فعاليتونو نېغ په نېغه کوم فوري اثر نه پریوځي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وايي ، دا په علامتي توګه مهه پرېکړه ده ځکه چې دا وخت ترهه ګرو خپل فعاليتونه ډير تېز کړې دي خو بيا ددې سره په دغه فعاليتونو ځکه کوم اثر نه پريوځي چې دغه ډلې د فنډونو او مالي وسيلو ډېرې لارې لري ۔

امریکې دا ګام په داسې حال کې پورته کړی چې تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او په ټول ملک کې د حملو کولو وروسته يې په 30 نومبر په کوټه کې د پوليسو په ټرک ځانمرګی بريد او له دغې وروسته د نورو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [لومړي دسمبر] د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان او پاکستان په ګډون د ټولې سیمې لپارہ خطره ده.

هغه ويلي، "زمونږ ګاونډي او ورور ملک افغانستان چې د پاکستان له لوري ورته هر ډول مرستې او کومک ورکول کېږي، د هغوی لپاره هم بايد دا د فکر وړ خبره وګرځي".

امریکې په لومړي اګست په کابل کې د ډرون بريد د لارې د القاعده مشر ایم الظواهري وژلی او ويلي يې وو د طالبانو حکومت د القاعده مشر ته په ځای ورکولو د دوحې د تړون سرغړونه کړې ده.

خو طالبانو دغه بريد غندلی او د دوحې د تړون سرغړونه يې ورته ويلې وه. په افغانستان کې د تير کال د اګست د مياشتې راهسې واکمن طالبان وايي د دوحې تړون ته ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د نړيوالې ترهګرۍ دپاره کارېدو ته نه پرېږدي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG