لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انډونېشیا کې نړیواله غونډه: بین الافغاني خبرې دې پیل، ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم حق دې ورکړل شي


واشنګټن ـــــ پرون د افغانو نجونو د تعلیم په اړه د قطر او انډونېشیا په ګډه همکارۍ یوه نړیواله غونډه شوې چې پکې د ښځو پر ازادۍ او د نجونو پر تعلیم د بندیزونو لرې کولو غوښتنه شوې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري هم غونډې ته وینا کړې ده. طالبان دې غونډې ته نه ور بلل شوي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په تېرو شاوخوا څورلسو میاشتو کې ګڼ شمېر نړیوالې غونډې شوې دي چې پکې له طالبانو د ټولشموله حکومت له جوړولو سره سره د نجونو تعلیم او د ښځو حقونو ته د درناوي غوښتنې شوې دي.

پرون بیا د انډونېشیا په بالي ښار کې یوه نړیواله غونډه شوې وه چې پکې نړیوالې ټولنې یو ځل بیا د افغانستان د امن لپاره د بین الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره قوي ملاتړ ښکاره کړ او ویې غوښتل چې د افغانو ښځو او نجونو د ښه ژوند لپاره دې د اړتیا وړ ګامونه واخیستل شي.

«د افغانو ښځو تعلیم» په نوم دغه نړیوال کانفرنس انډونېشیا او قطر په ګډه جوړ کړی وو، چې د پاکستان، امریکې، نیوزیلنډ او ناروې په ګډون د 38 هېوادونو او نړیوالو تنظیمونو استازو او پوهانو پکې ګډون کړی وو.

د انډونېشیا اکثریت اوسېدونکي مسلمانان دي، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي د دې غونډې مقصد یې د افغانو ښځو د تعلیم او د هغوی د ځواکمنتیا لپاره د نړۍ ملاتړ تر لاسه کول دي.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مرسودي غونډې ته په وینا کې د دایمي امن، ارامۍ او سوکالۍ په برخه کې د افغانستان له خلکو سره د کلک ملاتړ او یووالي خبره تکرار کړه او د ښځو د زدکړې پر ارزښت یې ټینګار وکړ.

مېرمن مرسودي ویلي چې په افغان ټولنه کې د ښځو د ګډون لپاره د مناسبو حالاتو برابرولو ته زښته ډېره اړتیا ده او د غونډې له ګډونوالو یې وغوښتل، "د یو داسې ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره دې روانې چارې وهڅوي چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري" او "د ټولو افغانانو د تعلیم ضمانت ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د ښځو پر تعلیم او په پرېکړو کې هغوی ته په برخې ورکولو ټینګار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټویټر لیکلي:

"د بهرنیو چارو وزیر وویل افغان ټولنې ته د ګټورو او عملي مرستو د پروګرامونو اړتیا ده او پاکستان د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي چې د افغانانو د هوساینې او سوکالۍ لپاره کېږي".

غونډې ته په وینا کې د قطر د بهرنیو چارو وزیرې لولوه راشد الخاطر دا یوه مهمه غونډه بللې او نړیوالې ټولنې ته یې په یو پیغام کې ویلي چې تعلیم د ټولو انسانانو یو بنیادي حق دی. د عرب نیوز ورځپاڼې د خبر له مخې مېرمن الخاطر ویلي:

"دا [د تعلیم خبره] زما او زما د همکارانو لپاره هم ډېره مهمه ده، زه د یوې مسلمانې ښځې په توګه دا تاییدوم چې دا د عقیدې برخه نه ده، ښځې د هغوی له بنیادي حقونو څخه منع کول د ایمان برخه نه ده".

د طالبانو د حکومت استازو ته د انډونېشیا په غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې او په دې اړه یې لا څه رسمي بیان هم نه دی خپور کړی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې کانفرنس په اړه ازادي رېډیو ته ویلي:

"د هغوی غوښتنې د افغانستان له اوسني حالت سره سمې نه ‌دي، دوی د مذاکراتو خبره کوي، موږ دلته په هغه بڼه مذاکرات لرو، چې موږ او افغانان یې حس کوي، خو په هغه بڼه نه چې دوی یې وړاندیز کوي. د ځینو نورو مسایلو د حل په چارو هم بوخت یوو."

عرب نیوز ورځپاڼه وایي‌ انډونېشیا او قطر په ګډه د افغان وګړو لپاره د سکالرشیپ پر یوه پروګرام هم کار کوي او پلان لري چې د وړو پورونو له لارې هغوی ته اقتصادي موقعې پیدا کړي. وایي دواړه حکومتونه غواړي‌ د هغو پالیسیو اسانتیاوې برابرې کړي چې د افغانستان شخصي کاروبارونه له خپلو نړیوالو سیالانو سره پیوند کړي.

طالبانو له واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي، د روغتیا او تعلیم له وزارت پرته یې په ټولو سرکاري ادارو کې ښځې له کاره منع کړې دي، پر نجونو او ښځو یې مخ پټول جبري کړي.

طالبانو له محرم پرته د ښځو پر سفر هم بندیز لګولی، له سیاسي او ټولنیز ګډونه یې محرومه کړې، تفریحي پارکونو، ښاري ښځینه حمامونو او ورزشي کلبونو ته یې هم د هغوی د ورتلو مخه نیولې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG