لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال مایکل کوريلا:امریکا د ټي ټي پي لخوا د پاکستان سلامتيا ته په ورپېښ خطر اندېښه لري


د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان لخوا دترهګرۍ په پېښو کې د پرله پسې اضافې په ترڅ کې د امریکا لوړ پوړي پوځي کمانډر جنرل ماېکل کوريلا ویلي چي امریکا د ټي ټي پي لخوا د پاکستان سلامتيا ته په ورپېښ خطر اندېښه لري.

دا خبره نوموړي پداسې حال کې کړې چې په افغانستان کې پټ پاکستاني طالبانو د پاکستان په زمکه خپلې حملې زیاتې کړې دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په سفر تللي د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال ماېکل اي کوريلا د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون سره مرکه کې د پاکستان او امریکا ترمنځ په پوځي اړيکو، دوه اړخیزه تعلقاتو، ترهګرۍ ضد جګړه او د تحريک طالبان پاکستان لخوا دې هېواد ته په ورپېښو ګواښونو خبرې اترې کړې دي.

د امریکا د سېنټ کام پوځي مشر جنرال ماېکل کوريلا د ترهګرۍ ضد د پاکستان هڅې د سيمه ايز ثبات او سلامتيا لپاره مهمې ګرځولې دي او ویلي یې دي چې امریکا د پاکستان د پوځ د نوي سرلښکر جنرال سيد عاصم منير سره په ګډه کار کولو ته سترګې په لاره ده.

د امریکا د سېنټ کام مشر جنرال مايکل اي کوريلا په پاکستان دننه د لا قانونه تحریک طالبان پاکستان لخوا مخ په زیاتیدو نکو بريدونو باندې دا اندېښنه په داسي حال کي څرګنده کړې چې ټي ټي پي پدې وروستیو کې د پاکستان حکومت سره ډزبندي ماته کړې او د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې یې په امنيتي ځواکونو او په ځانګړي ډول پولیسو باندې حملې زیاتې کړي دي.

امریکا د دسمبر په لومړۍ نېټه د القاعده برصغير د دريوؤ مشرانو سره د تحريک طالبان پاکستان دويم مشر قاري امجد هم نړيوال ترهګر ګرځولی دی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن ویلي ؤو امریکا ژمنه ده چې په افغانستان کې د القاعده برصغير او ټي ټي پي لخوا د ګواښونو مخنيوي وکړي.

په ترهګریزو فعالیتونو نظر لرونکی او د خېبرپښتونخوا د پولیسو پخوانی مرستیال مشر اختر علي شاه ډيوه سره خبرو کې وايي پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا مالي او تکتيکي مرستو ته اړتيا لري.

هغه وايي له دې مخکې هم دترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان ته د امریکا کومک ترلاسه و او امریکا په افغانستان کې هم د ترهګرۍ خلاف جګړه کې اږوده تجربه لري.

ښاغلی اختر علي شاه وايي امریکا د خفيه مالوماتو او په نورو مدونو کې د پاکستان ملاتړ کولی شي.

د امریکا د ګډو ځواکونو دمشر جنرال ماېکل اي کوريلا وېنا وه چې د پاکستان او امریکا سټراټيجکي تړون د سيمې ثبات او امنیت ته تقويه ورکوي او وايي چې امریکا د تحريک طالبان پاکستان لخوا ددغه هېواد سلامتيا او ثبات ته په ورپېښ خطر اندېښه لرى.

د لا قانونه تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولي محسود د امريکې ټي وي چېنل سي اېن اېن سره خپله تازه مرکه کې دا تاثر رد کړی چې ګواکې چې دافغان طالبانو حکومت د دوي سره په پاکستان حملو کې مرسته کوي او دافغانستان خاوره دپاکستان پرضد دبریدونو لپاره کاروي.

نوموړي دعوه کړې چې ټي ټي پي په پاکستان د حملو لپاره هم د پاکستان زمکه کاروي.

خو د فاټا ريسرچ سنټر اسلام اباد څېړنکار منصور خان مسيد ډيوه سره خبرو کې د نور ولي مسيد مرکه ډپلومېټک مرکه ګرځوي او وايي دا هر چاته مالومه ده چې تحريک طالبان پاکستان په افغانستان کې ځالې لري او کورنۍ یې هم هلته اوسېږي.

په دې وروستیو کې دپاکستان او افغانستان ترمنځ په پولو د حملو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې کشيده شوي دي او پاکستان په افغانستان د واکمنو طالبانو څخه غواړي چې د پاکستان په خاوره د پولې پورې غاړې څخه بريدونو کې دککړو کسانو خلاف کاروايي وکړي.

تېره میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو مرستيالې وزيرې حنا رباني کهر هم د کابل يو ورځنی سفر کړی و او په افغانستان واکمنو طالبانو سره یې په شریکه پوله په راپورته شوو ستونزو خبرې کړې وې.

پاکستان طالب چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دوى دې ترهګرو ته د بيا منظم کېدو او حملو کولو لپاره د خپلې خاورې کارولو اجازه ورنکړي او نړیوالو سره کړي لوظونه دې پوره کړي.

امریکا هم په دې وروستیو کې ویلي وو که نړیوال ترهګر په افغانستان کې بيا منظم شول نو پرضد به يې سخته کاروايي کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG