دپاکستان په سیند ایالت کې دهندوؤ جینکو په زوره دمذهب بدلولو اؤ دهغوي دجبري ودونو د رامنځته شوؤ ریښتونو پېښو په اړه جوړ کړل شوي دستاویزي فلم"The Losing Side" یا "بایلودونکی لوری" دنړیوال کانز فلم مقابلو کې دانساني حقونو په اړه دنومبر میاشت کې دجوړ شوي د غوره فلم ایوارډ یا جایزه ګټلې ده.
دغه جایزه د امریکې یو بل فلم ته هم ورکړل شوې ده.
دفلم هدایتکار یا ډایریکټر جواد شریف په ټولنیزه رسنۍ انسټاګرام لیکلي چې دا فلم سیند ایالت کې دهندوؤ مېرمنو سره مخې ته راغلو په څلورو حقیقي واقعاتو جوړ کړل شوی چې پکې هغه څلور هندوې میرمنې خپله کیسه کوي چې په جبر دمذهب بدلون ته اړ کړل شوي اؤ په زوره یې ودونه شوي دي.
جواد شریف لیکلي هغه هیله لري چې ددې دستاویزي فلم په کتلو سره به ددې متاثره میرمنو دانځور مخې ته په راتلو کې لاس امداد وشي "اؤ دا فلم به زمونږ سترګې وغړي "
دپاکستان په سیند ایالت کې په دې وروستیو کې دهندوؤ جینکو په زوره دمذهب بدلولو اؤ هغوئ سره دجبري ودونو ګڼ شمیر پېښې مخې ته راغلې دي اؤ د سېنټر فار سوشل جسټس نومې غير حکومتي ادارې د شميرو ترمخه په کال دوه زره شلم کې په پاکستان کې د لږکيو زنانو سره د جبري ودونو او مذهب بدلون 15 کيسونه ريکارډ شوى وو خو کال 2021 دغه پيښو شميره 60 ته رسيدلې وه.
د عيسايي ټولنې د تنظيم مشر پيټر جيکب په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه ته ویلي چې په زوره مذهب بدلونو اؤ ودونو ته اړ کړل شوؤ جینکو کې د زياترو عمرونه د اتلسو کالو نه کم دي.
پیټر جیکب وایي جبري ودونه د مذهب قانون غلط کارولو او دغه څير د يوشمير ستونزو له امله تيرو څو کالو کې د لکونو په شميره کى اقليتونو د پاکستان نه تيښته کړې ده او د پيټر جيکب په خبره پاکستان کى دشوې وروستۍ سر شميرنې دنتيجو نه هم د دى پخلى کيږي.
خو ډیوه سره خبرو کې دمذهبي يو والى لپاره د وزير اعظم سلا کار مولانا طاهر اشرفي د جبري ودونو او په جبر داسلام قبلولو د پيښو په اړه د سېنټر فار سوشل جسټس شميرى رد کړي او دا یې د پاکستان په ضد بى بنياده پراپيګنډه بللې ده.
د بشري حقونو او دقانون ماهرين په پاکستان کې داقلیتي ټولنې دجينکو په زوره د مذهب بدلون او د جبري ودونو په ستونزو د قابو موندلو لپاره د يو مضبوط قانون جوړولو غوښتنې کوي.
دوي وایي د اقليتي جينکو په زوره د مذهب دبدلون زياتره قضيې د رضا مندۍ له کبله پېچلې کېږي او تر اوسه ددې ستونزې حل نه موندل کيدل انتظامي ناکامي ده.
دتېر ستمبر په میاشت کې اسلام اباد کې د سنټر فار لا اېنډ جسټس لخوا را جوړې کړی شوې یوې قامي مباحثې ته په وینا کې مقررینو دا خبره هم په ګوته کړې وه چې د هېواد عدالتونه د لږکيو سره د تړاؤ لرونکو جينکو په جبري توګه د مذهب بدلولو، په زور د ودونو په ستونزو قابو موندلو کې تر اوسه پورې ناکامه دي.
پيټر جېکب وایي "زموږ په هېواد کې د جنسي غلامۍ رواج له مودو عام دی او دا په حقیقت کې په جبري توګه د ودونو او مذهب د بدلون په نامه یا پلمه د لږکيو د جنسي غلامۍ ودرولو ستونزه ده او ددې لپاره باید چې قوانین جوړ کړی شي"
د بشري حقونو غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پي پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهزه يوسف ډيوه ته وايي که څه هم په پاکستان کې د مذهبي لږکیو سره د تړاو لرونکو جينکو د جبري مذهب بدلون او ودونو په شمېرو پوښتنې اوچتېدی شي او د شمېرو کره والی لانجمن کېدی شي خو اصل خبره دا ده چې په سیند صوبه کې په لويه شمېره کې د هندوؤ جينکو په زوره مذهب بدلول کېږي او ودېږي.