لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا:اسلام اباد دترهګرۍ پرضد دخپلې دفاع حق لري


امريکې په دې وروستو کې د پاکستان د قامي سلامتيا د کمېټې په غونډه کې د ترهګرۍ دمخنیوي په اړه د شوو پرېکړو په ملاتړ کې ویلي چې اسلام اباد دترهګرۍ پرضد دخپلې دفاع حق لري.

د امریکا د خارجه چارو دمحکمې وېاند ویلي افغان طالبان دې خپلې هغه ژمنې ترسره کړي کومې چې هغوي د خپلې خاورې د ترهګرۍ لپاره د نه کارېدو په اړه کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو محکمې دا بيان د پاکستان د قامي سلامتيا د کمېټې د هغه غونډې وروسته مخې ته راغلی چې پکې پاکستاني چارواکو د ترهګرو د سر چقولو هوډ ښودلی.

هم دا ډول د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیالې وزېرې حنا رباني کهر وېلي چي افغان طالبانو ته یې په ډاګه کړې چې د پاکستان سلامتيا ددې هېواد سره کرښه ده.

د امريکا د بهرنیو چارو د وزارت وېاند نېډ پراېس دا بیان پداسې حال کې ورکړی چې په پرله پسې ډول پاکستاني چارواکو دخپل هیواد دننه د روانې ناامنۍ پړه په افغانستان اچولې او تور یې لګولی چې پاکستاني طالبانو ته افغانستان کې پټ ځايونه برابر کړل شوي او هغوئ ددغه هیواد نه په پاکستان کې حملې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت وېاند واشنګټن کې د نهې په ورځ دخبري غونډې په مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دپاکستان اولس د ترهګرو د برېدونو له امله سخت نقصان پورته کړی او پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د خپلې دفاع حق لري.

نېډ پراېس وېلي چي هغوي د پاکستان د قامي سلامتيا د کمېټۍ غونډه کې په وروستيو پرېکړو خبر دي او په افغانستان د واکمن طالبانو څخه غوښتنه کوي چې باید خپله هغه ژمنه پوره کړي چې د افغانستان خاوره به دنورو هیوادونو پرضد کاریدو ته نه ورکوي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د قامي سلامتيا د کمېټې غونډه کې د کوم هېواد دنوم یادولو پرته ویل شوي وو چې د هغو پرضد به ګام پورته کوي چې ترهګرو ته خوندي پټې ځالې ورکوي او اسانتیاوې ورته برابروي.

په افغانستان د واکمنو طالبانو وېاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د څو وزيرانو څرګندونو ته غبرګون کې په دې وروستیو کې د پاکستاني چارواکو لخوا د افغانستان خلاف بېانونه د تاسف وړ بللي او وېلي یې دي چې باید د بې بنسټه خبرو او پارونکو څرګندونو څخه ډډه وکړل شي ځکه چې ناباوري د چا په ګټه نه ده.

د افغان چارو کارپوهه احمد رشید ډيوه ته وايي د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره ناکامه شوې ده او برعکس پاېلې یې ورکړې دي.

نوموړي وويل افغان اولس په خپلو کورنیو چارو کې د پاکستان لاس وهنه نه زغمي.

هم دا راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وېلي په پاکستان کې چې کومه بدامني ده، دا هرڅه ددغه هېواد د خپلو تګلارو نتيجه ده او باید پاکستان خپلې پاليسۍ ته له سره ژوره کتنه وکړي.

ښاغلي کرزي په يوه خبر پاڼه کې ویلي د پاکستان خلک د افغانستان ګاونډي روڼه دي خو د پاکستان اوسني حالات تر ډېره د پاکستان د تګلارو نتيجه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستيالې وزېرې حنا رباني کهر پرون د نهې په ورځ د بندو دروازو تر شا د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو د کمېټې غونډه افغانستان ته د خپل وروستي سفر د حال احوال څخه خبر کړې ده.

مطبوعاتو د سرچینو له خولې ویلي چي حنا رباني کهر وايي افغان طالبانو ته یې په ډاګه کړې چې پاکستان د ګاونډي هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي خو بايد چې د پاکستان پرضد د پاکستاني طالبانو حملې بندې کړی شي.

مېرمن کهر ویلي افغان طالبانو ته یې دا هم واضحه کړې چې د پاکستان سلامتيا د دوي سره کرښه ده.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید احمد ډيوه سره خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د وېاند بېان مبهم ګرځولی او وايي دا ځل امریکا د ترهګرۍ له کبله پاکستاني اولس ته د اوښتي زيان خبره کړې خو دطالبانو خلاف د طاقت کارولو دخبرې څخه یې ډډه کړې ده.

هغه وايي داسې ښکاري چې امریکا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شرېکې پولې په تحفظ کې دلچسپي لري.

په دې وروستیو کې اسلام اباد کې خپلواکې څېړنيزې ادارې سي ار اېس اېس په خپل کلني راپور کې ویلي چي کال 2022 کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښې رامنځ ته شوي چې په کې د 282 امنیتي عسکرو په ګډون 900 کسان وژل شوي دي او وايي د پاکستان سلامتيا ته پېښې امنیتي ننګونې به تر هغې برقراره وي ترڅو چې ترهګر په افغانستان کې دننه پټي او خوندي ځالې ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG