لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: طالبان پخپلو سختو تګلارو له نړیوالې ټولنې لرې کېدو ته دوام ورکوي


واشنګټن ــــ امریکې یو ځل بیا پر افغانستان د واکمنو طالبانو په حکومت باندې نیوکې وکړې چې وایي خپلې د دوحې د تړون او د کابل تر نیولو وروسته کړې هغه ژمنې یې نه دي پوره کړې چې په ذمه وارۍ سره به حکومت کوي او د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو درناوی به کوي.

د امریکې د ملي امنیت شورا د سټرېټیجیکو اړیکو منتظم جان کربي د جمعې په ورځ وي ته په ځانګړې مرکه کې وویل، طالبان چې پر ښځو بندیزونه زیاتوي په دې کار سره دوی نور له نړیوالې ټولنې لرې کېدو ته دوام ورکوي:

"که طالبان غواړي قانوني حیثیت خپل کړي، که غواړي نړیواله ټولنه یې په رسميت وپيژني، که غواړي په خپل هېواد کې مالي مرستې او سرمایه کاري غواړي، نو باید خپلې ژمنې او ذمه وارۍ پوره کړي او له هغه سره سم چلند وکړي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د فرورۍ پر لومړۍ نېټه د طالبانو د حکومت پر ځینو چارواکو له دې کبله تازه د ویزو بندیزونه ولګول چې په افغانستان کې یې د ښځو خلاف سختې پالیسۍ عملي کړې دي. طالبانو دا پرېکړه غندلې وه او ویلي یې وو چې دا د دواړو هېوادونو د اړیکو په پرمختګ کې خنډ جوړوي.

وزارت ویلي وو چې واشنګټن به له خپلو متحدینو او شریکانو سره په همږغۍ له نیژدې کار ته دوام ورکړي چې طالبانو ته څرګنده کړي د دوی کارونه به ډېر تاوان ولري او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کېدو لاره به بنده کړي.

د دوحې په تړون کې دا هم ویل شوي چې طالبان به په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ ترهګرۍ ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. طالبانو په تېر یونیم کال کې په وار- وار ویلي چې خاوره به یې د هیڅ ګاونډي یا د نړۍ د بل هېواد خلاف نه کارول کېږي.

له جان کربي وپوښتل شول چې طالبان په افغانستان کې د داعش او نورو وسلوالو ډلو خلاف د جنګېدو دعوې کوي، آیا امریکا د دوی له دغو دعوو څومره مطمئنه ده، کربي وویل:

"دوی [طالبان] مسلسل د داعش له خطر سره مخ دي، دا چې دوی څنګه او کله د داعش خلاف عملیات کوي یا څنګه په دوی پسې پل اخلي دا باید دوی خپله ووایي، خو موږ پوهیږو داعش نه یواځې په افغانستان بلکې د نړۍ په نورو برخو هم لا یو ښکاره او د باور وړ خطر دی".

داعش خراسان ډلې په تېر شاوخوا یونیم کال کې په منظم ډول د افغانستان په پایتخت کابل، کندوز، بلخ، ننګرهار او نورو ولایتونو کې پراخ بریدونه کړي چې په لسګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

طالبان چې د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د وسلو په زور واکمن شوي له هغه راهیسې یې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي او په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند کې یې له هغوی څخه د فعال ګډون حقونه یې اخیستي‌ دي.

د سخت دریځو طالبانو د سختو پالیسیو له کبله افغانستان د نړۍ یواځینی هیواد ګڼل کېږي چې نجونې پکې له ثانوي او اعلی تعلیمه منع کړل شوې دي. تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د سکولونو 502 ورځې پوره شوې.

طالبانو په هغو کورنیو او نړیوالو غیرسرکاري ادارو کې هم له تېرې څه دپاسه یوې میاشتې ښځې له کار کولو منع کړې دي چې په میلینونو خلکو ته بشري مرستې رسوي، همداسې ښځو ته امر شوی چې پارکونو، ورزشي کلبونو او حمامونو لاړې نه شي.

د بشري حقونو په اړه اندیښنو نړیواله ټولنه دې ته مجبوره کړې ده چې د طالبانو حکومت د افغانستان د قانوني واکمن حکومت په توګه په رسمیت پیژندلو ونه پېژني، خو طالبان پر خپل تګلارو نیوکې ردوي او وايي دوی له افغاني کلتور او اسلامي شریعت سره سم حکومت کوي. په اکثریت مسلمانو هېوادونو کې دیني عالمان د دوی دا دعوې ردوي او وايي اسلام ښځو ته د کار او تعلیم بشپړ حق ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG