لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهګرۍ د چټکې شوې لړۍ وروسته د خیبرپښتونخوا پولیس مشرانو د چینایي وګړو د تحفظ ګامونه ارزولي دي


ایي جي پي ویلي پاکستان کې میشت چینایي وګړو ته تحفظ ورکول دحکومت او پښتونخوا پولیسو اولینه ذمه واري ده او په دې کې به هیڅ کوتاهي نه زغمل کیږي
ایي جي پي ویلي پاکستان کې میشت چینایي وګړو ته تحفظ ورکول دحکومت او پښتونخوا پولیسو اولینه ذمه واري ده او په دې کې به هیڅ کوتاهي نه زغمل کیږي

خېبرپښتونخوا کې د ترهګریزو بریدونو د لړۍ چټک کیدو وروسته، د صوبې پولیس مشرانو د چینایي وګړو امنیت ته ځانګړی پام ګرځولی او د سي پېک پروژې د رشکۍ اقتصادي ساحې او تربیله ډیم د چینایي انجنیرانو او مامورینو د امنیت لپاره اخېستل شوي ګامونه یې ارزولي دي.

د خېبرپښتونخوا صوبې د پولیسو مشر یا ایي جي پي وایي، پاکستان کې میشتو چینایي وګړو ته تحفظ ورکول د حکومت او خیبرپښتونخوا پولیسو اولینه ذمه واري ده او په دې کې به هیڅ رقم کوتاهي یا لاپروايي نه زغمل کیږي.

د پاکستان د سینیټ د دفاعي کمیټې مشر ښاغلی مشاهد حسین وایي پاکستان کې د ترهګرى پيښو کې راغلي زياتوالي چين فکرمنده کړى او اندېښنه لري چې چرته ترهګر سي پېک يا نورو پروژو باندې کار کوونکو چینایي وګړو ته مخه نه کړي.

د صوبې د پولیسو نوي مشر اختر حیات ګنډاپور د اتوار/یکشنبې په ورځ د نوښار د رشکۍ سیمې د اقتصادي زون یا ساحې څخه لیدنه کړې او هلته یې د سي پېک پروژې لاندې په فعالیتونو د بوختو چینایي انجنئیرانو او مامورینو د امنیت جاج اخېستی دی.

په عین حال کې د مردان ډویژن د پولیسو مشر یا ډي ایي جي محمد علي خان ګنډاپور او د صوابۍ د پولیسو مشر کیپټن(ر) نجم الحسنین د صوابۍ ضلعې د تربیله ډیم د چینایي انجنیرانو او مامورینو د کمپ څخه لیدنه کړې او هلته یې د چینایي وګړو د حفاظت لپاره د اخېستل شویو ګامونو جاج اخېستی دی.

دمردان ډویژن دپولیسو ډي ایي جي اؤ دصوابۍ ډي پي او دتربیله ډیم داړونده چینایي انجنیرانو اؤ مامورینو دکیمپ څخه لیدنه کوي
دمردان ډویژن دپولیسو ډي ایي جي اؤ دصوابۍ ډي پي او دتربیله ډیم داړونده چینایي انجنیرانو اؤ مامورینو دکیمپ څخه لیدنه کوي

د رشکۍ اقتصادي زون څخه دلیدنې په وخت د صوبې د پولیسو مشر یا ایي جي پي ویلي پاکستان کې میشت چینایي وګړو ته تحفظ ورکول د حکومت او پښتونخوا پولیسو اولینه ذمه واري ده.

ښاغلي ګنډاپور د خپل دې سفر په مهال د پولیسو لوړ پوړو چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې د سي پیک په اقتصادي زون کې په فعالیت د بوختو چینایي وګړو امنیت ته خپل ټول پام وګرځوي او هغوی سره دې په جوخته رابطه کې پاتې شي ترڅو د هر بیړني وضعیت په صورت کې دوی ته پولیس په وخت کومک ورکړل شي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو د ویاند لخوا مطبوعاتو ته د جاري کړل شوي بیان له مخې د رشکۍ په اقتصادي ساحه کې د پاکستاني پوځ افسرانو ایي جي پي ته هلته د کارکوونکو چینایي انجنیرانو او مامورینو د امنیت او نورو مهمو چارو په اړوند احوال ورکړی دی.

د بیان له مخې د پولیسو مشر په رشکۍ کې د میشتو چینایي وګړو حفاظت لپاره د اخستل شویو ګامونو دقیقه ارزونه کړې ده او په دې لړ کې یې پولیس چارواکو ته د امنیتي ګامونو د لاسختولو امر کړی دی.

د پولیسو مشر د پاکستان او چین د اقتصادي راهدارۍ یا سي پیک د اقتصادي ساحې دا سفر وروسته له هغې کړی چې په30مه جنورۍ پېښور پولیس لاین کې د جومات دننه یو ځانمرګي برید کې 84 کسان ووژلی شول او تر200 زیات نور ژوبل شول.

د دغه برید پړه د پاکستاني طالبانو یوې ډلې په غاړه اخېستې ده او هغوی ګواښ کړی چې په راتلونکي کې به داسې نورو بریدونو ته هم دوام ورکړي.

پاکستان کې د ترهګرۍ پېښو کې د زياتوالي په ترڅ کې تېره میاشت چين يو ځلې بيا پاکستان کې ميشت د خپلو وګړو د تحفظ په اړه انديښنې ښودلي وې.

د چين نوي خارجه وزير ژن ژانګ د خپل پاکستاني هم منصب بلاول بوټو زرداري سره د ټيلفیوني تماس کې تکرار کړې وه چې پاکستان دې د چينایي وګړو حفاظت لپاره موثره ګامونه پورته کړي.

تير کال د نومبر مياشت کې د وزير اعظم شهباز شريف د چين د دورې په وخت د چين د صدر له خوا هم دغه رقم انديښو ته غبرګون کې وزير اعظم شهباز شريف هم د چپنايي وګړو د تحفظ عزم څرګند کړى و.

د پاکستان د سېنيټ د دفاع کمیټې چيرمين او د کال ٢٠٠٩ راهسې جوړ د پاکستان چاینه انسټيټیوټ نومې تهنک ټينک مشر مشاهد حسين د ډیوه خبریال پیر ولایت شاه سره خپلو وروستیو خبرو کې دچين انديښنى پځاى بللې وی اؤ ویلي وؤ، د ژمنو باوجود پاکستاني ادارې او جارواکي لا تر دې دمه چينايي وګړو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه دي.

نوموړي ویلي وؤ پاکستان کې د ترهګرى پيښو کې راغلي زياتوالي چين فکرمنده کړى اؤ اندېښنه لري چې چرته
ترهګر سي پيک يانور پروژو باندې کار کوونکو چینایي وګړو ته مخه نه کړي.

کال ٢٠٢١ کې دخيبر پښتونخوا داسو سيمه کې د چينايي انجينرانو په بس شوې خودکش حمله کې د ٩ چينايي انجىيرانو په شمول ديارلس تنان وژل شوى وؤ او لاقانونه وسله والې ډلې تحريک طالىان پاکستان ددې پړه په غاړه اخستې وه.

تير کال کراچۍ کې شوې د ترهګرۍ يوه بله پيښه کې دري چينايي استاذان مړه شوى وو او بلوڅ بيلتون غوښتونکې ډلې بي ايل ای ددغه حملې ذمه واري قبوله کړې وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG