لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو: د ترهګرۍ د ګواښونو مخنیوي لپاره نړۍ باید د افغان طالبانو کاري توان سېوا کړي


خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري خبرداری ورکړی چې ترهګري یوازې دافغانستان دنزدې ګاونډیو هیوادونو لپاره نه بلکې دلودیځ لپاره هم ګواښ دی
خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري خبرداری ورکړی چې ترهګري یوازې دافغانستان دنزدې ګاونډیو هیوادونو لپاره نه بلکې دلودیځ لپاره هم ګواښ دی

پېښور ــــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په نړیواله ټولنه تینګار کړی چې د ترهګرۍ دګواښونو مخنیوي لپاره باید افغانستان کې د واکمنو طالبانو دکاري توان په غوړولو اؤ پراخولو کې مرسته وکړي.

د خالي- شنبې په ورځ ورځ د میونخ د امنیتي کانفرنس په مهال خپلو خبرو کې ښاغلي بلاول بوټو زرداري ویلي نړیواله ټولنه غواړي د طالبانو لنډمهاله حکومت باید د نجونو تعلیم،دښځو حقونو،ټول شموله حکومت، د داعش، ټي ټي پي اؤ نورو ترهګرو ډلو له لوري د ګواښونو په اړوند خپلو ژمنو اؤ مسولیتونو ته پام وګرځوي.

هغه وویل که چرې دې معاملې ته په سنجیدګۍ سره کتنه ونه شي نو ترهګرې ډلې دافغانستان څخه ترهګریز فعالیتونه کولی شي چې پاکستان کې ترسره شوې دترهګرۍ وروستۍ پېښې یې یوه غوره بېلګه ده.

پاکستاني چارواکي پرله پسې افغانستان کې دترهګرې ډلې ټي ټي پي دشتون اؤ دهلته نه داسلام اباد پرضد دفعالیتونو په اړه شکایتونه کوي خو د روانې میاشتې په پیل کې دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پاکستان ته په سخته ځواب ورکړی ؤ چې دخپل بام واورې باید دهغوي کاله ته ونه غورځوي.

امیرخان متقي ویلي وؤ ترهګري که په افغانستان کې وه نو د دلته نه به نورو ګاونډیو ګاونډیو هیوادونو لکه ایران،تاجکستان، ازبکستان وغیره ته خوره شوې وه خو دا چې یوازې پاکستان دترهګرۍ نه سر ټکوي نو باید پاکستان له خپله انده ددغه هیواد دننه کیدونکو دترهګرۍ دپېښو پلټنې وکړي.

خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري خبرداری ورکړی چې ترهګري یوازې دافغانستان دنزدې ګاونډیو هیوادونو لپاره نه بلکې دلودیځ لپاره هم ګواښ دی ځکه نو نړیواله ورورولي نه شي کولی چې دافغانستان څخه مخ وګرځوي.

هغه وویل نړۍ باید افغانستان کې بشري مرستو ته دوام ورکړي،دافغانستان کنګل پنګې ایله کول اؤ دطالبانو،افغان ټولنې اؤ میرمنو سره په تماس کې پاتې کېدل د وخت اړتیا ده.

تېر کال دستمبر په میاشت کې دفرانس یو ټي وي چینل سره مرکه کې بلاول بوټو زرداري ویلي وؤ طالبانو چې نړیوالې ټولنې سره کومې ژمنې کړې وې هغه یې سرته نه دي رسولي اؤ هم له دې امله یې نړۍ حکومت په رسمیت ونه پېژندلو.

بلاول بوټو زرداري خواشیني څرګنده کړې وه چې طالبانو د خپلو ژمنو باوجود نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې منځنیو ښوونځيو ته لاړې شي.

دبلاول بوټو له دغو څرګندولو وروسته په افغانستان د واکمنو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي وؤ چې دوي له نړۍ سره خپلې ټولې کړې ژمنې سرته رسوي .

طالب چارواکو د نجونو دتعلیم په اړه دریځ خپل کړی چې حکومت یې دمنځنیو ښوونځیو دنجونو دتعلیم لپاره په یوه داسې تګلاره جوړولو کار کوي چې هغه دافغانستان دعنعناتو اؤ اسلامي احکامات عین مطابق وي.

تېرکال داګست په میاشت کې په اقتدار له قبضې کولو وروسته طالبانو د ستمبر دمیاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانستي وؤ، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو ښوونځي يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا د تړلو امر وکړو۔

دهغې راپدیخوا طالبانو دنجونو دپوهنتونونو دتړلو،این جي او ګانو کې دښځو په کار کولو، پارکونو اؤ جمونو ته دمیرمنو په تګ دبندیزونو امرونه هم وکړل.

د متحده قومونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف په خپله وروستۍ تجزيه کې ويلي چې په افغانستان کې جينکۍ د ثانوي تعليم د حق نه محرومول د هېواد په داخلي ناخالصو توليداتو يا په جي ډي پي کې د 2.5 فيصده کموالي سبوب دی۔

دغه اداره وايي که چرې موجوده درې ميلينه جينکو دخپل ثانوي تعليم بشپړولو وروسته ملازمتونه پیل کړي وای نو جينکو او مېرمنو به د هېواد په معيشت کې 5۔4 بيلينه ډالره برخه اچولې وه۔

يونيسف وايي د ثانوي زده کړو څخه د جينکو بې برخې کولو په تیر يو کال کې د دغې هېواد اقتصاد ته لږ تر لږه 500 ملیونه ډالره زیان رسولی دی۔

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG