پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا د زندانونو ډکولو د ترسره شوي پړاو په هکله په ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه پیل شوي او ګڼ شمیر خبریالانو، سیاسي کارمندانو او د سوشل میډیا فعالیتونو ویلي چې د پي ټي ایي مشران او کارکنان د ګرفتارۍ لپاره سړکونو ته راوتلي وؤ خو د ګرفتارۍ ورکولو پر ځای یې یوازې د زندانیانو د ګاډو سره عکسونه اخستي دي.
په ټولنیزو رسنیو داسې ګڼ شمیر ويډیوګانې هم خورې کړل شوي دي چې په کې لیدل کیږي پولیس د پي ټي ایي مشرانو ته د ګرفتارۍ ورکولو بلنې ورکوي خو هغوی له ګرفتارۍ ورکولو څخه په انو بهانو ځانونه خلاصوي.
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دپېښور د زندانونو ډکولو پړاؤ بریالی بللی اؤ دخپل ګوند دمشرانو دستاینې کولو په مهال یې ویلي دي چې دګوند ګڼ مشران اؤ فعالین ګرفتاریو ورکولو لپاره پخپله پولیسو له ورغلي دي .
خو په پاکستاني میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو بیا دپېښور د زندانونو ډکولو تحریک یو ناکام تحریک بلل شوی اؤ ویل شوي چې پېښور نه دپي ټي ایي یو مشر یا فعال هم خپله ګرفتاري نه ده ورکړې بلکې ټولو یوازې د زندان دګاډو سره اخستي ویستي اؤ بیا یې له ګرفتارۍ پېښې وباسلې دي.
په ټولنیزو رسنیو دپي ټي ایي دیو ځایي مشر اؤ دصوبایي اسمبلۍ دپخواني مشر فضل الهي هغه ویډیو ډیره زیاته خوره شوې ده چې پکې فضل الهي دخپل ګوند دفعالینو سره د زندانیانو ګاډي ته ورخیژي، هلته د فتحې نخښه(وکټري) جوړوي اؤ بیا چې ترې کله عکسونه جوړ شي نو د ګاډي نه ټوپ وهي اؤ په منډه ځان وباسي.
کله چې د ډاڼ ټي وي یو پروګرام کې کوربه عادل شاه زیب دفضل الهي نه وپوښتل چې ګرفتاري یې ولې ورنه کړه اؤ منډه یې ولې ووهله نو فضل الهي وویل هغه باندې دنمونځ ناوخته ؤ،جومات ته یې دنمونځ لپاره منډه وهلې وه.
فضل الهي ویلي هغه د زندانیانو ګاډی ته دګرفتارۍ ورکولو لپاره پخپله نه ؤ ختلی بلکې خبریالانو ورته ویلي وؤ چې دعکس اخستو لپاره باید دغه ګاډي ته خیژي.
په ټولنیزو رسنیو د دفاع د پخواني وزیر اؤ دتحریک انصاف دخېبر پښتونخوا دصدر پرویز خټک یوه ویډیو هم زیاتو خلکو شریکه کړې ده چې پکې لیدل کیږي دپولیسو یو افسر هغه وایي چې که پخپله خوښه ګرفتاري ورکوي نو پولیس چمتو دي چې هغه زندان ته ورسوي.
خو پرویز خټک د ګرفتارۍ ورکولو پځاي دپولیسو دغه افسر ته وایي چې "تاسو وړومبی د زندان دروازې خلاصې کړئ بیا به مونږ ګرفتاري درکړو"
کله چې دغه پولیس افسر پرویز خټک ته جواب کې وایي ، ګاډی هم ولاړ دی ، اؤ زندان هم خلاص دی خو تاسو راروان شئ نو بیا پرویز خټک بیا دګرفتارۍ ورکولو نه ډډه کوي.
په سوشل میډیا خپرو شوؤ زیاتره ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې بیلابیلو سیمو کې پولیس دپي ټي ایي دمشرانو دکورونو مخو ته اؤ په بازارونو کې په لوډ سپیکرو دګرفتارۍ ورکولو اعلانونه کوي خو هیڅوک ځان ګرفتارۍ ته نه وړاندې کوي
خبریال محمود جان بابر دټي وي یو پروګرام کې د زندانونو ډکولو دتحریک په هکله ویلي چې د زندانونو ډکولو دتحریک اعلان حکومتونو اؤ پي ټي ایي دواړو په ګډه یوازې دسیاست ترحده نمانځلی دی اؤ دسیاست نه ور په اخوا یې هیڅ ونه کړل.
محمود جان بابر وایي پولیسو دکورونو مخو ته د ګرفتاریو ورکولو اعلانونه وکړل اؤ پارټۍ مشرانو عکسونه واخستل اؤ د ګرفتاریو خبره یې شاته وغورځوله.
دپي ټي ایي دصوبایي صدر پرویز خټک نه چې کله پوښتنه وشوه چې ستاسو څومره مشران اؤ فعالین نن ونیول شول نو هغه یې په جواب کې وویل دوي خو پخپله د زندان مخې ته ورغلي وؤ اؤ د زندانیانو په ګاډو کې هم ناست وؤ خو چې پولیسو نه نیول نو څه یې کړي وای؟
هغه ویلي اوس به دجمعې په ورځ (نن)دعمران خان داعلان په اساس دګوند فعالین او مشران راولپنډۍ ته ځی اؤ هلته به ګرفتارۍ ورکوي.
خو دپېښور ښار دپولیسو مشر( ایس پي سټي)عبدالسلام خالد رسنیو ته ویلي چې دپي ټي ايي څه مشران اؤ فعالین د زندانیانو ګاډي کې کښېناستل خو بیا ترې کوز شول اؤ د ګاډي د ټایرونه نه یې هوا هم وویسته.
هغه ویلي پولیس خو د دوي د ګرفتارۍ لپاره ګاډي په سړک ودرولي اؤ که څوک هم پخپله خوښه ګرفتاري ورکوي نو راتلی اؤ په ګاډي کې کښېناستی شي
په ټولنیزو رسنیو دخېبر پښتونخوا دپخواني ګورنر شاه فرمان بیلابیلې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي چې په یوه ویډیو کې هغه په یو فټ پاتهـ ناستی اؤ شوملې څښي اؤ په بله ویډیو کې دایس پي سټي سره په خبرو لیدل کیږي.
دشاه فرمان ویډیو چې دعوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا داطلاعاتو سکترې ثمر هارون بلور په ټویټر خپره کړې ده نو ورته یې لیکلي چې شاه فرمان ایس پي سټي عبدالسلام خالد ته خواست کړی چې طبعیت یې ښه نه دی اؤ هغه باید ونه نیول شي، وایي ایس پي شاه فرمان ته ویلي چې "بیا نو باید هغه ځان ډډې ته کړي"
خبریال محمود جان بابر په ټویټر لیکلي د زندانونو ډکولو دتحریک دکامیابۍ ضمانت دعمران خان نیونه ده اؤ تر څو چې هغه پخپله ګرفتارۍ نه وي رضا شوی نو خبره نه جوړیږي.
خو عمران خان بیا تېره ورځ پخپله یوه ویډيو کې ویلي چې دهغه دګوند مشران اؤ فعالین یو شان ګرفتارۍ ورکوي اؤ ویلي یې دي چې لاهور نه یې دګوند ګڼ شمیر مشران نیول شوي دي.
خو عمران خان تر اوسه پخپله څه نه دي ویلي چې هغه به ځان هم ګرفتارۍ ته وړاندې کوي که نا؟
باید وویل شي عمران وروسته له هغې د 22مې فرورۍ نه د زندانونو ډکولو دتحریک اعلان کړی چې په خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې یې خپل حکومتونه ختم کړل اؤ هم یې دقامي اسمبلۍ نه خپل غړي مستعفي کړل اؤ دنوي سره یې د ټولټاکنو کولو غوښتنه وکړه.
خو حکومت وایي چې ټولټاکنې به دعمران خان دغوښتنې په اساس نه بلکې پخپل وخت کوي .