لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان اؤ مریم نواز د عدلیې د کردار په سر په ټولنیزو رسنیو یو بل ته ستغ جوابونه ویلي دي


پاکستان کې د عدلیې د کردار په سر د حکومت اؤ مخالفې سیاسي ډلې پاکستان تحریک انصاف تر منځ سیاسي تاؤ تریخوالی نور هم زیات شوی اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان تور لګولی دی چې د واکمن ایتلاف پي ډي ایم اؤ مریم نواز له لوري دسپریم کورټ په ججانو (لفظي) حملې دیو باقاعده پلان لاندې کیږي.

خو د واکمن ګوند مسلم لیګ (نواز) منتظمې مریم نواز بیا عمران خان ته خبرداری ورکړی چې د پښې پلستر یې نور نه شي بچ کولی اؤ په هغه یې غږ کړی چې "د نارینه ؤ په څېر باید قانون ته مخامخ شي".

عمران خان په ټویټر مریم نواز د "خودسره" یا ورانې ښځې په نامه یاده کړې ده خو مریم نواز بیا هغه ته "د سازشونو بادشاه" ویلی دی اؤ وایي د سازشونو بادشاه د (جنرال ) فیض اؤ دهغه دباقیاتو په سر دی.

په عین حال کې واکمن ایتلاف پي‌ ډي ایم سپریم کورټ ته عریضه کړې ده چې خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب کې دصوبایي اسمبلیو ټاکنو لپاره په اخستل شوي از خود نوټس باید دسپریم کورټ د ټولو ججانو فل کورټ وټاکل شي خو ویلي یې دي په دغه فل کورټ کې دې دوه ججان جسټس مظاهر علي نقوي اؤ جسټس اعجاز الحسن نه وي شامل.

دا په داسې حال کې ده چې سبا د ګل -دوشنبې د ورځې نه سپریم کورټ دپښتونخو اؤ پنجاب اسمبلیو دټاکنو په لړ کې له خپله انده داخستل شوي نوټس اوریدنه یو ځل پیلوي اؤ په وړومبۍ اوریدنه کې سترې محکمې ویلي چې دایین له مخې داسمبلیو ماتېدو نه وروسته انتخابات تر 90 ورځو زیات پشا نه شي تللی.

دمسلم لیګ نواز ګوند منتظمې مریم نواز تېره اوونۍ پنجاب کې یوې جلسې ته د وینا په مهال دسپریم کورټ په دوؤ اوسنیو اؤ دوؤ پخوانیو ججانو اؤ یو پخواني پوځي جنرال سختې نیوکې کړې وې اؤ دا پینځه کسان یې دهیواد دبدحالۍ اؤ‌ تباهۍ ذمه وار بللي وؤ.

د خالي- شنبې په ورځ په ټویټر خپل یو بیان کې دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي دسپریم کورټ په ججانو دمریم نواز اؤ پي ټي ایم دحملو یوازینی مقصد دانتخاباتو نه تېښته کول دي اؤ د پي ډي ایم په عمل به وفاق ته نقصان رسیږي.

هغه ویلي د پي ډي ایم مشرانو دوي(تحریک انصاف) ته چیلنج ورکړی ؤ چې که دنوي سره انتخابات غواړئ نو دپښتونخو اؤ پنجاب اسمبلۍ ماتې کړئ خو هغه وویل اوس چې مونږ دپنجاب اؤ خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتې کړې نو دوي ته معلومه ده چې انتخابات نه شي ګټلی ځکه انتخاباتو نه دتېښتې په غرض ججان بدناموي.

دعمران خان دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې مریم نواز په ټویټر عمران خان ته لیکلي چې" سړی جوړ شه اؤ قانون ته مخ شه"

پخپل ټویټ کې مریم نواز پخوانی وزیراعظم عمران خان د سازشونو دبادشاه په نوم یاد کړی دی اؤ ویلي یې دي چې "ستا چغې بې ځایه نه دي ځکه چې ته دخپل ګاډ فادر(جنرال) فیض اؤ دهغه دباقیاتو په مرسته دسازشونو بادشاه یې "

مریم نواز په عمران خان غږ کړی چې له دې وروسته به وګوري چې "خودسره شهزادګۍ" ده ته څنګه ماتې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده سبا د ګل په ورځ دپاکستان سپریم کورټ پنجاب اؤ پښتونخوا صوبو کې دانتخاباتو په معامله له خپله انده د اخستل شوي نوټس اوریدنه بیا پیل کوي.

خو داوریدنې پیل کیدو نه مخکې تېره ورځ مرکز کې واکمن ایتلاف سپریم کورټ ته عریضه کړې ده چې د اوریدنې لپاره باید دسپریم کورټ دټولو ججانو فل کورټ جوړ کړل شي خو دوه ججان جسټس اعجاز الحسن اؤ جسټس مظاهر علي نقوي دې په دې فل کورټ کې نه اخستل کیږي.

سپریم کورټ له خپله انده داخستل شوي نوټس اوریدنې لپاره دنهو ججانو بینچ جوړ کړی خو دغه بینچ کې په شاملو دوؤ ججانو جسټس اعجاز الحسن اؤ جسټس مظاهر علي نقوي د وړومبۍ اوریدنه د پي ډي ایم وکیلانو نیوکې کړې وې.

پي ډي ایم دریځ لري چې دغه دواړو ججانو مدام د دوي پرضد فیصلې ورکړې دي اؤ دهغوئ په بې پلوۍ یې شکونه ښکاره کړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG