لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا او پنجاب کې انتخابات، الیکشن کمشن ویلي د سپریم کورټ پرېکړه به عملي کوي


دپاکستان دسترې محکمې لخوا 90 ورځو کې دننه دپنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبایي اسمبلیو لپاره دانتخاباتو له حکم وروسته دپاکستان الیکشن کمیشن پرېکړه کړې ده چې دعدالتي حکم په اساس به دواړو صوبو کې د وړوکي اختر نه وروسته ټاکنې ترسره کوي.

دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وایي دسپریم کورټ له فیصلې وروسته داسې نه برېښي چې ټولټاکنې به 90 ورځو کې دننه وشي.

دسپریم کورټ لخوا خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې د90 ورځو دننه دانتخاباتو کولو دحکم نه سمدستي وروسته دالیکشن کمیشن بېړنۍ غونډه دچهارشنبې په ورځ ددغه کمیشن دچیرمین په مشرۍ شوې ده چې پکې دکمیشن دقانون څانګې دسپریم کورټ دفیصلې په اړه دغونډې برخه والو ته احوال تېر کړی دی.

دپاکستاني رسنیو له مخې دې غونډه کې خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې دالیکشن په حواله مهمې مشورې شوي اؤ پرېکړه شوې ده چې دسپریم کورټ پرېکړه به ټکی په ټکی عملي کولی شي.

رسنیو دسرچینو له خولې ویلي چې په دواړو صوبو کې دانتخاباتو په هکله دمشورې لپاره به الیکشن کمیشن نن د زیارت په ورځ دهیواد صدر اؤ دخېبر پښتونخوا ګورنر ته خطونه استوي.

سرچینې زیاتوي چې په ممکنه توګه به انتخابات له وړوکي اختر ووروسته کولی شي اؤ ددې لپاره به الیکشن کمیشن د 54 ورځو مهال ویش جاري کوي.

خو دانتخاباتو کمیشن لا په رسمي توګه په دې اړوند څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د چهارشنبې په ورځ سپریم کورټ له خپله انده په اخستل شوي نوټس خپله پرېکړه کې حکم کړی دی چې په 90 ورځو کې دننه دې پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې انتخابات وکړل شي.

عدالت خپله فیصله کې دهیواد صدر ته حکم کړی دی چې پنجاب کې انتخاباتو لپاره الیکشن کمیشن سره اؤ خېبر پښتونخوا کې ګورنر سره له مشورې کولو وروسته باید دالیکشن نیټې ورکړي.

دخپل ګوند پلویانو ته پخپله یوه ویډیو وینا کې پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي په هیواد کې داسې فضاء جوړه شوې ده چې کیدای شي دسپریم کورټ له فیصلې وروسته هم انتخابات ونه شي.

خو ددې ترڅنګ هغه د څلورم مارچ نه دانتخابي کمپاین دپیل کولو اعلان هم کړی دی اؤ ویلي یې دي سپریم کورټ ته دخپل ځان اؤ خپل ګوند له لوري ډاډ ورکوي چې تر شا به یې ولاړ وي.

دپاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون عطا تارړ ویلي حکومت هم دانتخاباتو نه پشا نه دی خ وایي دانتخاباتو نه وړاندې به اییني اؤ قانوني ابهام ختمول وي.

پخپل یو بیان کې عطاء تارړ ویلي دصوبایي اسمبلیو دانتخاباتو په اړه دسپریم کورټ فیصله د دڅلورو په مقابله کې د دریو ججانو فیصله ده د دوؤ په مقابله کې د دریوؤ نه ده.

خو دسپریم کورټ دفیصلې مخې ته له راتلو وړاندې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي وؤ انتخابات به هله کیږي چې دانصاف تله توله شي.

دپنجاب صوبې اسمبلي په 14مه اؤ دخیبر پښتونخوا اسمبلي په 17جنورۍ ماته کړل شوې ده چې له هغې راپدیخوا الیکشن کمیشن دنوؤ ټاکنو لپاره نیټه نه ده اعلان کړې .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG