لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د دیوالیه کېدو ګواښ،د خزانې اوسنی وزیر یې خوشبېنه خو پخوانی وزیر اندېښمن دی


د پاکستان دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار ویلي راتلونکې اوونۍ به دپاکستان اؤ ایي ایم ایف ترمنځ دمامورینو په کچه تړون ترسره شي اؤ دپاکستان د دیوالیه کېدو اوازې سمې نه دي.

خو اقتصاد پوهه او دخزانې پخوانی وزیر مفتاح اسماعیل بیا وایي که ایي ایم ایف سره دپاکستان دپور دپاتې پیسو تړون ترسره هم شي نو بیا هم دپاکستان د دیوالیه کېدو خطره نه شي پشا کیدای.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنۍ وایي ایي ایم ایف چې دپور دپاتې پیسو ورکولو لپاره پاکستان ته کوم پیشګي شرطونه اېښي هغې کې دسود دکچې خېژولو په ګډون په څلورو شرطونو پاکستان عمل کړی اؤ په دغه اړه یې دخپلو اخستل شوؤ ګامونو نه نړیواله مالیاتي اداره ایي ایم ایف هم خبر کړې ده.

په ټویټر دپاکستان دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار لیکلي چې د پاکستان د دیوالیه کېدو اوازې سمې نه دي،په وخت د بهرنیو پیسو د ورکړې باوجود داسټيټ بینک د بهرنیو اسعارو ذخیره کې تېره اوونۍ دیو ارب ډالرو اضافه شوې ده.

هغه دعوه کړې ده چې بهرنیو کمرشل بینکونو پاکستان ته اسانۍ ورکول پیل کړي دي اؤ دپاکستان اؤ ایي ایم ایف ترمنځ هم انلاین خبرې نن بیا پیل کیږي.

خو د خزانې پخواني وزیر اؤ اقتصاد پوهه مفتاح اسماعیل بیا ویلي دي چې دایي ایم ایف تړون پاکستان د دیوالیه کېدو له خطره نه شي ژغورلی.

دپاکستان دجیو ټيلي ویژن په یو پروګرام کې دخبرو په مهال مفتاح اسماعیل وویل پاکستان کې چې هر حکومت راځي هغه به د دیوالیه کېدو نه د هیواد ژغورلو لپاره دایي ایم ایف دنوي پروګرام پامتداره وي.

هغه ویلي نن دپاکستان دمعیشت دتاریخ تر ټولو خرابه ورځ ده ، یو ډالر 300 پاکستاني روپو ته ورسېدو اؤ د سود کچه هم د درې فیصدي اضافې نه وروسته 20 فیصدي ته رسېدلې ده.

دمفتاح اسماعیل په وینا د سود دکچې لوړېدو به حکومت دکال 900 اربو روپو د زیان سره مخ کیږی ځکه چې حکومت ته کوم سود ورکول دي هغه به هم په بره ځي اؤ هم به شخصي څانګه د زیان سره مخ کیږي.

پاکستاني رسنیو د سرچینو له خولې لیکلي چې ایي ایم ایف دپور د پاتې پیسو ورکولو لپاره پاکستان ته کوم پیشګي شرطونه ایښي پاکستان هغه پوره کړي دي اؤ دایي ایم ایف دجاج اخستو ډله یې هم دیو ایمیل له لارې دپاکستان لخوا داخستل شوؤ ګامونو نه خبر کړې ده.

د سرچینو په وینا دایي ایم ایف دشرطونو په اساس پاکستان دبجلۍ نرخونو کې داضافې منظوري ورکړې ده،د ډالر مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ غورځولی،دسود کچه یې هم 20فیصدي ته لوړه کړې اؤ د کرونده ګرو اؤ برامدي څانګې لپاره یې په بجلۍ ورکړل کېدونکي رعایتونه هم ختم کړي دي.

پاکستان او ایي ایم ایف په 2019م کال کې د شپږ اربو ډالرو په پور سلا شوي وؤ، خو ایي ایم ایف پر مالیاتي پالیسۍ د اختلاف له کبله اسلام اباد ته پر یو ځای تر یو ارب ډالرو له زیاتو پیسو ورکولو ډډه کړې وه.

دا مهال پاکستان هڅه کوي چې د ورپېښو اقتصادي جنجالونو نه د ځان ویستلو لپاره دایي ایم ایف نه ورپاتې 1.3 اربه ډالر ترلاسه کړي خو ایي ایم ایف ورته ددغو پیسو ورکولو لپاره یو شمیر شرطونو ایښودي دي .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG