لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو پولیس عسکر دعوه کړې چې د پېښور پولیس لاین د چاودنې پرضد احتجاج کولو باندې له نوکرۍ ویستل شوی


د خېبر پښتونخوا پوليس چارواکو د جمشيد خان په نوم پولیس عسکر د پېښور پولیس لاین د ځانمرګي برید پرضد د احتجاج کولو له امله د نوکرۍ نه ویستلی دی.

پښتنو سیاسي اؤ ټولنیزو مشرانو د پولیس نوکرۍ نه د جمشید خان د ویستلو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ دا یې یو غیر انساني اؤ د زیاتي ډک عمل بللی دی.

د روان کال د جنورۍ په 30مه نېټه د پېښور پوليس لاين په جومات کې شوي ځانمرګي برید کې د 80 نه زيات تنان وژل شوي وو، چې زياتره پکې پوليس اهکار وو.

د دغې چاودنې د پلټنو د پاره د فرورۍ په وړومبۍ نېټه په پېښور او د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې پوليسو احتجاج کړی و اؤ جمشید خان د دې احتجاج ویډيوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې کړې وې.

جمشېد خان ډيوه ته ويلي، دی هم د پېښور پرېس کلب مخې ته شوي احتجاج کې موجود وو او هغه ويډيو يې په ټک ټاک او نورو ټولنيزو رسنيو خپره شوې وه.

نوموړې وويل چې کله د محکمې لخوا پلټنو د پاره راغوښتل شوی و نو د احتجاج دخپرې شوې ويډيو په اړه ترې پښتنې شوې وې.

"زما ټک ټاک باندې ويډيوز دي، هر تن هغه کتلی شي، و دې کتل شي چې هغې کې ما څه ويلي دي؟ که چرته حق غوښتل ګناه وي، نو دا ګناه مې کړې ده، بيا به يې هم کوم او بيا به يې هم کوم، که چرته تپوس مې کړی وي او په هغې یې لرې کړی يم نو تپوس به بيا هم کوم، زه به د خپل ځان تپوس کوم د خپلو شهيدانو تپوس به کوم"

د خېبرپښتونخوا پوليس لخوا د جمشېد دنوکړۍ نه لرې کولو په اعلامیه کې ویل شوي چې جمشېد د خپل ټک ټاک ايي ډي نه او په وټس ایب ګروپونو داسې ويډيو خپرې کړي چې د پوليس قانون خلاف ورځۍ يې کړې دي.

اعلامیه کې ویل شوي نوموړې ته د خپلې بې ګناهۍ ثابتولو موقعه ورکړل شوې، خو پخپله د پلټنې کوونکو ډلې پر وړاندې نه دی حاضر شوی.

د پوليس لخوا جاري شوې اعلامیه کې دا نه دي ويل شوي چې جمشېد خان د نوکرۍ نه په احتجاج کې د ګډون په سر لرې کړی شوی دی.

په دغه ورځ نورو په لسګونو پوليس عسکرو هم په احتجاج کې برخه اخستې وه خو د بل کوم پوليس اهلکار په اړه نه دې ويل شوي چې د نوکرۍ نه لرې کړی شوی دی.

له دغې احتجاج روسته د خېبر پښتونخوا د پوليسو دهغه وخت مشر معظم جاه انصاري ويلي وو په احتجاج کې دبرخه اخستونکو پوليس عسکرو خلاف به هيڅ کاروايي نه کیږي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په ټویټر لیکلي "د پېښور پولیس لاین چاودنه یو س"ټرایټژیک حرکت "ؤ ، په یو ځائ 100 پښتانه شهیدان کړی شول خو د ریاست له لوري نه څه پلټنې وشوې اؤ دترهګرۍ په سوب جوړونکو پالیسیو څه خبره وکړل شوه "

هغه وایي دا دافسوس ځای دی چې دچاودنې پرضد غږ پورته کوونکی پولیس عسکر د نوکرۍ نه وویستل شو.

دعوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صدر ایمل ولي خان ویلي په پېښور پولیس لاین کې له چاودنې وروسته هیله کېدله چې دپولیسو دمورال لوړ ساتلو لپاره به د دوئ ډاډګیرنه کولی خو له بده مرغه کیدای شي چې پاکستان کې د زده کړې په بندیز وي.

هغه په تویټر لیکلي پولیس عسکر جمشید دجرات مظاهره وکړه اؤ هغه ته ددې جرت صله د نوکرۍ نه د ویستلو په شکل کې ورکړل شوه.

هغه لیکلي پولیس هم انسانان دي اؤ که هغوئ دخپل حفاظت لپاره غږ پورته کوي نو دا هیڅ جرم نه دی.

ایمل ولي خان غوښتنه کړې ده چې پولیس عسکر جمشید دې پخپلې نوکرۍ بحال کړل شي ځکه چې دا یوازې دجمشید نه بلکې دټول پولیس فورس د عزت سوال دی.

خو د جمشېد خان د نوکرۍ نه لدرې کولو پسر په پوليس چاودنه کې د وژل شوي پوليس اهکار خپلوان تاج ملوک وويل د ده وراره د شپږو خوېندو يوازینی رور و، جمشېد دهغوي د وژل کيدو د پلټنو د پاره احتجاج کړیوو، بايد چې د جمشېد نوکرۍ نه دلرې کولو په ځاي هغه خلک د خپلو نوکرو نه لرې کړی شي د چا د لاپرواهۍ د وجې چې دا چاودنه شوې ده۔

نوموړي وويل د جمشېد د حق د پاره به دوي هم غږ پورته کوي.

"په ځايي ددې چې يو غريب پوليس اهکار د خپلې نوکرۍ نه لرې کړل شي بايد چې زمه وار خلک لرې کړې شي، څنګه چې هغه د خپلو ملګرو د پاره اواز اوچتولو داسې به مونږ هم د هغه د پاره اواز پورته کوو"

دغې چاودنې روستو د پوليسو ترڅنګ عام اولس هم ځايې په ځايې احتجاجونه کړي وو، او د امن پرځايې کولو د دې پېښې د پلټنو غوښتنه يې کوله،
د پوځ مشر جنرل عاصم منير ویلي وو، دغه ډول پېښې د قام عزم نه شي ماتولی بلکې د ترهګرۍ ضد روانه جګړه کې د کاميابۍ دپاره د دوی عزم نور غښتلی کوي او د ترهګرۍ ضد د نه زغملو تګ لاره نه شي کمزورې کولی.
د پوځ مشر کمانډرانو ته لارښوونه کړې وه چې د استخباراتي ادارو او امنيتي ځواکونو سره په همکارۍ د ترهګرۍ ضد جګړه باندې دوامداره توجه وساتي چې څو پورې پايداره امن نه وي ترلاسه شوی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG