لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او پاکستان د هر ډول ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې د همکارۍ دوامداره ساتلو عزم څرګند کړی


د امريکې او پاکستان ترمنځه د ترهګرۍ د مخنيوي او ورسره اړونده موضوعاتو دوه ورځنۍ خبرې ترسره شوي او دواړو هېوادونو عزم څرګند کړی چې د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې به همکاري او مرستې دوامداره ساتي.

يادې دوه ورځنۍ خبرې په شپږم او اووم مارچ په اسلام اباد کې ترسره شوي چې پکې د امریکا د پلاوي مشري د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد رابطه کار کرسټوفر لېنډ برګ او د پاکستان لخوا مشري په ملګرو ملتونو کې د اقتصادي چارو اډيشنل سيکرټري سيد حېدر شاه کړې ده.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارتخانې د دغه ليدنې په اړه ويلي، "په دغو خبرو کې موقع په لاس راغله او هغو برخو ته پکې زياته پاملرنه وشوه، چرته چې د امریکا او پاکستان، سيمې او نړۍ امن ته ورپېښو خطرو د مقابلې کولو، همکارۍ ته د ودې ورکولو، د پرتشدد انتهاپسندۍ د مخنيوي، او ترهګرۍ د مالي مرستو ودرولو په لړ کې په ښه ډول مرستې وکړی شي".

د امریکا سفارتخانې په بيان کې ويلي، "دواړو حکومتونو عزم څرګند کړی چې په يادو موضوعاتو د خبرو لړۍ کې به اضافه کولی شي، او د هر ډول ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې به د پاکستان د مرستو دپاره د پروګرام بيا پېلولو يا پېژندنې دپاره په امکاناتو د خبرو لړۍ دوامداره ساتلی شي".

د خبرو په اړوند بيان کې زياته کړی شوې "چې د مذاکراتو کېدل د امریکا او پاکستان ترمنځ په پراخه شعبو کې د ژورو مرستو څرګندونه کوي، او دا همکاري او په لوړه کچه د ليدنو دا لړۍ به سېوا کولی شي څنګه چې په وروستيو کې په واشنګټن کې د وزيرانو په کچه د تجارت او پانګونې په اړه غونډه، او پاکستان کې د توانايۍ په لړ کې د کاري ډلو ليدنې شاملې دي".

ويل شوي "د خبرو کېدل د شريکو اقدارو او ګټو په اساس ولاړو پياړو دوه اړخيزه اړیکو يو مثال دی او دا د امریکا لخوا د سيمې او نړيوال امن او ثبات دپاره کردار او شریک عزم تاييد هم دی".

د يادو خبرو په اړوند د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "په دوه ورځنيو خبرو کې په ګڼو موضوعاتو خبرې وشوې چې پکې د ترهګرۍ ضد مرستو، په سيمه یيزه کچه د ترهګرۍ د مخنيوي، او سايبر سيکیورټۍ سره د انتهاپسندۍ د مخنيوي په اړه وويل شو چې په ګڼو فورمونو به د يو بل سره د ترهګرۍ ضد مرستې جاري ساتي".

په بيان کې ويل شوي چې په "دوه اړخیزه مذاکراتو کې د امریکا د پاکستان سره په مرستو بحث شوی په ځانګړي ډول د غېرقانونه پېسو د مخنيوي د توان سېوا کولو سره د انصاف په شعبه هم خبرې شوي دي".

پاکستان ويلي، "په خبرو کې په دې ټينګار شوی چې په يادو برخو کې به د پاکستان د ترهګرۍ ضد توان سېوا کولی شي".

په خبرو کې دواړو خواو د يو بل سره د ترهګرۍ د مالي مرستو په اړوند تجربې شريکې کړی شوي او عزم یې څرګند کړی چې د هر ډول ترهګرۍ د شريکو ګواښونو مخنيوي به کوی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، دواړه فريقه په دې سلا شوي چې دغه خبرې به دوامداره ساتي چې د ترهګرۍ د ګواښونو په اړوند يو بل په ښه طريقې سره پوهه کړي.

په اسلام اباد کې د امریکا او پاکستان دغه دوه ورځنۍ خبرې چې ترسره شوي په وروستيو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.

پاکستان بيا بيا دعوه کوي چې د ترهګرۍ نوغی به اوباسي او په دغه لړ کې به کامیابي ترلاسه کړي.

څيړونکي وايي د امریکا او پاکستان د ترهګرۍ ضد خبرې ګټورې دي خو چې څومره بحثونه او دعوې کيږي چې هغه بيا په عمل کې راوستل شي.

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز [پي ايي سي اېس اېس] په خپل يو تازه رپورټ کې ویلي چې تېر د فرورۍ په مياشت کې په ملک کې د ترهګرۍ پېښې نورې سېوا شوي دي.

د پي ايي سي اېس اېس د رپورټ ترمخه تېره مياشت په ملک کې "58 وسله وال بريدونه شوي او 59 کسان پکې وژل شوي دي، په وژل شوو کې 27 ملکي وګړي، 18 امنيتي اهلکار او 17 وسله وال شامل دي، په دغو بريدونو کې ټول 134 کسان ژوبل شوي چې پکې 80 د امنيتي ادارو اهلکاراو 54 ملکي وګړي شامل دي".

په رپورټ کې زياته کړی شوې چې "په فرورۍ کې تر ټولو زيات بریدونه په بلوچستان کې او بيا د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې شوي وو".

ويل شوي په "بلوچستان صوبه کې په 22 وسله والو بريدونو کې 25 کسان وژل شوي او 61 ژوبل شوي او په قبايلي ضلعو کې په 16 بریدونو کې 16 کسان وژل شوي او 39 ژوبل شوي او په نوره صوبه کې په 13 بريدونو کې شپږ تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي وو".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG