لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې عدالتي بحران،د ټاکنو په اړه د بینچ ماتېدو وروسته به مشر قاضي کومه لاره خپلوي؟


په پاکستان کې ګڼ شمیر خبریالانو او څېړونکو په ټولنیزو رسنیو دعوې کړې دي چې د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال د سخت فشار لاندې راغلی چې یا خو باید له خپل منصبه استعفا ورکړي او یا هم د انتخاباتو په اړوند د قضیې اورېدو لپاره د سپریم کورټ فل کورټ وټاکي.

دا دعوې په وروسته له هغې شوي چې خېبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو لپاره د انتخاباتو د نېټې په اړوند د قضیې په اورېدنه بوخت د سپریم کورټ د پینځه کسیز بینچ یو جج ښاغلي امین الدین خان تېره ورځ د دې قضیې له اورېدو معذرت وکړو .

د نوموړي جج د معذرت سره سم دغه بینچ مات شوی او ټاکل شوی ده نن د جمعې په ورځ به نوی بیچ د یادې مقدمې اوریدنه کوي.

د زیارت په ورځ چې کله سپریم کورټ کې د دغې مقدمې څلورمه اوریدنه پیل کیده نو د پینځه کسیز بینچ یو جج ښاغلي امین الدین وویل چې هغه د از خود یا له خپله انده د نوټس په اړوند د قاضي فایز عیسا د تېرې ورځې له فیصلې وروسته د دې مقدمې له اوریدنې معذرت کوي.

د قاضي امین الدین له دې وینا وروسته دسپریم کورټ ججان له عدالتي خونې پورته شوي وؤ اؤ یاد بینچ مات شوی ؤ.

د قاضي فایز عیسا په مشرۍ د بینچ پرېکړه:

تر دې وروسته په یو لنډ عدالتي امر کې ویل شوي چې یاده مقدمه به اوس د هغه بینچ پر وړاندې اېښودل کیږي چې جج امین الدین په کې نه وي شامل او د مقدمې اوریدنه به د جمعې په ورځ یوولس نیمې بجې کیږي.

د شورو/چهارشنبې په ورځ د سپریم کورټ د سینیر ترین جج قاضي فایز عیسا او جج امین الدین له لوري په یوه مقدمه کې فیصله مخې ته راغلې وه چې د ازخود نوټسونو د مقدمو د ټاکنې او د بینچ جوړولو لپاره رولز یا قاعدې وجود نه لري ځکه نو تر رولز جوړیدو دې د ازخود نوټس دارټیکل 184(3) په اساس د ټولو مقدمو اوریدنې وځنډول شي.

د قاضي فایز عیسا په مشرۍ ددې درې کسیز بینچ یو جج ښاغلي شاهد وحید دغې پرېکړې سره اختلاف کړی ؤ اؤ پخپله اختلافي یادګیرنه کې یې لیکلي وؤ چې دبینچ جوړول دسپریم کورټ دمشر قاضي صلاحیت دی.

په سپریم کورټ کې دمشر قاضي ښاغلي عمر عطاء بندیال په مشرۍ پینځه کسیزه بینچ خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب کې انتخاباتو لپاره دنیټو نه اعلانېدو پرضد دتحریک انصاف ګوند د خواستونو اوریدنه کوي خو ددې اوریدنې په مهال دسپریم کورټ دججانو ترمنځ داختلافاتو رپورټونه هم مخې ته راغلي دي.

د پاکستان حکومتي ایتلاف پي ډي ایم کې دشاملو ګوندونو مشران که هرڅو دسپریم کورټ دمشر جج نوم نه اخلي خو پخپلو ویناګانو کې اکثره وخت په اشارو کنعایو کې مشر جج اؤ څو نور قاضیان تحریک انصاف ګوند لپاره په نرمې ګوشې یا خواخوږۍ لرلو تورنوي.

خو مشر قاضي عمر عطاء بندیال پرله پیسې ویلي چې دعدالت ذمه واري یوازې دایین حفاظت کول دي اؤ خپلې فیصلې دایین له مخې کوي.

د پاکستان حکومت دمشر قاضي د خپله انده دنوټس اخستو د واک محدودولو اؤ نورو عدالتي اصلاحاتو لپاره دقامي اسمبلۍ اؤ سینیټ نه قانوني ترمیمي مسوده هم منظور کړې ده چې دغه مسوده اوس دلاسلیک لپاره دهیواد صدر ته لیږل شوې ده.

په عین حال کې پاکستاني خبریالانو اؤ څېړونکو په ټولنیزو رسنیو دعوې کړې دي چې په دسپریم کورټ په مشر قاضي دخپل منصب نه داستعفا ورکولو یا هم د انتخاباتو په اړوند قضیې اوریدو لپاره دفل کورټ جوړولو فشارونه سیوا شوي دي.

پاکستانۍ خبریالې غریده فاروقي په ټویټر لیکلي چې دسپریم کورټ له دننه څخه په چیف حسټس سخت دباؤ دی چې یا خو دې پښتونخوا اؤ پنجاب کې دانتخاباتو دمقدمې اوریدو لپاره فل کورټ وټاکي اؤ یا دې هم دخپل منصب نه استعفا ورکړي.

هغې دعوه کړې ده چې دحکومت له لوري هم چیف جسټس ته دغه لاره ورکړل شوې ده اؤ پیغام ور رسول شوی دی.

خبریال کامران خان هم په ټویټر لیکلي، تر دې وروسته اوس هیڅ کثر نه دی پاتې شوی ،پاکستان اوس عدالتي بحران ته نزدې شوی دی ،چیف جسټس دی یا خپله څوکۍ پریږدي اؤ یا دې دالیکشن په اړه دټولې معاملې فل کورټ ته وسپاري.

کامران خان زیاته کړې ده " غوره به داوي چې اوس دسینیر ترین جج قاضي فایز سپریم کورټ فیصله وکړي چې پاکستان کې به الیکشن دایین د روج مطابق کیږي،نګران حکومتونه به له 90 ورځو وروسته فارغه شي که نور شپږ میاشتې به هم کار کوي"

د کامران خان په وینا ،له بده مرغه اوس به په دې معاملو کې دچیف جسټس عطاء الله بندیال دبینچ هیڅ یوه پرېکړه دمنلو وړ نه وي.

خو بیا ګڼ شمیر د ټولنېزو رسنیو فعالانو په ټویټر په چیف جسټس داستعفا دفشار دعوې دروغ بللې دي اؤ وایي دداسې رقم اوازو خورولو مقصد مایوسي خورول اؤ عدالتي بحران رامنځته کول دي.

د وقاص مغل په نوم فعال په ټویټر لیکلي دمشر قاضي د استعفا ورکولو په خبر کې هیڅ صداقت نشته اؤ داسې اوازې دیو سازش په اساس ملک کې دمایوسۍ خورولو اؤ د روان بحران د لا غځولو په مقصد کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG