لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات:په کورنۍ شخړه یو تن خپله ښځه،خواښې،خښینه او اوښی وژلي دي


په خېبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې دمیرمنو پرضد د تشدد لړۍ زیاته چټک شوې اؤ پولیس وایي تېره ورځ هم په سوات سیمه کې یو تن دکورنۍ شخړې امله خپله میرمن،خواښې،خښینه اؤ اوښی وژلي دي.

پولیس وایي دا پېښه دسوات دسیدو شریف په لرې پرته سیمه باب سر کې رامنځته شوې چې دغلته سیف نومې تن دخپل خسر په کور کې ناتاره ډزې کړې دي.

دسیدو سیمې دپولیسو یا چارواکي یا ډي ایس پي عطا الله خان بیلابیلو پاکستاني رسنیو ته دپېښې دجذیاتو ښودلو په مهال ویلي چې دسیف نومې تن نه دهغه مېرمنه دپلار په کور مروره ناسته وه اؤ تېره ورځ هغه دخپلو څو نورو ملګرو په ملتیا پخپله میرمنه پسې دهغې دپلار کور ته ورغلو اؤ ناتاره ډزې یې پرې وکړې.

دپولیسو ددغه مشر په وینا په ډزو کې یاده مېرمن،دهغې مور، خور اؤ یو ورور وژل شوي اؤ له ډزو وروسته قاتل اؤ دهغه نور ملګري دپېښې له ځایه تښتېدلی دی.

دپولیسو د مشر په وینا له پېښې وروسته پولیسو مقدمه درج کړې ده اؤ دملزمانو دنیولو لپاره یې چټک هڅې پیل کړې دي.

عطاء خان وویل په پېښه کې ککړ دوه ملزمان د بونیر اؤ یو دسوات سره تعلق لري چې زر به دقانون منګولو ته راکش کړل شي.

په پاکستان کې عموماً اؤ خېبر پښتونخوا صوبه کې خصوصاً په دې وروستیو دښځو پرضد دتشدد لړۍ زیاته چټک شوې ده اؤ څېړونکي اؤ دبشري حقونو تنظیمونه په ښځو ورځ تر بلې دتشدد په پراخېدونکې لړۍ اندېښنې ښایي

تېرکال داکتوبر په میاشت کې دپاکستان قامي اسمبلۍ ته د وړاندې کړل شوؤ شمیرو نه روښانه شوې وه چې دتېرو دریوؤ کلونو په مهال دپاکستان بیلابیلو سیمو کې په ښځو دتشدد د63ؤ زرو نه زیاتې پېښې مخې ته راغلې دي چې په دې کې دکورني تشدد،جنسي تېریو اؤ وژنو پېښې شامل دي.

خېبر پښتونخوا کې دحقونو د غیر دولتي سازمان عورت فاونډیشن یوې مشرې میرمن صایمه منیر په دې ورستیو کې وایس اف امریکا ډیوه ته ویلي پاکستان کې اوس هم د زنانه ؤ په ضد د تشدد پیښو کې اضافه لیدل کیږي خو دهغې په وینا ،نه مطبوعات د میرمنو حقونو ته مناسب ځایې ورکوي او نه د تشدد پیښو کې ککړو تنانو ته سزا ورکړل کیږي.

صایمه منیر وایي دوه زره نولسم کې د زنانه ؤ په ضد د زیاتي درې نیم سوه قضیې عدالتونو ته راغلې وې. خو یوازې اتوؤ تنانو ته پکې سزا ورکړی شوې وه.

دمیرمن منیر په وینا "کوم قوانین چې جوړ شوي دي. باید په هغې عمل وشي. د کومو قوانینو د عملي کولو لپاره چې نورې چارې پکار دي. باید هغې ته پاملرنه وشي"

څېړونکي وایي پاکستان کې دښځو پرضد دتشدد دلړۍ مخنیوي لپاره ګڼ شمیر قوانین موجود دي خو په هغې دعمل نه کیدو له وجې په مېرمنو دتشدد لړۍ ورځ تربلې غځیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG