لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس وایي د سوات چاودنه کې د مړو عسکرو شمېر 13 دی او تر30و زیات په کې ژوبل دي


د خېبر پښتونخوا د پولیسو د مشر ( ایي جي پي) د دفتر نه د شپې ناوخته په جاري شوي یو بیان کې د سوات کبل سیمه کې د پولیسو په مرکز کې دننه چاودنو کې د 13عسکرو د وژل کیدو او تر 30و زیاتو نورو د ژوبل کېدو پخلی شوی دی.

خو پاکستاني رسنۍ بیا په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې شمیرې لوړې ښایي او وایي 15 پولیس په کې وژل شوي او تر40و زیات ژوبل دي.

د نهې/سه شنبې په ماسخوتن د سوات په کبل سیمه کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو چې په سي ټي ډي بلل کیږي، په مرکز کې دننه یو بل پسې دوه غبرګې چاودنې شوې وې چې له امله یې دغه ودانۍ رانسکوره شوې او ګڼ شمیر پولیس په کې وژل شوي او ژوبل شوي وؤ.

د پښتونخوا د پولیسو د مشر د دفتر نه د پېښې په اړوند جاري شوي ابتدایي رپورټ کې ویل شوي چې پولیسو ته تر اوسه داسې هیڅ شواهد په لاس نه دي ورغلي چې ګنې دا برید د بهر څخه شوی دی.

رپورټ کې ویل شوي د ترلاسه شوؤ شهادتونو او تجزیو څخه دا امکان څرګندیږي چې دا چاودنې د بجلۍ د شارټ سرکټ له امله شوې وي.

د ایي جي‌ د دفتر رپورټ وایي چې د پېښې په وخت چاودنه د سي ټي ډي په مال خانه کې وسلې، چاودېدونکي توکي او لاسي بمونه هم پراته وؤ او دا چاودنې د دغو توکیو دانفجار له امله شوې دي.

رپورټ کې پخلی شوی چې په چاودنو کې 13 پولیس پولیس عسکر وژل شوي او تر دېرشو (30) زیات نور ژوبل شوي دي.

د پښتونخوا د پولیسو د مشر ویاند ویلي چې د چاودنو په نورو اړخونو هم پلټنې کیږي او زر به د چاودنو د علت په اړه کره معلومات مخې ته راشي.

تر دې وړاندې سږکال په 30مه جنورۍ د پېښور‌ پولیس لاین په جومات کې هم یوه درنه چاودنه شوې وه چې په کې نزدې 100پولیس وژل شوي او تر 200 زیات نور ژوبل شوي وؤ.

د پېښور د پولیس لاین جومات د چاودنې په اړه هم په مطبوعاتو کې بیلابیلې دعوې مخې ته راغلې وې ،چا دغه برید ته د ډرون حملې نوم ورکړی ؤ ، چا ویلي وؤ چاودیدونکي جومات مخکې نه جومات کې ځای پرځای کړل شوي وؤ خو پولیسو دغه یو ځانمرګي برید بللی ؤ چې ذمه واري یې هم دپاکستاني طالبانو یوې ډلې په غاړه اخستې وه.

د سوات د چاودنې په اړه تندروه ډلو لا هیڅ غبرګون نه دی ښکاره کړی اؤ دسوات دپولیسو ضلعي مشر ښاغلي شفیع الله ګنډاپور هم په دې پېښه کې د ترهګرۍ امکان رد کړی دی.

په خېبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې د ترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده په نزدې وختونو کې دترهګرو لخوا ترسره شوؤ بریدونو کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوې دي چې زیاتره په کې پولیس دي.

څېړونکي وایي د ترهګرۍ په دې نوې لړۍ کې پولیس دترهګرو لپاره اسان هدف دی.

څېړونکي اؤ خبریال طاهر خان وي او ای ډیوه ته ویلي وسله والو اوس خپله جنګي تګلاره بدله کړې ده ځکه چې هغوي ته عصري وسلې په لاس ورغلي اؤ د دغو وسلو په وسیله هغوي دشپې په تیاره کې هم خپل هدف په اسانه په نخښه کولی شي.

طاهر خان وایي ترهګر ځکه زیات بریدونه په پولیسو کوي چې دا ورته یو اسان هدف ښکاري.

دهغه په وینا یو خو د پولیسو زیاته مسلکي روزنه نه ده شوې اؤ بل وسلې هم ورسره هغه شان نه شته لکه ترهګرو سره چې دي نو ځکه ترهګر اکثره دشپې په تیاره کې په لرې پرتو سیمو کې دپولیسو په تاڼو بریدونه وکړي اؤ هغوئ ته مرګ ژوبله واړوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG