لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي، له ایي ایم ایف سره د پاکستان د پور د تړون هیلې په ختمېدو دي


څېړونکي وايي په پاکستان کې راغلې سياسي بحران او ګډوډۍ د خراب اقتصادي صورتحال سره مخ ددې هېواد د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف سره د قرض دلوظنامې پرځائ کېدو هيلې ختمې کړي دي او ګمان نه کوي چې د مالي کال 2024م د وفاقي بجټ نه وړاندې به لوظنامه لاسلیک شي.

د پاکستان په سياست کي سخت تاؤ تریخوالی په داسې حال کې ليدل کېږي چې په راتلونکې خزان کې د230 میلیونه ابادۍ لرونکی دا هېواد د عامو انتخاباتو تیاري کوي او د لسيزو راهيسې د خرابې اقتصادي کارکردګۍ سره مخامخ دی.

د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د 6.6 اربه ډالرو د قرض پروګرام د جون مياشت کې ختمېږي او له نورو لارو مالياتي ملاتړ هم په نظر نه راځي.

د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار د مئ په 12 نېټه اسلام اباد کې مطبوعاتو سره دخبرو په مهال اعلان کړی چې د مالي کال 2024م مرکزي بجټ به د جون په 9مه نېټه وړاندې کولی شي او دعوې کوي چې که د ايي اېم اېف سره د ځنډ ښکار پروګرام پځايې کېږي او که نه پاکستان به د غیر ملکي قرضو بېرته ستنولو په لار کې سقوط ونه کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي په دې هېواد کې سياسي عدم استحکام به د ايي اېم اېف سره قرض لوظنامه لا نوره وځنډوي

داقتصادي چارو کارپوهه عابد قيوم سلهري وي او ای ډیوه ته وایي،پاکستان دا وخت د کمزوري اقتصادي صورتحال سره مخ دی او د سقوط په څنډه ولاړ دی.

هغه وایي دې هېواد ته به بهرنۍ قرضې ستنول وي او که د ايي اېم اېف سره د سټاف په کچه لوظنامه نه کېږي نو بیا به اقتصادي کړکیچ لا پسې سیوا کیږي ځکه چې دنړيوال بنک او اېشايي سټرکچر 700 میلیونه ډالرې هم نه دي راغلي او هغوي ددې ورکول هم د نړیوال مالياتي ادارې د معاهدې سره تړلي دي.

د څېړنو ترمخه په تېر يو کال کې د ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ کې نزدې 50 فيصدي کمی راغلی دی او په دې موده کې د پاکستان د ونډو بازار هم دمندۍ ښکار پاتې شوی دی.

وخت په چټکتیا سره کمېږي او په پاکستان کې د ایي ایم ایف سره په وروستي ځل د شوو خبرو هم د سلو ورځو څخه زياته موده وشوه ولې بيا هم دواړه خواوې د قرض ابتدايي تړون کې ناکامه شوې دي.

په عېن حال کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخيره هم 4.45 اربه ډالره پاتې شوې ده چې د څېړونکو په وېنا په ګرانه به ايله د يوې مياشتې دارمدي ضرورت پوره کړي.

د خزانې وزیر اسحاق ډار وايي پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم زياتره شرطونه پوره کړي او نور به د ايي اېم اېف په وینا سختې فېصلې ونه کړي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي دا وخت د پاکستان تر ټولو لويه ستونزه ګراني ده او دا نه يوازې د هېواد اقتصاد ګواښي بلکې په معاشره کې هم د ګډوډۍ سوب ګرځي.

داقتصادي چارو کار پوهه شهريار بټ وایي،پاکستان دا وخت د خپل تاريخ د بدترین سياسي او عدالتي بحران سره مخامخ دی، د ادارو ترمنځ ټکراو ليدل کېږي او د اقتصاد حالت ورځ تر بلې خرابېږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "ددې ښکاره ثبوت ددې هېواد غورځېدلې د بهرنیو اسعارو ذخیرې دي چې اوس 4.3 بيلينه ډالره پاتې شوي دي. بجټ په سر راروان دی او واضحه ښکاري چې د حکومت او ايي اېم اېف ترمنځ د بجټ وړاندې لوظنامه نه شي کېدای"

نړيوال مطبوعات وايي په جوهري وسلو سمبال پاکستان به د اقتصادي سقوط د جدي خطر سره تر هغې مخ وي تر څو چې ورته په لويه کچه مالي ملاتړ نه وي ترلاسه شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG