لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي ایس جې غونډه: پاکستان دې له خپل ایین سره سم هر چاته مذهبي ازادي باوري کړي


اسلام اباد / واشنګټن ــــ لاهور کې د اقلیتونو د حقونو د پاره کارکوونکې غیرسرکاري ادارې سنټر فار سوشل جسټس له حکومته غوښتنه کړې چې د پاکستان په ایین کې د اقلیتونو د حقونو د یقیني کولو دپاره دې په 20مه ماده باندې مکمل عمل وکړي.

په پاکستان کې د اقلیتونو په حقله څو وارې د امریکې د مذهبي ازادۍ ادارې پخپلو رپوټونو کې ویلي چې دلته دو ته مکمل آزادي نشته او د مذهب د سپکاوي قانون غلط استمال د اقلیتونو پرضد روان دی خو پاکستان دغه شان رپورټونه بې بنیاده ګڼلي دي.

سنټر فار سوشل جسټس ادارې په اسلام آباد کې په دې اړه غونډه کړې چې مقصد یې د حکومت نه غوښتنه کول وو چې د پاکستان د ایین په 20مه ماده دې عمل یقیني کړي کوم چې وایي په ملک کې هر چاته په خپل مذهب د عمل کولو مکمل اجازه ده او هر یو مذهب والا دلته د خپل عبادت ځایونه ساتلی شي.

د دې ادارې مشر پيټر جیکب وایي، نهه کاله وړاندې د پاکستان سپریم کورټ یو امر کړی وو چې په هېواد کې دې د اقلیتونو د حقونو حفاظت یقیني کړی شي. ښاغلي جیکب وي او اې ډیوه ته وویل:

"نن مونږ جاج آخلو چې آیا په دې امر څه عمل شوی دی، دې سره دلته په پاکستان کې په زوره د مذهب بدلولو او د مذهب د سپکاوي قانون غلط استعمال په حقله هم خبرې شوې دي".

امریکې هم څو واري په خپلو رپورټونو کې ویلي دي چې په پاکستان کې مذهبي آزادي نه شته خو د پاکستان حکومت دغه رپورټونه بې بنیاده ګڼي.

په غونډه کې شریکې د بشري حقونو فعالې طاهره عبدالله په دې اړه وویل، "خبره د امریکایي رپورټونو نه ده، مونږ ټولو ته معلومه ده دلته څومره مذهبي آزادي ده، مونږ خپله دا آواز پورته کوؤ چې دلته مذهبي اقلیتونو ته مکمل آزادي نه شته نه ورته مکمل حقونه ورکول کېږي".

په دې غوڼده کې دا غوښتنه هم شوې ده چې اقلیتونو د پاره تعلیمي نصاب کې دې هم بدلون رواستل شي ځکه چې وایي په ټول پاکستان کې د دوی ‌ماشومان مجبوره دي چې په تعلیمي ادارو کې اسلامیات مضمون هم ولولي.

څېړونکی عبدالرحیم نئیر وایي، اقلیتونه یواځي په اسلامیات ویلو نه دي مجبوره خو وایي په پاکستان کې په مجموعي‌ نصاب کې اسلامي تعلیمات ډیر زیات دي. هغه وي او اې ډیوه ته وویل:

"مونږ غواړو اقلیتونو د پاره د هغوی د مذهب په حقله دې هم مضمون او معلومات په نصاب کې شامل کړی شي".

په پاکستان کې د بشري حقونو مبارزین او د امریکې رپورټونه هم وايي دلته د مذهب د سپکاوي قانون د اقلیتونو پر ضد غلط استعمالیږي اؤ ددې تورونو په نتیجه کې ګڼ شمېر خلک هم توندروه فکر لرونکو له عدالت پرته وژلي دي.

یو بل سیاسي څېړونکی ضیغم خان وایي، د مذهب د سپکاوي د قانون غلط استمال په پاکستان کې ډېر زیات شوی دی:

"عدالتونه هم بغیر د څه ثبوت خلکو ته سزا په داسې قضیو کې اوروي، ددې قانون غلط استمال یواځې د اقلیتونو نه خو د مسلمانانو پر ضد هم روان دی".

په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قانون ترمخه په جرم ثابت کېدو د مرګ سزا ده اؤ عدالتونو یو شمېر خلکو ته دا سزا اورولې هم ده خو چرته پرې عمل نه دی شوی.

د سوشل جسټس ادارې د رپوټ له مخې په 2022م کال کې په پاکستان کې د 52 کسانو خلاف د مذهب د سپکاوي یا له مذهب سره تړلې مقدمې درج شوې وې او په 2021م کال کې 52 مقدمې درج شوې وې.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG