لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: د ای اېم اېف د انتظامي بورډ د غونډو په ايجنډا کې پاکستان نشته


نړیوالې مالياتي ادارې ای اېم اېف د انتظامي بورډ د جون د 29 نېټې غونډې اعلان کړی، رپوټونه وايي پاکستان په يوه غونډه کې هم نه دی شامل کړی شوی، خو ويل شوي د ضرورت ترمخه په ايجنډا کې بدلون کېدی شي.

د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پاکستان د پور د نهمې ارزونې لپاره د ځنډ ښکار فنډونو جاري کول لا پاتې دي او د پاکستان لپاره د ای اېم اېف پروګرام وخت هم د روانې میاشتې په 30مه نېټه سرته رسيږي.

پاکستان وايي د ای اېم اېف ټول شرطونه يې پوره کړي خو د بهرني فایناسنګ په څانګه کې پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې په قانع کولو کې پاتې راغلی او ای اېم اېف ورته د يو ارب ډالرو قسط نه دی جاري کړی.

اقتصاد پوهان او په اقتصاد خبرونه خپروونکې نړيوالې ادارې د سياسي ګډوډي سره مخ او مالي مشکلاتو کې ښکېل پاکستان د ديواليه کېدو اندېښې څرګندوي او وايي که پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې د پور پروګرام ترلاسه نه کړي د ديواليه کېدو خطرې يې موجودي دي.

د رپوټونو ترمخه په پاکستان باندې بهرنۍ قرضې په کال 2022 کې 126 ارب ډالرو ته رسېدلې دي او په روانه مياشت کې به هم 3.6 اربه ډالره قرضه بيرته ورکوي، خو د پاکستان د خزانې زوير اسحاق ډار په تکرار سره وايي، ملک به نه ديواليه کيږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي که څه هم د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د بهرنیو هېوادونو سفيرانو سره د ای اېم اېف د پور د پروګرام د بحالۍ په چارو غونډې کوي او په دې وروستیو کې یې د ای اېم اېف د مشر سره خبرې شوي دي خوای اېم اېف د پاکستان راتلونکي بجټ کې د محصولاتو په معامله او د دوستو هېوادونو د مالي ملاتړ په حواله اعتراضونه لري.

اقتصاد پوهه شهريار بټ وايي، "که د پاکستان لپاره د ای اېم اېف پروګرام نه پرځای کيږي نو هېواد به د اقتصادي سقوط په لاره ځي او د بلومبرګ په نني رپورټ کې هم ويل شوي که پاکستان بهرني مالي ملاتړ ضرورتونه نه پوره کوي نو د لا زيات اقتصادي ستونزو سره مخ کېدې شي".

هغه وويل، "د دې مياشتې په اخر کې به پاکستان ته د 1 ارب ډالرو قرضه واپس کول وي او په راتلونکي کال کې به هم نزدې 23 اربه ډالره قرضې واپس کوي. پاکستان دا وخت د مشکل او پرېشانۍ د صورتحال سره مخ دی".

وزیراعظم شهباز شريف د نهې- سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې يوې دستورې ته په وينا کې د ای اېم اېف د شرطونو پوره کولو باوجود د نړيوالې ادارې په لوظنامه کې غېر معمولي وروسته والی د اندېښنې وړ ګرځولی خو ورسره یې د چين د مرستو ستاينه کړې ده.

امريکايي مجلې بلومبرګ ويلي، که د ای اېم اېف سره د ځنډ ښکار قرض پروګرام پرځای نه شو نو د پاکستان د ديواليه کېدو خطره ده.

اقتصاد پوه طاهر امين وايي، د پاکستان سره بله لار دا ده چې د نورو هېوادونو نه قرضې ترلاسه کړي خو د پاکستان دوست هېوادونه هم نړیوالې مالياتي ادارې ته ګوري، نو د پاکستان اقتصادي مشکلات ډېر سېوا دي.

د ای اېم اېف د اېګزيکټيو بورډ غونډه د جون په 29 نېټه بلل شوې ده د پاکستان نوم په غونډه کې نشته خو ويل شوي په غونډه کې د ضرورت ترمخه بدلون کېدی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG