لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د استاذ احمد ګل او قمرو جان د تاجپوشۍ دستوره، هنرمندان وایي، ریاست پښتانه فنکاران له پامه غورځولي


دپښتو دوؤ سترو سندرغاړو استاد احمد ګل اؤ قمرو جان ته تر څو لسیزو دپښتو ژبې اؤ هنر په غوره خدمتونو کولو دهنرمندانو ټولنې د درناوي تاجونه ورپسر کړي دي.

د هنري ټولنې مشر ډاکټر راشد خان یوسفزی وایي، دهنرمندانو پالنه اؤ درناوی د ریاست ذمه واري ده خو ریاست چونکې پښتنو هنرمندانو ته شا کړې ده نو ځکه اوس د نوي کول هنرمندان پخپله د خپلو مشرانو درناوي اؤ ډاډګیرنې ته را وړاندې شوي دي.

دنهې په ورځ دپېښور په نشترهال کې د استاد احمد ګل اؤ قمرو جان بي بي د تاجپوشۍ په لړ کې د وتلې هنرمندې شکیله ناز په مشرۍ یوه درنه دستوره راجوړه شوې وه چې تابیا یې پېښور کې دسندرغاړو تنظیم هنري ټولنې کړې وه.

په دغه دستوره کې استاد احمد ګل اؤ قمرو جان ته د درناوي په توګه تاجونه پسرونو وتړلی شول اؤ دهغوي هنري خدمتونه په زرینو ټکو کې وستایلی شول.

دهنري ټولنې مشر ډاکټر راشد خان یوسفزي دستورې ته خپله وینا کې وویل هغوي ځکه دخپلو مشرانو سندرغاړو د ستاینې دا دستوره پخپله راجوړه کړه چې ریاست دپښتنو هنرمندانو پوښتنه اؤ ډاډګیرنه پرېښې ده .

راشد خان وویل استاد احمد ګل اؤ قمرو جان د تېرو ایاؤ کلونو راهسې دپښتو ژبې اؤ کلتور خدمتونه کړي دي خو نن چې هغوي په بدنې توګه کمزوري شوي اؤ دهنر کولو نه پریوتي دي نو ریاست هم هیر کړي دي.

هغه وویل "ریاست که پښتانه هنرمندان هیروي خو مونږ به خپل مشران پخپله پالو اؤ نازوؤ اؤ د هغوي په ژوند به ورته درناوی ورکوؤ چې سبا څوک دا ونه وایي چې پښتانه مرده پرست دي"

دغه دستوره کې ګڼ شمیر سندرغاړو، موسیقارانو،ایکټرانو ،لیکوالانو اؤ شاعرانو برخه درلوده خو دصوبې هیڅ یو لوړ پوړی سرکاري شخصیت ورته نه ؤ ورغلی.

راشد خان وایي هغوي سره دې دستوره کې د حکومت له لوري هیڅ د ذکر وړ کومک نه دی شوی بلکې دوي پخپل لګښت دا دستوره راجوړه کړې ده.

د پروګرام مشرې میلمنې شکیله ناز ډیوه سره خبرو کې وویل احمد ګل استاد اؤ قمرو جان د پښتو دوه هغه لویې هنرمندان دي چې دخپل ژوند درې برخې عمر یې هنر ته ورکړی دی اؤ دوي حق لري چې پخپل ژوند یې ریاست اؤ ولس ونازوي.

هغې وویل "زه پخپله لږ تر لږه 34 کاله وروسته نشترهال وینم اؤ دا هم ځکه راغلې یمه چې احمد ګل استاد اؤ قمرو جان زمونږ ډیر درانه مشران دي،اؤ ما غوښتل چې د دوی د درناوی پروګرام کې حاظره شم اؤ له خپل اړخه ورته عقیدت وړاندې کړم"

شکیله ناز هم ګیله وکړه چې په پښتونخوا کې په دولتي کچه دهنرمندانو هیڅ سرپرستي یا ډاډګیرنه نه کیږي "اؤ زمونږ اکثره ډیر لیجنډ فنکاران په غربت اؤ ناچارۍ کې مړه شي "

پینځه اتیا کلن استاد احمد ګل ډیوه ته وویل تر اویا کالو یې زیات د ژبې اؤ هنر خدمت کړی دی اؤ اوس هم دهنر میدان کې ولاړ دی.

هغه وویل په ننۍ دستوره خوشحاله دی چې خپل پښتانه اؤ هنرمندان یې د درناوی ته ورټول شوي خو ګیله یې وکړه چې حکومت یې د ژوند په وروستۍ برخه کې هیڅ تپوس پوښتنه نه کوي اؤ اکثره چې ناروغه وي نو حتی د علاج توان هم نه لري.

قمرو جان بي بي هم په دې دستوره کې په برخې اخستو اؤ پخپل درناوي خوشحاله وه اؤ ډیوه ته یې وویل "ناروغه وم ، نه شوم راتللی ،رور راته ویل ته به څنګه په ناروغه وجود پېښور ته ځې خو ما ویل چې هر څه کیږي ،زه به ځم ،راغلم خوشحاله شومه ، ډیر فنکاران مې ولیدل"

قمرو جان وویل اوس د سندرو ویلو نه پریوتې ده ،د ورور په کور د ناروغۍ ژوند تیروي اؤ چې خپل پخوانی وخت رایادوي نو خفګان ورله ورځي.

په دې دستوره کې سندر غاړو وږمې،حشمت سحر،دلراج،زر ولي افغان، بهادر زیب،شانزا علي،فضل وهاب درد،پري شهزاد، نوشین شهزاد،عادل خټک اؤ نورو د قمرو جان اؤ احمد ګل استاد پخوانۍ ویل شوې سندرې پخپلو اوازونو کې د ژوندۍ موسیقۍ سره زمزمه کړې

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG