لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو تګ راتګ د پولیو وایرس د خپرېدو اندېښنې زیاتې کړي


په بلوچستان کې د روغتيا د بېړنيو عملياتو دفتر (اي او سي) اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د پولیو د نویو پېښو له موندل کېدو سره دوی وېره لري چې دغه وایرس به بلوچستان ته واوړي.

دغه اندېښنه وروسته له هاغې څرګنده شوې چې د یادې ادارې په وینا، دا مهال په پاکستان کې د پوليو يواځینی خو په ګاونډي افغانستان کې پينځه مثبت کېسونه رپوټ شوي دي.

په کوټه کې د اي او سي يو چارواکي شاه پور له وي او اې ډيوې سره په يوه ځانګړې مرکه کې وویل،

"موږ دا وېره لرو چې زموږ سيمه کندهار ته څېرمه ده، او دلته د خلکو تګ راتګ زيات دی. ځکه امکان لري، چې دا وايرس دلته راشي. خو له نېکه مرغه په بلوچستان کې په تېرو پنځه ويشتو مياشتو کې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی او نه هم په چاپېريال کې د پوليو وايرس نښې موندل شوې دي."

هغه دا هم ویلي، چې په افغانستان کې مثبت کېسونه په ننګرهار کې رپوټ شوي، چې وايرس يې په پاکستان کې کشف شوی دی.

ښاغلي شاه پور دا هم ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په هنګو سيمه کې له چاپيرياله په اخيستل شویو نمونو کې هم د پوليو وايرس موندل شوی چې د افغانستان له وايرس سره تړاو لري.

چارواکی شاه پور زياتوي، په بلوچستان کې دوی هڅه کوي چې تر هر ماشوم پوري د پوليو دوې قطرې ورسېږي، د دې لپاره د پوليو ټيمونه هر کور او کلي ته ورځي چې په ښاري او کليوالو سيمو کې تر پينځو کلونو عمر لرونکي ماشومان ويکسين شي.

هغه وړاندې وویل، چې ټيمونه یې ټول کال د پوليو ويکسين کار کوي، پر لويو لارو ټرانزیټ مرکزونه جوړ شوي او د کډوال ماشومانو د ويکسين لپاره د پياده ټيمونو ترڅنګ پر موټرسايکلونو پوليو کارکوونکي ګرځي او له څاڅکو پاتي ماشومان ويکسين کوي چې د پوليو وايرس نورو سيمو ته خپور نه شي.

د اي او سي چارواکی وايي، چې د پوليو وايرس په مخنيوي کې د قبايلي مشرانو، ديني عالمانو او مدني فعالانو رول ډېر مهم دی او خلک بايد له پوليو ټيمونو سره کومک وکړي چې يو ماشوم هم له قطرو بې برخې نه شي.

لومړی مهم رول د ميندو او پلرونو دی، بيا وروسته د کورنۍ غړي او د ټولنې فعالان او ديني عالمان دي، چې ماشوم له ګوزڼ په خوندي ساتلو کې خپل رول ولوبوي. که کومې سيمې ته پوليو ټيمونه نه وي رسېدلي، بايد د پوليو پروګرام کارکوونکو ته خبر ورکړل شي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړی وايي، چې د پاکستان مرکزي او د بلوچستان صوبايي حکومت د پوليو په شمول د لس نورو ناروغيو د مخنيوي لپاره کار کوي او د صوبې په ټولو ضلعو کې ماشومان د پوليو ترڅنګ له نورو ناروغيو د خوندي ساتلو په موخه ويکسين کېږي.

ده دا هم وویل، خلک بايد د پوليو پر ضد د منفي تبليغاتو مخه ونيسي او په هر پوليو کيمپېن کې خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي، ځکه چې پوليو يوه داسي ناروغي ده، چې هيڅ علاج نه لري. حکومت د پوليو کار جدي نيولی او د مخنيوي لپاره يې ټول وسايل په کار اچوي.

د روغتيا د نړيوال سازمان ډبليو ايچ او، او د ماشومانو د نړيوال صندوق يونيسيف چارواکي وايي، چې په روان کال کې په پاکستان کې د پوليو يواځینی مثبت کېس په بنو کې دی خو د افغانستان په سرحدي ولايتونو کې د پوليو پنځه مثبت کېسونه رپوټ شوي دي، چې دا بلوچستان لپاره يو جدي خطر دی.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د ښځو په ضد د تاوتریخوالی له مینځه وړلو نړیواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG