واشنګټن- په تېرو څو مياشتو کې په پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګر بريدونه زيات شوي چې پاکستان يې ذمه داري په افغانستان کې مېشت ټي ټي پي اچوي خو څېړونکي وايي دا د ملک دننه شخړه ده په بل کوم هېواد يې پړه اړول په ريښتياو سترګې پټول دي.
د ترهګرۍ تازه پېښه په خيبر ضلع کې د پوليس په ځايي دفتر ځانمرګی بريد دی چې څلور تنه پکې وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي. د بلوچستان په ژوب ضلع کې څو ورځې وړاندې په پوځي قلعه ځانمرګی بريد شوی و چې د پوځ د مډيا څانګې ويلي وو لس تنه پکې وژل شوي وو.
د افغانستان د پاره ټاکل شوی پاکستانی خصوصي استازی او پخوانی سفارت کار اصف ذراني په درې ورځنۍ دوره کابل ته تلی چې د واکمن افغان طالبانو نه غوښتنه وکړي د ټي ټي پي خلاف دې ګامونه واخلي.
پاکستان په سرکاري توګه د اصف دوراني د دورې او په کابل کې د افغان طالبانو چارواکو سره د خبرو اترو تفصيل نه دی ويلي. افغان طالبانو د خارجه وزارت د بيان تر مخه اصف دوراني د طالبانو وزير خارجه امير خان متقي او يو شمېر طالب چارواکو سره په کابل کې ليدل کتل کړي خو نور څه تفصيل يې نه خور کړی.
د ميډيا د رپورټونو تر مخه افغان طالبانو پاکستان ته مشوره ورکړې چې د پاکستاني طالبانو سره د جنګ په ځای د روغې جوړې خبرې وکړي. افغان طالبان دا هم وايي که پاکستان داسې کوم ثبوت لري چې په افغانستان کې مېشت پاکستاني طالبان د پاکستان خلاف د افغانستان خاوره استعمالوي نو معلومات دې ورسره شريک کړل شي چې د هغو خلاف کاروايي وکړي.
د اسلام اباد په وينا په پاکستان کې ترهګري په افغانستان کې مېشت پاکستاني طالبان کوي. البته د افغان طالبانو لوړ پوړو چارواکو د پاکستان دعوې رد کړي او وايي د افغانستان خاوره به د بل هېواد خلاف استعمالېدو له نه ورکوي.
په پېښور پوهنتون کې د جرنلزم او ماس کميونيکيشن څانګې چيرمين ډاکټر فيض الله جان وي او ای ډيوه ته په دې اړه ويلي “نه خو پاکستانی رياست او نه موجوده حکومت په بحرني هېوادونو او قوتونو په تور پورې کولو ځان د ذمه دارۍ نه څنګ ته کولی شي”.
هغه وايي “پاکستان چې څومره زر دا ريښتيا ومني چې د ټي ټي پي مسله د کور دننه مسله ده هم دومره زر به يې د حل لارې وکتل شي. که دا ونه شي مشکله ده که د ترهګرۍ مخه ونيول شي”.
خبريال او څېړونکي رفعت اورکزي ډيوه ته وويل “دا ريښتيا دي چې په دوه کاله کې په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده او پاکستاني پلاو په کابل کې د پاکستاني طالبانو د مشرانو سره خبرې اترې کړي خو څه نتيجه يې نه ده ورکړې”.
اورکزي وويل په پاکستان کې داسې يو ځای هم نشته چې طالبانو نيولی وي خو ټي ټي پي چاريکي جګړه کوي او د پاکستان پوځ او پوليس په نخښه کوي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير او يو شمېر حکومتي چارواکو په وار وار ويلي په ملک کې روان ترهګر بريدونه د افغانستان د خاورې نه منظم کيږي.
د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف تېره ورځ پاکستاني ميډيا ته ويلي دوی اوس په دې خفه دي او په ځان بد وايي ولې يې د افغان طالبانو مرستې کړي چې په افغانستان کې واک ته ورسي.
د ميډيا رپوټونو ترمخه اصف دوراني د طالبانو د معاون صدراعظم مولوي عبدالکبير سره هم په کابل کې ليدلي. طالب چارواکي وايي پاکستان ته يې ډاډ ورکړی افغان طالبان په پاکستان د امن ګډ وډی د ځان په ګټه نه بولي. د وي او ای کابل د سرچينو لخوا ليکلي مولوي عبدالکبير پاکستان ته ښودنه کړې د جنګ په ځای دې د امن لار خپله کړي او دا خبره يې تکرار کړې د افغانستان خاوره به د بل يو هېواد خلاف استعمال له نه ورکوي.
د دې ترڅنګ د ايران د وزير خارجه حسين امير عبدالاحيان دا دعوه رد کړې چې د عراق او شام نه د داعش جنګيالي افغانستان ته منقل کړل شوي.
د طالبانو د خارجه چارو وزارت په يو بيان کې ويلي “که د ايران سره داسې کوم اسخباراتي ثبوت وي چې داعش په افغانستان کې فعاليت اري نو هيله کوو چې د طالبانو د حکومت سره دې يې شريک کړي چې خلاف يې اړين ګامونه پورته کړي”.
په بيان کې ويل شوي دا مهمه نقطه ده چې افغانستان نه د عراق او نه هم د شام سره کومه ګډه پوله لري او په ځای د دې چې ذمه واري په نورو واچولی شي پکار ده چې هېوادونه د امنيت په اړه خپلې ذمه وارۍ پوره کړي او خپلې پولې وڅاري.