لاس رسیدونکی لینک

 
د بنګله ديش په جيل کې د جماعت اسلامي د يو مشر د مرګ نه پس احتجاجونه شوي
تازه خبر

د بنګله ديش په جيل کې د جماعت اسلامي د يو مشر د مرګ نه پس احتجاجونه شوي


دلاور حسين سيدي د جماعت اسلامي نايب صدر و او د ګل/دوشنبې په سحر د جيل په هسپتال کې مړ شوی. هغه نزدې لس کاله وړاندې د جنګي جرمونو يو متنازعه عدالت سزا کړی و،
دلاور حسين سيدي د جماعت اسلامي نايب صدر و او د ګل/دوشنبې په سحر د جيل په هسپتال کې مړ شوی. هغه نزدې لس کاله وړاندې د جنګي جرمونو يو متنازعه عدالت سزا کړی و،

په بنګله ديش کې د جماعت اسلامي د يو مشر دلاور حسين سيدي په جيل کې د مرګ نه څو ساعته وروستi په زرګونو خلک سړکونو ته احتجاج له راوتلي او د حکومت خلاف يې نعرې وهلي.

حکومتي چارواکي وايي د اپوزيشن ګوند د درې اتيا کلن مشر سيدي مرګ د زړه د دورې نه شوی.

دلاور حسين سيدي د جماعت اسلامي نايب صدر و او د ګل/دوشنبې په سحر د جيل په هسپتال کې مړ شوی. هغه نزدې لس کاله وړاندې د جنګي جرمونو يو متنازعه عدالت سزا کړی و، د بنګله دېش په تاریخ کې دا وړومبي ځل دی چې د هغه په مرګ د تشدد ډک احتجاجونه شوي.

د سيدي په زرګونو پلويان د هغه په مرګ غمرازي کوي، د ياد هسپتال مخ ته يې احتجاج کړی او د الله اکبر نعرې يې وهلي. د پوليس يوګڼ شمېر نفري دغلته موجود وه.

د هغه پلويانو نعرې وهلې چې “مونږ به د سيدي وينه بې تپوسه نه پرېږدو”. ډېرو پکې د وزير اعظم شيخ حسينه واجد حکومت د هغه پهمرګ تورن کړی څوک چې په جنورۍ کې د کېدونکو مهمو انتخابونو تيارۍ کوي.

د هسپتال چارواکي وايي په سيدي د اتوار/يکشنبې په ورځ د کاشېم پور په جيل کې د زړه دوره راغلې کوم چې د سرښار ډاکه نه لږ بهردی.

د هسپتال ډايريکټر بريګيډير جنرل رضا الرحمان ای اېف پي ته ويلي “نن د ګل په ورځ پرې دويمه دوره راغلې وه او زياته يې کړه سيديته د وړاندې نه پينځه سټنټس لګېدلي وو”.

جماعت اسلامي په خپله فيس بک پاڼه د سيدي د مرګ اعلان کړی او حکومت يې د هغه په جيل کې د علاج نه کولو او ورو ورو وژلو تورن کړی.

سيدي ته په کال 2013 کې د مرګ سزا اورولې شوې وه او د جنګي جرمونو اته تورونه پرې دا وو چې د هندوانو مرګونه، جنسي تېري اود هغو خلاف انتقامي جرمونه يې کړي وو. د دې خلاف په احتجاجونو کې د سلو نه زيات خلک وژلی شوی و.

د هغې وروستو جماعت اسلامي ويلي وو د ګوند په زرګونو غړي حکومت نيولي او دا ګوند ايله دې کال د دې جوګه شوی چې ولسياحتجاجي غونډې جوړې کړي.

په کال 2014 کې د بنګله ديش سپريم کورټ ويلي وو سيدي چې په کال 1971 کې د بنګله ديش د پاکستان نه د ازادۍ په جنګ کې کومجنګي جرمونه کړي وو د هغې په سزا کې پکار ده چې خپل نور ټول قدرتي عمر په جيل کې تېر کړي.

سيدي د 1980م په لسيزه کې هغه وخت شهرت وموند کله چې هغه د مسلمانانو د دغه اکثريتي ملک په غټو جماعتونو کې ويناګانې پيلکړې.

د هغه د شهرت په عروج کې به هغه په سلګونو زره سي ډي ګانې د خپلو تقريرونو ثبتولې او خرڅولې. هغه خلک به هم د هغه د درس قرانغونډو ته تلل کوم چې د جماعت اسلامي غړي هم نه وو.

د اوويايمې لسيزې تر ډېرو کلونو پورې په جماعت اسلامي د کال 1971 په جنګ ازادۍ کې د پاکستان د مرستې په سر بندېز لګېدلی و خود نوي په لسيزه کې ياد ګوند په ملک کې دريم غټ اسلامي ګوند جوړ شوی و. څېړونکي ګڼي د سيدي تقريرونو جماعت اسلامي ګونددومره مقبول کړی و.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG