ټوکیو، جاپان او امریکا په خپلو کې پوځي همکاري زیاته کړې
سریزه: امریکا، جاپان او جنوبي کوریا په دې موافقه کړې چې خپلې پوځي همکارۍ زیاتې کړی او همدارنګه یې د چین په جنوبي سمندر کې د چین د "خطرناک او پارونکي چلند" غندنه کړې.
دوی دغه څرګندونې په خپلو کې د تېرې اونۍ د درې اړخیزې سرمشریزې څخه وروسته کړي.
چین د تایوان شاخواته چې پېکنګ یې خپله سیمه بولي په ډرامټیکه توګه خپل پوځي فعالیتونه زیات کړي او دا وېره ورسره زیاته شوې چې ښايي پرې یرغل پیل کړي.
د امریکا غږ د هینري ریجول راپور درته مجاهد جواد وړاندې کوي.