لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ساحل: پاکستان کې سږ لومړیو شپږو میاشتو کې هره ورځ اوسطاً په 12 ماشومانو جنسي تېری شوی دی


په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل تازه رپورټ کې ویلي چي په هېواد کې روان کال د جنورۍ او جون مياشتو په منځنۍ موده کې اوسطا په ورځنیو بنيادونو 12 ماشومان د جنسي تېريو نخښه ګرځول شوي دي.

په ماشومانو د تشدد او په ځانګړي ډول د جنسي تېريو د مخنیوي لپاره د کارکوونکي غیر دولتي تنظيم ساحل په دې رپورټ کې ويل شوي دي چې د سږني کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ماشومانو سره د زياتیو ټولې دوه زره او 227 پېښې مخې ته راغلې دي.

د ساحل په رپورټ کې راغلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د 6 او 16 کلونو د عمر 457 جينکۍ او 593 هلکان د تشدد نښه ګرځول شوي دي.

پاکستان کې د ماشومانو پر ضد د تشدد پېښو کې د زياتوالي علت څه دی؟ په دې اړه قانون پوهه امتياز احمد سومره ډيوه ته وايي "د ماشومانو پر ضد د تشدد او جنسي تېرو پېښي ځکه ورځ تر بلې سيوا کيږي چې د ادارو ترمنځ همکاري نشته او په قانون هم عمل نه کيږی او بل دا چې په خلمو کې هم د بيدارۍ کمی دی".

ساحل په ماشومانو دجنسي تیریو، اغوا، د لا درکۍ او د کم عمرۍ د ودونو د پېښو دا شمېرې د 86 اخبارونو څخه راټولې کړې دي.

د رپورټ ترمخه د ماشومانو سره د حادثو او تشدد ټولې 963 پېښې رپورټ شوي دي، 760 ماشومان مړه شوي، د 148 ماشومانو د قتل پېښې شوې دي او هم دا ډول 144 ماشومان په سړکونو د حادثو له امله مړه شوي.

رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې 531 ملزمان په ماشومانو جنسي تیري کې ککړ موندل شوي دي چې په کې زياتره د اغېزمنو ماشومانو پېژندګلو وؤ.

خو د ماشومانو د حقونو فعالين وايي دا شمېر زيات هم کېدای شي ځکه چې ډېرې پېښې نه رپورټ کېږي.

د ماشومانو د حقونو فعاله حنا کياني وي او ای ډيوه ته وويل، "رياست پخپلو زمه واریو سترګې پټې کړې دي، واکمنان بهر نړۍ ته لاړ شي او په نړيواله کچه د ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو په قرادادونو لاس ليکونه وکړي خو چې دلته بيرته راشي نو هر څه هير کړي" .

رپورټ وايي په 912 پېښو کې د ماشومانو سره ناسم چلند کوونکي د هغوي پېژندګلو وو او په 498 پېښو کې د ماشومانو سره زياتي کوونکي نااشنا کسان وو.

د ساحل رپورټ زياتوي چې د ماشومانو پرضد د تشدد او تېریو31 فيصدى پېښې په لارو سړکونو باندې، 11 فيصدى پېښې د متاثره ماشومانو په کورونو یا سیمو کې او 4 فيصدي پېښې په مېدان، د عبادت په ځايونو او جوماتونو کې شوې دي.

مهوش احمد چي په يو غير دولتي تنظيم کې کار کوي په دي اړه وي او ای ډيوه ته وايي، په دې کې لومړۍ غلطي د والدينو ده چې د خپلو بچو سمه خصمانه نه کوي او بيا دويمه تيروتنه رياست کوي:

"قانون وايي چې د 18 کالونو څخه کم عمره ماشومانو باندې به مشقت نه کيږي خو رياست ددي قانون په عملي کولو باندی ځان ناغرضه کړي دی" .

د رپورټ مطابق په ټولو مقدمو کې 88 فيصدي د پوليس سره رجسټرډ شوي دي او د 25 دفيصدي پېښو مقدمې یا خو درج شوي نه دي او یا پوليسو د هغې د درج کولو څخه انکار کړی دی.

د رپورټ ترمخه تر ټولو زياتې 74 فيصدئ پېښې په پنجاب کې، 24 فيصدي په سيند صوبه کې، 7 فيصدي پلازمینه اسلام اباد کې، خېبرپښتونخوا کې 3 فيصدي، بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمیر کې د ماشومانو سره د تشدد او جنسي تېريو 2 فيصدي پېښې رپورټ شوې دي.

تر دې وړاندې په کال 2022م کې په ټول هېواد کې 2 زره او 123 ماشومان د جنسي تېريو نښه ګرځول شوي وو.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG