د پاکستان مرکزي بېنک: د سود د زياتې شرحې په وجه کاروباريان قرضې نه اخلي، 80% قرضې حکومت اخېستي
په پاکستان کې د سود شرح په 22% په ځای ساتل شوې خو سوداګر وايي نه يواځې دا شرح اوس هم ډېره لوړه ده بلکې ګراني ورسره مل ده نو نزدې 70% کاروبارونه يې تر ډېره ټکڼي کړي او بېروزګاري يې زياته کړې ده.
مرکزي بېنک وایي د سود د زیاتې شرح له کبله کاروباريان له بینکونو څخه قرضې نه اخلي او تیر مالي کال د 80% نه زیاتې قرضې حکومت اخېستې دي.
نور تفصیل د ریاض حسین په رپوټ کې