لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د سنېټ د بشري حقونو قاېمه کمېټۍ د مذهب د سپکاوي قانون ته د بيا کتنې وړانديزونه کړي


د بشري حقونو د سنېټ قاېمه کمېټۍ د مذهب د سپکاوى قانون ته د بیا کتنې وړانديزونه پداسې حال کې ورکړې دي چې په پاکستان کې په دې ورستیو کې د مذهب د سپکاوي په پلمه د لږکيو د ځورونې پېښې لا زیاتې شوي دي.

د سنېټ د بشري حقونو کمېټۍ د تېر ګل په ورځ د مذهب د سپکاوى په اړوند د شوو پېښو تفصيلات هم غوښتي دي

له ډيوې سره خبرو کې د سنېټ د بشري حقونو د کمېټې چېرمېن سنېټر وليد اقبال ویلي په پاکستان کې د مذهب سپکاوې يوه حساسه موضوع ده ولې زياته کړې ده چې د مذهب د سپکاوى قانون په اړه د هېواد دننه د خلکو په فکر کې د بدلون ضرورت دې.

"پدې غونډه کې د مذهب د سپکاوي قانون په ناسم استمال هم اندېښنه څرګنده شوه او زموږ يوې سنېټرې دې قانون ته د بيا کتنې خبره هم وکړه خو بل يو سنېټر په قانون کې د بدلون سره مخالفت وښوده او وویل چې ددې د نفاذ طريقه کار ته کتنه پکار ده او مونږ غواړو چې راتلونکې غونډه کې په دې تفصيلي خبرې وکړو."

ېادې کمېټۍ ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند سنېټرې سيمي ايزدي ویلي لومړۍ به داسې پېښې زياتې نه کېدې او کتل به وى چې پدې اړه څه نيمګړتياوې خو نشته، ډېر خلک په دې له خبرو کولو ډډه کوي خو وايي باید چې د مذهب د سپکاوى قانون ته بيا کتنه وشي.

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنيتي مطالعاتو د مرکز سي ار اېس اېس په خپل وروستي رپورټ کې ويلي چې د کال 1990 راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه 1415 کسان د توهين مذهب په تور نيول شوي چې په کې 89 کسان وژل شوي دي. په وژل شويو خلکو کې 18 ښځې او 71 نارينه شامل دي.

په پاکستان کې په خلکو د مذهب د سپکاوى الزام د لګولو په پېښو کې زیاتوالی ليدل کېږي او د بشري حقونو فعالين وايي د مذهب د سپکاوى لانجمن قانون زياتره د شخصي ګټو لپاره کارول کېږي.

د لږکیو د حقونو مبارز پيټر جېکب وايي،

" ۳۵ کاله وشول چې مونږه ددې قانون غلط استمال ګورو. تر اوسه پورې 2329 کسان د دې قانون د ناسم استعمال نښه ګرځېدلي دي او له نوي څخه زيات کسان د عدالت پرته وژل شوي دي چې په کې لږکي او مسلمان اکثريتي خلک هم شامل دي او وخت راغلې دې چې دې قانون ته بيا کتنه وشي."

که څه هم د بشري حقونو نړیوالې او ملکي ادارې په پاکستان کې د لږکيو د ځورولو او د هغوي د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګوي خو پاکستان وايي په دې هېواد کې لږکیو ته همه دستوري حقوق ترلاسه دي او دوي په ازاد ډول په خپل مذهب عمل کوي.

د لږکیو د حقونو مبارز او پخوانی وزیر جې سالک وايي،

"زه ګڼم چې په دې اړه د پوهې کمې دې، ځکه چې پېغمبر اسلام چې د لږکيو سره کوم ميثاق کړې وو هغه نه دې عام کړې شوې او چې کله دغه ميثاق عام کړې شي نو داسې پېښې کمېدلی شي. ما په هاي کورټ کې د يوې مقدمې د لارې دا ميثاق په نصاب کې شامل کړې دې او اوس مونږ ميثاق مرکز جوړوو او باید چې دا عام کړې شي"

له دې ورسته د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د لاهور په هربنس پوره سيمه کې پولیسو مسيحي ښځه خاوند په مبينه توګه د قران د پاڼو د شلولو په تور نيولي وو.

د مطبوعاتي رپورټونو مطابق د 1927 او 1986 ترمنځ په پاکستان کې د مذهب د سپکاوى 14 پېښې رپورټ شوي خو وروسته له هغې چې په یاد قانون کې بدلونونه راوستل شول نو د مذهب د سپکاوى پېښې په چټکتیا سره زیاتې شوې.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG