لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي عملیاتو کې د عامو خلکو د ځورول کېدو پر ضد د بنو جاني خېل سیمه کې ولسي پاڅون شوی


د بنو په جاني خېل سیمه کې د امن د خرابېدو او د عملیاتو پرمهال د عامو خلکو د ځورول کېدو او د لارو بندولو پرضد د"ولسي پاڅون" په نوم احتجاجي غونډه شوې چې په کې د سیاسي او غیرسیاسي تنظیمونو په سلګونو فعالینو ګډون کړی ؤ.

د غونډې پرمهال احتجاج کوونکو سپين او تور بيرغونه پورته کړي وؤ او په علاقه کې یې د امن غوښتنه کوله.

احتجاج کوونکي وايي په سیمه کې د روزانه په بنیاد د عامو خلکو د هدفي وژنو پېښې کیږي ، چاودنې دوامداره دي او چې کله په امنیتي ځواکونو کوم برید وشي تر هغې وروسته عملیاتو کې عام خلک ځورول کیږي .

احتجاج کونکي دعوہ کوي چې سیمه کې د پوځ په قافله د شوي ځان مرګي برید وروسته سیمې ته غځېدلې لارې د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

جاني خېل د بنو ښار نه نیزدې 30 کلومیټره سویل لویديځ ته پرته سیمه ده چې پولې یې د وزیرستان او لکي مروت سره لګېدلې دي .

د دغې سیمې خلک وایي چې سیمه یې له وړاندې نه وروستو پاتې ده اؤ اوس پوځي عملیاتو د علاقې په کاروبار بدې اغیزې کړي او خلک یې له ویرې سره مخ کړي دي.

دې ننۍ غونډې ته وینا کوونکو وویل چې په ټوله پښتنه سیمه کې دې د داسې عملیاتو نه ډډه وشي چې پکې عام ولس د زیانونو سره مخ کیږي.

د احتجاج یو ګډون وال امان الله جان وایي، د دوي کاروبارونه او لارې تړل شوې اؤ د عملیاتو پرمهال عام ولس ځورول کیږي .

هغه وایي " ویل کیږي ریاست مور ده خو مونږ چې کله د ناامنۍ پرضد احتجاج کوو بیا په مونږ مقدمې درج کیږي او په زندانونو کې بندیوان کیږو، مونږ یوازې یوه غوښتنه ده او هغه د تل پاتې امن ده "

وي او اې د انتظامیې سره د رابطې هڅه وکړه خو ځواب یې ترلاسه نه کړو.

په سیمه کې انتظامي او امنیتي سرچینې وايي دغلته د روزانه په بنیاد د عامو خلکو د هدفي وژنو پېښې کیږي ، چاودنې دوامداره دي او د امنیتي اندیښنو له امله انتظامیې سخت ګامونه پورته کړي دي.

په جاني خېل کې وروسته له هغې سخت امنتي تدابیر نیول شوي چې د اګست په وروستیو کې د پوځ په قافله یو ځانمرګي برید کې نهه پاکستاني پوځيان ووژلی شول او پينځه نور ژوبل شول.

‎په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا پښتون میشتو سیمو کې د ناامنۍ پېښې بیا سیوا شوي او څېړونکي وایي د وسله والو او د پاکستاني پوځ ترمینځ روانه جګړه او نښتو کې عام خلک ځپل کیږي.

احتحاج کونوکو وویل دا پرامنه احتجاج یې ځکه کړی چې په سيمه کې يو ځل بيا بدامنۍ سر راپورته کړی او په خلکو کې يې ويره ترهه خوره کړې ده.

د پوځي قلعې مخې ته راجوړې شوې دې احتجاجي مظاهرې ته وینا کوونکو وویل کوم "قوتونه یا خلک چې په جاني خېل او د صوبې په نورو سیمو کې امنیت ګډوډل غواړي هغوي باید خبر وي چې نور دوی غلي نه پاتې کیږي "او څوک رانه نور په خاوره دترهګرۍ کاروبار نه شي کولی"

د سیمې یو فعال ریحان پښتین وایي،لس، پینځلس ورځې وړاندې په مالي چیک پوسټه ځان مرګی برید وشو خو دا څه نوې خبره نه ده، دا چاودنې خو هر ځای کیږي، پېښور کې کیږي پنجاب کې شوې هلته خو چا په زور سره په خلکو کاروبارونه او بازارونه نه دي بند کړي .


هغه وایي "دا پالیسي ده چې خلک بې روزګاره کړه او نوي جنګ ته لار جوړه کړه که نوي د چاودنې زمه دارې خو په رڼا ورځ اخستل شوې ده، زمونږ دا احتجاج د ناامنۍ پرضد دی، مونږ نور څه نه شو کولی خو دا خاوره زمونږ ده ، نه یې طالب ته پریږدو او نه یې فوځي ته ،مونږ په سوله ایزه توګه د امن غوښتنه کوو"

د جاني خېل سیمې خلک د تیرو درېوؤ کلونو راهسې په پرامنه طریقه په علاقه کې د امن د پاره احتجاجي مظاهرې کوي او حکومت دوی ته په لیکلې بڼه د امنیت د ټینګښت باور ورکړی خو ددې ترڅنګ حکومتي چارواکي دا هم وایي چې د امن غوښتنې لپاره د جاني خیلو لهجه سمه نه ده .

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG